01/02/2026
د بلوچانو حملې او دپاکستان کمزوري حالات!
1️⃣پاکستان دا مهال په درې جبهاتو کې بند دی:
_الف) امنیتي بحران
بلوچستان: پرلهپسې بریدونه، هدفمندې حملې، د پوځ او چینایي پروژو په نښه کېدل
خیبرپښتونخوا: دTTP دوامداره فعالیت
او د پوځ کمزوري چې نور نشي کولی ټولې جبهې په زور کنټرول کړي
-ب) اقتصادي سقوط
-پورونه، IMF فشار، قیمتي
-پوځ نور هغه پخوانی مالي ځواک نه لري چې هر حرکت په پیسو خاموش کړي
ج) سیاسي بېثباتي
-ولس پر پوځ بېباوره شوی او مرکزي واک کمزوری دی.
چې دا درې واړه یو ځای د ریاست ملا ماتوونکې نښې دي
2️⃣ بلوچستان – ولې دا ځل فرق لري؟
بلوچستان تل ناراض و، خو اوسنی پړاو یې بدل دی
پخوا:
-محدود قبایلي پاڅونونه چې ژر به خاموشه کېدل
اوس:
-تنظیم شوي بریدونه
-استخباراتي هدف ټاکنه
-نړیواله ژبه (رسنۍ، بشري حقونه، ډایاسپورا)
ډایاسپورا ؟
هغه خلک دي چې:
(له خپل اصلي وطنه بهر ژوند کوي، خو لا هم له خپل ملت، سیاست او مبارزې سره تړلي وي.)
دا هاغه څه دې چې په ډاګه کوي د بلوڅو تحریک له حساسیت څخه سیاست ته داخل شوی
3️⃣ د بلوچانو “پرمختګ”
دبلوچانو پرمختګ یواځي وسله نده
۱-سیاسي پرمختګ
-د “ترهګرو” له ټاپې او لیست څخه د وتلو هڅه
-ځان د ملت، او بشري حقونو، سرچینو په ژبه معرفي کول
۲فکري پرمختګ
-د پنجابي ریاست پر ضد واضح دریځ او دا شعار چې موږ د پاکستان مستعمره نه؛ برخه یو.
۳نړیوال اتصال
-اروپا امریکا او نورو هیوادونو کې بلوچ فعالین او د چین–پاکستان پروژو (CPEC) نړیوال مخالفت
او دا هغه دريځ چې پاکستان یې سخت وېرولی
4️⃣ پوځ ولې دومره وارخطا دی؟
ځکه چې: که بلوچستان یوازې امنیتي ستونزه وای پوځ به لا دمخه ځپلي وای
-خو دا اوس:
-سیاسي، اقتصادي او نړیوال اړخ لري
او تر ټولو خطرناکه موضوع:
که بلوچ بریالي شي، نور ملتونه (پښتانه، سندیان) هم جرأت پیدا کوي
5️⃣ دا چې بلوچستان رښتیا هم د جلا کېدو لور ته روان دی؟
که په لنډ مهاله کې نه وي خو په اوږد مهاله کې ترډیره امکان لري
ولې؟ ځکه چې:
-که څه هم پاکستان د قوي او منظم پوځ دعوه لري خو د ریاست مشروعیت نور کمزوری شوی او تاریخ ښایی، کله چې ولس + نړیوال نظر یو لوري ته ولاړ شي، پوځ یې په یواځي ځان نه شي ګټلی
6️⃣ دا هر څه د سیمې لپاره څه مانا لري؟
-پاکستان به نور د سیمې “کنټرولر” نه وي
-افغانستان، ایران، هند ټول اغېزمنېږي
-چین به تر ټولو لوی تاواني وي که بلوچستان ناارامه پاتې شي
لنډه پایله:
-پاکستان د زوال په حساسو شیبو کې دی
-بلوچستان نور یوازې بغاوت نه، بلکې سیاسي او حقوقي هڅه ده
-بلوچان د غږ، فکر او نړیوال حضور له پلوه مخ پر وړاندې روان دي
-که پوځ لا هم په زور کې وی، خو وخت یې پر ضد روان دی