Hanif Mukhtar

  • Home
  • Hanif Mukhtar

Hanif Mukhtar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hanif Mukhtar, TV Network, Qrabagh, .

د قره‌باغ ولسوالۍ د «شاپ» په نامه پل بیا ورغول شو.د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ بازار ته نږدې د «شاپ» په نامه پل، چې د قر...
24/12/2025

د قره‌باغ ولسوالۍ د «شاپ» په نامه پل بیا ورغول شو.

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ بازار ته نږدې د «شاپ» په نامه پل، چې د قره‌باغ ولسوالۍ بازار د شاوخوا کلیو او غزني ښار سره نښلوي او له وړاندې ډېر خراب شوی و، د سیمې د خلکو په مالي مرسته بیا ورغول شو.

یاد پل د خلکو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼل کېده، چې له ترمیم وروسته به یې ستونزې تر ډېره حل شي.

په لومړي ځل له هرات ولايت څخه د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړي شوې بېټرۍ سعودي عربستان او متحده عربي اما اراتو ته واستول...
24/12/2025

په لومړي ځل له هرات ولايت څخه د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړي شوې بېټرۍ سعودي عربستان او متحده عربي اما اراتو ته واستول شوې.

غزني کې د کابل–کندهار لويې لارې د پراخولو پروژه پیل شوه.په غزني ښار کې د کابل–کندهار لويې لارې د سړک د پراخولو ۱۵ کیلومت...
23/12/2025

غزني کې د کابل–کندهار لويې لارې د پراخولو پروژه پیل شوه.
په غزني ښار کې د کابل–کندهار لويې لارې د سړک د پراخولو ۱۵ کیلومتره پروژه د ځایي مسؤلینو او قومي مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه.

یاده پروژه چې د غزني ښار اړوند له علي لالا څلور لارې پيل او د بلخ تر دروازې رسیږي د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ښاروالۍ له بودجې تمویلېږي او د بشپړېدو سره به د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې په کمېدو او د ښاریانو د تګ‌راتګ په اسانتیا کې مهمه اغېزه ولري.

د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلی...
23/12/2025

د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د یادې پروژې لګښت شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي. په پروژه کې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، د دوو سب‌سټېشنونو او توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې له بشپړېدو وروسته به زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د غزني امنیه قوماندانۍ ويلي، د شپږمې امنیتي حوزې ځواکونو هغه کوډګر نیولی، چې د سیمې خلکو، په ځانګړي ډول مېرمنو ته یې د ک...
21/12/2025

د غزني امنیه قوماندانۍ ويلي، د شپږمې امنیتي حوزې ځواکونو هغه کوډګر نیولی، چې د سیمې خلکو، په ځانګړي ډول مېرمنو ته یې د کوډو تعویذونه ورکول.

د امنیه قوماندانۍ په وینا، له نوموړي سره د تعویذونو کتابونه او د لیوه د بدن ځینې برخې هم نیول شوې دي. یاد کس تر دې وړاندې هم د ورته کړنو له امله نیول شوی او بندي شوی و، خو له خوشې کېدو وروسته یې بیا خپلې غیرقانوني کړنې پیل کړې وې.

امنیتي مسوولین وایي، نیول شوی کس د نورو څېړنو لپاره د غزني د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ته سپارل شوی دی.

غزني کې درې ترافیکي پېښې؛ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتېد غزني ولایت په مقر ولسوالۍ، د روضې کلي او روضې کوتل ته څېرمه سیمو ...
18/12/2025

غزني کې درې ترافیکي پېښې؛ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ، د روضې کلي او روضې کوتل ته څېرمه سیمو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي. دوهمه پېښه د روضې کلي ته څېرمه شوې، چې پکې یوه مېرمن مړه او یوه انجلۍ ټپي شوې ده. درېیمه پېښه هم د روضې کوتل ته څېرمه رامنځته شوې، چې یو ماشوم پکې ټپي شوی دی. د پېښو لامل بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

اقتصادي کمېسیون له کونړ سیند نه د ګمبیري دښتې له لارې دروڼټې بند ته د اوبو د یوې برخې راګرځولو پلان تایید کړ.وايي، دې سر...
16/12/2025

اقتصادي کمېسیون له کونړ سیند نه د ګمبیري دښتې له لارې دروڼټې بند ته د اوبو د یوې برخې راګرځولو پلان تایید کړ.
وايي، دې سره به د ننګرهار د کرنیز سکټور د اوبه خور ستونزې اوارې شي.

د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو پر لور؛ د ملکي روغتون سړک ۳۰ متره پراخېږي!د غزني ښاروالۍ د تفصیلي پلان له مخې د ملکي روغتون س...
15/12/2025

د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو پر لور؛ د ملکي روغتون سړک ۳۰ متره پراخېږي!

د غزني ښاروالۍ د تفصیلي پلان له مخې د ملکي روغتون سړک د پراخېدو چارې ډېر ژر پیلېږي. د ښاروال مولوي سردارولي ثابت په مشرۍ تخنیکي ټیم د سړک نقشه‌کشي بشپړه کړې او د پلان له مخې به دغه سړک د غیر پلاني سیمې لوري ته ۳۰ متره پراخ شي. د مسؤلینو په وینا، عملي چارې به د یوې اونۍ په ترڅ کې پیل شي چې له بشپړېدو سره به ښاري ګڼه‌ګوڼه کمه او د ترافیکي ستونزو په حل کې به مهم رول ولوبوي.

د غزني په آب‌بند ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لاره، د سپین‌بند په سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله څلور...
15/12/2025

د غزني په آب‌بند ولسوالۍ کې د کابل–کندهار پر لویه لاره، د سپین‌بند په سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله څلور تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ چې پکې دوه کسان مړه او دوه ښځې ټپیانې شوې دي. د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

په غزني ولایت کې د ګاز نیونې له امله په دوو جلا پېښو کې څلور کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی. تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د «نا...
14/12/2025

په غزني ولایت کې د ګاز نیونې له امله په دوو جلا پېښو کې څلور کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د «ناني» کلي کې یوه مېرمن او خاوند، او تر دې وړاندې د غزني ښار په پښتون‌آباد سیمه کې هم یوه مېرمن او خاوند د ګازو د بخارۍ د ناسم استعمال له امله مړه شوي دي.

د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې ساتونکو مجاهدینو د حسن‌آباد په کلي کې یو تن د غلا په تور نیولی دی. یاد کس د درې بایسکلون...
14/12/2025

د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې ساتونکو مجاهدینو د حسن‌آباد په کلي کې یو تن د غلا په تور نیولی دی. یاد کس د درې بایسکلونو، یوې لمریزې شیشې، یوې لاس‌کراچۍ او یوې اوسپنې سره یو ځای نیول شوی او د لومړنیو څېړنو له مخې په نورو غلاوو کې هم لاس لري. نوموړی تر قانوني څېړنو لاندې دی.

غزني، ښار والۍ په حاجي رفيع ښارګوټي کې غیر قانوني هټۍ ونړولې.د غزني ښاروالۍ ریاست د لومړۍ ناحیې اړوند حاجي رفیع ښارګوټي ...
13/12/2025

غزني، ښار والۍ په حاجي رفيع ښارګوټي کې غیر قانوني هټۍ ونړولې.

د غزني ښاروالۍ ریاست د لومړۍ ناحیې اړوند حاجي رفیع ښارګوټي کې د غیر قانوني هټیو د جوړولو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره کړل. د ښاروالۍ تخنیکي ټیم هغه ودانیز جوړښتونه ونړول چې له اجازې پرته جوړ شوي وو. ښاروالۍ له ښاریانو غواړي چې د هر ډول ودانیزو چارو له پیل مخکې له اړوندو ریاستونو سره قانوني همغږي وکړي.

Address

Qrabagh

2301

Telephone

+93764513413

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hanif Mukhtar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hanif Mukhtar:

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share