NMC

NMC نیوز اپډیټ – ریښتینی خبر، ستاسو د معلوماتو سرچینه

21/03/2026

د امریکا یوې استخباراتي ادارې اټوم لرونکی پاکستان د امریکا متحده ایالاتو لپاره له یو جدي ګواښونو بللی او ویلي یې دي چې د اټومي وسلو پراختیا د نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د دې ادارې په تازه راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې دا مهال پاکستان د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو په جوړېدو کار کوي چې دا د سیمې ثبات زیانمنوي.

په راپور کې ویل شوي چې امریکا په سیمه کې د هر ډول احتمالي ګواښونو پر وړاندې خپل تدابیر سخت کړي دي.

بلخوا پاکستاني چارواکو تر اوسه د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د دې ادارې د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا له لوري دا اندېښنې داسې مهال دي چې تازه پر ایران د امریکا – اسرائیل بریدونه څه باندې ۲۰ ورځو ته رسېدلي او دا مهال په منځني ختیځ کې د یوې بې‌سارې جګړې د پراخېدو احتمال زیات شوی دی.

د پاکستان پر وړاندې دا خبرداري داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران حکومت په سیمه کې د امریکا پر نظامي تاسیساتو پراخ بریدونه هم پيل کړي دي.

په ورته مهال ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که پر دوی بریدونه دوام ولري، دوی به د اسرائیلو او په سیمه کې د امریکايي تاسیساتو په نښه‌کېدو ته ادامه ورکړي.
NMC

21/03/2026

راپورونه وايي چې د د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک ملاتړ مرکز (BDSC) باندې، چې د د بغداد نړیوال هوايي ډګر په ساحه کې موقعیت لري، د ایران پورې تړلي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) له برید وروسته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه کره جزییات نه دي ورکړل شوي.

NMC

21/03/2026

کابل څو شېبې وړاندې 🕡 ۶:٣١ یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه.

ایا تاسو خپله سیمه کې زلزله احساس کړه.

NMC

‏د رد الظلم دفاعي عملیاتو لنډمهاله توقف ( د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د  نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او هم...
18/03/2026

‏د رد الظلم دفاعي عملیاتو لنډمهاله توقف
( د ا ا ا، امنيتي او دفاعي ځواکونه د نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د منځګړو دوستو هېوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنگ ورته څرگندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه گڼي او د گواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي. ان شاءالله)
ذبیح الله مجاهد

د افغانستان ستره محکمه د یو خبر پاڼې په اساس، سبا پنجشنبه د شوال المکرم (کوچني اختر) میاشتې لومړۍ نېټه ده.ټولو ته د نیکم...
18/03/2026

د افغانستان ستره محکمه د یو خبر پاڼې په اساس، سبا پنجشنبه د شوال المکرم (کوچني اختر) میاشتې لومړۍ نېټه ده.
ټولو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارک وي.

‏سعودي عربستان سبا د روژې ۳۰مه او راتلونکې جمعه (د کب ۲۹مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړهد افغانستان د سترې محکمې د ر...
18/03/2026

‏سعودي عربستان سبا د روژې ۳۰مه او راتلونکې جمعه (د کب ۲۹مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه
د افغانستان د سترې محکمې د رویت هلال کمېټې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

18/03/2026

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یو رسمي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ياړیوناما د پاکستان له لوري تر ترسره شوي هوايي برید وروسته د وضعیت د سمدستي کابو کولو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو ویاند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت هغه غوښتنه تکراروي چې د پاکستان تر هوايي برید وروسته دې په سمدستي ډول تاوتریخوالی کم او سمدستي اوربند دې وشي."

ملګرو ملتونو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې په کابل کې د "امید" په نوم د معتادینو د درملنې پر روغتون د پاکستان په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په خپاره شوي ویډیویي پیغام کې یوناما د دغې پېښې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه په دومره صراحت سره د پاکستان د برید په غبرګون کې د اوربند او نظامي اقداماتو د درولو غږ پورته کوي.

| | | |

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سه شنبی ورځ د کب ۲۶ مه په کابل کې بهرنیو دیپلوماتانو ته په خبرو کې د پاکس...
18/03/2026

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سه شنبی ورځ د کب ۲۶ مه په کابل کې بهرنیو دیپلوماتانو ته په خبرو کې د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې وروستي بریدونه یې د ټولو بشري او اسلامي اصولو خلاف دي.
هغه وویل چې د پاکستان پوځي رژیم، د مارچ په ۱۶مه د امید روغتون په نوم پر یوه طبي مرکز برید کې ډېر مظلوم خلک په نښه کړل. د هغه په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۰ نور ټپیان دي.
متقي زیاته کړه چې پاکستان جګړه د بل چا لپاره د یوې “پروژې” په توګه پر مخ وړي او په تېرو کلونو کې یې څو ځله داسې بریدونه کړي چې ټول ملکي خلک په کې زیانمن شوي دي.
نوموړي دا هم وویل چې پاکستان پوځي رژیم د سعودي عربستان او چین د سولې هڅې شنډې کړې او هر ځل چې خبرې مخته تللې، بریدونه یې زیات شوي دي.
هغه د پاکستان پوځي رژیم هغه ادعاوې هم رد کړې چې د بریدونو لپاره یې په بې ځایه توګه پلمه کوي چې هېڅ قوي اسناد ورته نه لري.
متقي خبرداری ورکړ چې که بریدونه دوام وکړي، افغان لوری به مناسب ځواب ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې افغانستان جګړه نه غواړي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دا بریدونه وغندي او خبرداری یې ورکړ چې دا وضعیت کولی شي ټوله سیمه بې‌ثباته کړي.

د اسرائیل د روغتیا وزارت سه‌شنبه، د مارچ ۱۷مه ( د کب میاشتی ۲۶مه) خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ کسان د ایران او د...
17/03/2026

د اسرائیل د روغتیا وزارت سه‌شنبه، د مارچ ۱۷مه ( د کب میاشتی ۲۶مه) خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ کسان د ایران او د لبنان د حزب‌الله لخوا د حملو له امله د ټپي کېدو او جراحتونو له امله روغتونونو ته انتقال شوي دي. د هغو کسانو له جملې چې د درملنې لپاره روغتونونو ته ورغلي، د ځینو کسانو وضعیت جدي او د ځینو کسانو وضعیت نسبتاً ښه راپور شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د جنرال (ر) قمر جاوید باجوه د روغتیا په اړه متضاد خبرونه خپاره شوي دي. یو خبریال وايي چې هغه د تشناب...
17/03/2026

په ټولنیزو رسنیو کې د جنرال (ر) قمر جاوید باجوه د روغتیا په اړه متضاد خبرونه خپاره شوي دي. یو خبریال وايي چې هغه د تشناب د لوېدو وروسته په روغتون کې د مغز ستونزې له امله اندېښمن حالت کې دی، خو بل خبریال وايي چې هغه روغ شوی او کور ته انتقال شوی دی. تر اوسه رسمي تایید نه دی شوی

Address


Telephone

+93777057024

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when NMC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share