Faculty Of Computer Science Wardak University

Faculty Of Computer Science Wardak University Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Faculty Of Computer Science Wardak University, Digital creator, Wardak, Wardak.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د پسرلني سمستر مهالویش
05/03/2026

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د پسرلني سمستر مهالویش

خبرتيا!!درنو زدکړیالانو!د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس ټاکل شوې، چې د ١٤٠٥ کال د پوهنتونونو د پسرلني سميستر درسي ب...
05/03/2026

خبرتيا!!

درنو زدکړیالانو!

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس ټاکل شوې، چې د ١٤٠٥ کال د پوهنتونونو د پسرلني سميستر درسي بهير د ١٤٠٤ ه ش کال د حوت د مياشتې په ١٦ مه چې د روژې مبارکې له ١٨ نېټې سره برابره ده، پيل شي؛ نو په همدې اساس د وردګ پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي له ټولو محترمو زدکړیالانو څخه په خورا درنښت هیله کیږي تر څو خپلو درسونو ته پر خپل وخت حاضر شي.
په درنښت

وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي
د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه.

بسم الله الرحمن الرحیموردګ پوهنتون کې د "نظارتي سیستمونو نړۍ (CCTV Camera)" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.د وردګ ...
17/11/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

وردګ پوهنتون کې د "نظارتي سیستمونو نړۍ (CCTV Camera)" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د وردګ پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې په غوښتنه د هدف برتر اکاډمۍ په همکارۍ، د "نظارتي سیستمونو نړۍ (CCTV Camera)" تر عنوان لاندې یو ارزښتناک او مسلکي علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د هدف برتر اکاډمۍ د تجربه‌لروونکو او مسلکي استادانو له‌خوا وړاندې شو، چې پکې د کمپیوټر ساینس، او نورو پوهنځیو محصلینو، استادانو او د ټکنالوژۍ مینه‌والو پراخ ګډون کړی و.

په دغه علمي غونډه کې لاندې مهم او عملي موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول:
- د کابل ښار د CCTV نظارتي سیستمونو کاري بازار پېژندنه؛
- د امنیتي کامرو او ثبت سیستمونو ډولونه؛
- د CCTV نصب، تنظیم او مدیریت اړوند تخنیکي مهارتونه؛
- په افغانستان کې د دې برخې د متخصصینو لپاره کاري فرصتونه او راتلونکی.

ویناوالو د نني عصر د نظارتي ټکنالوژۍ پر اهمیت، بازار کې د دې برخې پر تقاضا او د محصلینو د مسلکي ودې پر لارو چارو هر اړخیز بحث وکړ، او ګډونوالو ته یې ارزښتناکه معلومات وړاندې کړل.

عامه پوهاوی، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

خبرتیاقدرمنو زدکړیالانو!دوردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی  ټولو زدکړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال ...
17/11/2025

خبرتیا

قدرمنو زدکړیالانو!

دوردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی ټولو زدکړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال د خزاني سمستر نهایي ازموینې د لاندې مهالویش سره سم ترسره کېږي.

د ازموینو پیل نېټه: ۱۴۰۴/٩/٢ هـ ل (یک شنبه)

د ازموینو پای نېټه: ۱۴۰۴/٩/٢٧ هـ ل(پنج شنبه)
هیله کېږي چې ټول زدکړیالان د ازموینو د غوره تنظیم، شفافیت، او نظم د تأمین په موخه، لاندې مواردو ته جدي پام وکړي:

۱. زدکړیالان مکلف دي چې د ازموینې د مهال‌وېش مطابق، پر ټاکلي وخت ازموینې ته حاضر شي.
۲. د زدکړیال هویت کارت باید له ځان سره ولرئ؛ له هویت کارت پرته د ازموینې خونه ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
۳. د کتاب، چپټر، یاداښتونو یا د ازموينې اړوند موادو راوړل په ازموینه کې منع دي.
۴. د موبایل تلیفون، په ځانګړي ډول روښانه یا فعال موبایل، له ځان سره راوړل نقل ګڼل کېږي، او د مقرراتو خلاف عمل به وبلل شي.

یادونه: د ازموینې پر مهال د پوهنتون د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د هر زدکړیال علمي او اخلاقي مسؤلیت دی.
په درنښت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه

د ځوان نسل فکري روزنې تر سرليک لاندې اخیستل شوې ازموینې پایلې!
16/11/2025

د ځوان نسل فکري روزنې تر سرليک لاندې اخیستل شوې ازموینې پایلې!

د نظارتي سيستمونو نړۍ (CCTV Camera) تر سرليک لاندې علمي سمینارپه دې علمي او ښوونیز سمينار کې لاندې مهم او عملي موضوعات ت...
12/11/2025

د نظارتي سيستمونو نړۍ (CCTV Camera) تر سرليک لاندې علمي سمینار

په دې علمي او ښوونیز سمينار کې لاندې مهم او عملي موضوعات تر بحث لاندې نیول کېږي:
په کابل ښار کې د CCTV نظارتي سیستمونو کاري بازار
د امنیتي کامرو او ثبت سیستمونو ډولونه او پېژندنه
د CCTV نصب او مدیریت اړوند تخنیکي مهارتونه او دندې
په افغانستان کې د دې برخې متخصصینو لپاره کاري راتلونکی

ویناوال: د هدف برتر اکاډمۍ تجربه لرونکي او مسلکي استادان
د سمینار ځای: وردګ پوهنتون
نېټه: ۱۴۰۴/۰۸/۲۲ هـ.ق
وخت: سهار ۸:۳۰
دا د کمپیوټر ساینس، انجنیرۍ برخې محصلینو او د ټکنالوژۍ مینه‌والو لپاره یو غوره فرصت دی ترڅو د بازار له یوه خورا غوښتل شوې برخې سره آشنایي پیدا کړي.
يادونه: دغه سمینار د پوهنتون استادانو، کارکوونکو، محصلینو او ټولو مینه والو لپاره دی.
د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

07/11/2025

بسم الله الرحمن الرحیم

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو کابل پوهنتون او د کابل طبي علومو پوهنتون ته درې ورځنی علمي سفر ترسره کړ.

د وردګ پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیسټمونو څانګې څلورم ټولګي محصلینو، د نوماند پوهنیار عبدالرحمن علیزاده تر لارښوونې لاندې، د کابل پوهنتون او د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) ته درې ورځنی علمي سفر ترسره کړ. د یاد سفر موخه د نوموړو پوهنتونونو د درسي چاپېریال، ټکنالوژیکي امکاناتو، لابراتواري چارو او تدریسي کړنلارو سره عملي آشنایي وه.

په لومړیو ورځو کې محصلینو د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لابراتوارونه، د افغانستان د څېړنو مرکز او عمومي کتابتون وکتل، د کتابونو او څېړنیزو منابعو سره آشنا شول او له کابل پوهنتون محصلینو سره په ګډو درسي فعالیتونو کې ګډون وکړ.

له کابل پوهنتون وروسته، محصلین د کابل طبي علومو پوهنتون ته ولاړل او هلته يې د کمپیوټر لابراتوار او سرور روم ته څخه لیدنه وکړه او د سرورونو، شبکه ییزو تجهیزاتو او نوې ټکنالوژۍ کارونې عملي تجربې یې ترلاسه کړې.

عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

د وردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي په نوښت، د پوهنتون د محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو او عصري ټکنالوژیو سره د هغوی ...
07/10/2025

د وردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي په نوښت، د پوهنتون د محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو او عصري ټکنالوژیو سره د هغوی د آشنا کولو په هدف، د "مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)" په موضوع دوه ورځنی علمي ورکشاپ په رسمي ډول په بریالیتوب ترسره شو.

یاد ورکشاپ د پوهنځي د استاد نوماند، پوهنیار شفیق الله لایق لخوا وړاندې شو، چې پکې یې د مصنوعي ځیرکتیا بنسټیز مفاهیم، تاریخي شالید، علمي اصول، د ټکنالوژۍ عملي استعمالونه او راتلونکي پرمختګونه په تفصیل سره محصلینو ته وروښودل شول. ښاغلي لایق د مصنوعي ځیرکتیا د بېلابېلو تطبیقونو په اړه، په ځانګړې توګه په ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، اقتصاد، ترانسپورت، اداري خدمتونو او امنیتي برخو کې د دې ټکنالوژۍ اغېزې تشریح کړې.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو محصلینو ته د دې وړتیا ورکول شوه چې د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د خپلو مسلکي مهارتونو د ودې لپاره نوې لارې چارې ولټوي او د راتلونکو ننګونو په وړاندې په موثر ډول ځواب ووایي.

د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوو زدکړیالانو د ښه راغلاست،د ممتازو زدکړیالانو د ستاینې او همدارنګه د سپورت په برخه کې غوره لو...
23/09/2025

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوو زدکړیالانو د ښه راغلاست،د ممتازو زدکړیالانو د ستاینې او همدارنګه د سپورت په برخه کې غوره لوبغاړو لپاره غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، ښاغلي پوهنیار سیدالرحیم نیکمل، نوو زدکړیالانو ته د ښه راغلاست مراتب وړاندې کړل. نوموړي د زدکړیالانو د بریالیتوب ستاینه وکړه او د پوهنتون د تعلیمي، اداري او تخنیکي چاپېریال اړوند یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه همدارنګه د ممتازو زدکړیالانو او غوره لوبغاړو هڅې وستایلې او ورته یې مبارکي وړاندې کړه.

وروسته د معلوماتي سیستمونو د څانګې آمر، نوماند پوهنیار عبدالرقیب همت، د نظم او دسپلین لایحه محصلینو ته تشریح کړه او د پوهنتوني اصولو په اړه یې مهمې سپارښتنې وکړې. ورپسې نوماند پوهنیار احمد سباوون ثنایی د کریډیټ لایحې اړوند تفصیلي څرګندونې وړاندې کړې.

غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې د تېر سمستر ممتازو محصلینو او د ورزشي سیالیو اتلانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، او د دعا په مبارکو کلماتو سره اختتام وموند.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه.

خبرتیاقدرمنو زدکړیالانو!دوردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی  ټولو زدکړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال ...
18/09/2025

خبرتیا

قدرمنو زدکړیالانو!

دوردګ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی ټولو زدکړیالانو ته خبر ورکول کېږي چې د روان ۱۴۰۴ هـ ل کال د خزاني سمستر منځنۍ ازموینې د لاندې مهالویش سره سم ترسره کېږي.

د ازموینو پیل نېټه: ۱۴۰۴/٦/٣٠ هـ ل (سه شنبه)

د ازموینو پای نېټه: ۱۴۰۴/٧/٩ هـ ل

په درنښت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه

په وردګ پوهنتون کې  د خزاني سمستر تورنمنټ د محصلینو د همغږی او ورزشي کمېټې لخوا د  محصلینو ترمنځ د ذهني خستګۍ کمولو، د غ...
18/09/2025

په وردګ پوهنتون کې د خزاني سمستر تورنمنټ
د محصلینو د همغږی او ورزشي کمېټې لخوا د محصلینو ترمنځ د ذهني خستګۍ کمولو، د غوره استعدادنو پېژندلو، ټولنیز تعامل زیاتولو، د ورزش کلتور ته وده ورکولو، په ټوله کې د پوهنتون لپاره په اړونده برخو کې واحد ټیم د پوهنتون په کچه رامنځته کولو په موخه په څلورو ورزشي رشتو کې د پنځو پوهنځیو ترمنځ سیالۍد ۸/۶/۱۴۰۴ څخه تر۲۶/۶/۱۴۰۴ نېتې پورې ، د ډبل ناک اوټ سیستم څخه په استفادې په لاره اچول شوې وي. ۲۶/۶/۱۴۰۴نېټه باندې د سیالیو د رسۍ کشونې په لوبه پای ته ورسیدي د لوبو په پای کې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل دکتور عنایت الرحمن مایار ورزش د بدن او ذهن لپاره اړین وګڼولو او زیاته یې کړه چې وردګ پوهنتون په ټول توان سره ژمن دی چې د محصلینو لپاره په علمي او ورزشي برخه کې غوره نښتګر پروګرامونه په لاره واچوي، ورزش یوازې د ذهني پیاوړتیا لپاره ندي بلکي د ذهن د توازن، نظم او مثبت فکر رامنځته کولو وسله هم ګڼل کیږي. محصلین چې په سیالیو کې برخه اخلي له درسونو سربیره د ټیمي کار، زغم او همغږی مهارتونه هم زده کوي.
ښاغلي پوهنمل حزب‌الله بهیر د ورزشي تمرین د اهمیت په هکله د رسول الله ﷺ د مبارک حدیث شریف یادونه وکړه، چې فرمایي:
المؤمن القوي خير وأحب إلى الله من المؤمن الضعيف، وفي كل خير یعنې: قوي مؤمن د الله جل جلاله په نزد له کمزوري مؤمن څخه غوره او محبوب دی، خو په دواړو کې خیر شته. ښاغلي بهیر زیاته کړه چې ورزش د بدن او ذهن د توازن د ساتلو یو حیاتي میکانیزم دی، او د پوهې د لا غښتلتیا او زده‌کړو د بشپړتیا یو اړین پړاو ګڼل کېږي. د ده په وینا، سالم فکري او بدني ځواک په ګډه د انسان د شخصیت د هراړخیز پرمختګ ضامن دی. په همدې لړ کې د پوهنتون په سپورتي سیالیو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي وکولای شوی د منظم مدیریت، غوره رهبرۍ او د لوبغاړو د هڅو په برکت د پام وړ لاسته‌راوړنې ولري. یاد پوهنځی د کرکټ، والیبال او رسۍ‌کشونې په درېیو سیالیو کې د لومړي مقام ویاړ خپل کړ، او په ځغاستې سیالۍ کې یې د دوهم مقام بریا ترلاسه کړه. سربېره پر دې، د همدې پوهنځي دوه لوبغاړي د غوره لوبغاړو په توګه هم وپېژندل شول.
دغه لاسته‌راوړنې یوازې د سیالیو بریاوې نه دي، بلکې د نظم، ټیمي‌روحیې او بدني ځواک د ارزښتونو ښکاره بېلګه ده، چې د علمي چاپېریال ترڅنګ د شخصیت جوړونې په بهیر کې مهمه ونډه لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی ټولو قدرمنو استادانو، او محصلینو ته د دا
بریا مبارک وي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د فرهنګي چارو او نشراتو کمیټه

Address

Wardak
Wardak

Telephone

+93771811860

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty Of Computer Science Wardak University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Faculty Of Computer Science Wardak University:

Share