afghan page

afghan page Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from afghan page, News & Media Website, Chittagong Division.

13/12/2023

بقول قاضی فضل اللہ ایڈوکیٹ کہ امام ابوحنیفہ رحمہ اللہ نے موت سے پہلے اپنے بیٹے کو نصیحت کی کہ "مناظرے نہ کیا کرو " پوچھا کیوں __ جواب دیا کہ "مناظروں میں حق ثابت کرنا اور باطل کا بطلان سامنے لانا مقصود نہیں ہوتا بلکہ اپنا ایک جتھا بنانا ہوتا ہے جس سے اس کی ذاتی تشہیر ہو "
یہ سن کر مجھے امام ابو حنیفہ کی طرف نسبت کرنے والے کچھ احناف یاد آئے جنہوں نے روزگار ہی مناظرہ بازی کا بنایا ہوا ہے، خدا ان کے شرور سے امت کی حفاظت فرمائے امین

(افغان) ✍️

انسانيت لويه خزانه دهخو په لباس کې نهپه انسان کې يي ولټوه.
09/12/2023

انسانيت لويه خزانه ده
خو په لباس کې نه
په انسان کې يي ولټوه.

03/11/2023

"د خپل نیت سره ښه اوسئ، خدای پاک به ستاسو حالت ډېر ښه کړي، او د نورو لپاره خیر وغواړئ، نو تاسو ته به له هغه ځایه ښه راسي، چې تاسو یې ګمان هم نه کوی

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر ...
28/05/2023

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى

1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)

2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر کمزورى او خويې شاخچې کينې ، سندره وايې او احساس کوي چې شاخچه لړزيږي خو خپلي نغمۍ ته دوام ورکوى ، ځکه ډاډه يې چې وزر لرى. ( ويکتور هوګو)

3- په دنيا کې هيڅ شي اتفاقي نه وي.( ابن سينا)

4- بې مينى خلک هغه ړانده دي چې هيڅکله هم منزل ته نه رسيږي.(ژان ژاک روسو)
5- پاکه پوهه په نا پاکو زړونو کې ځاى نه نيسى.(سقراط)

6- کله چې بډايان جنګ پيلوى ، دا فقيران دي چې پکي مرى. ( ژان پل سارتر)

7- هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي. (ويکتور هوګو)

8- له نورو سره وخانده ، نه پر نورو.( ديل کارنګي)

9- که له چا کومه طمه ونلري ، ټول ستا دوستان دي. (رابندر نات ټاګور)

10- ښکلا د جنت يوه ډالۍ ده.( ميکلانژ )

11- څوک چې طالع ته ګوري له کلونو راهيسى مړ دي.( ارسطو )

12- د غوسى دوا خاموشي ده.( سقراط )

13- هر څوک د مينى وړ نه دي.( زيګموند فرويد)

14- يوازې ښه فکر کافي نه ده ، غوره دا ده چې د هغه نه کار واخلو.( ديکارت)

15- پر خپلو وړتياو باور نيمايې برياليتوب دي.( ژان ژاک روسو)

16- هغه څه چې په قهر او غصب سره پيليږي له شرم او پښيمانۍ سره ختميږي. ( بنجامن فرانکلين)

17- تر زړه هيڅ څيز هم ساده نه ماتيږي.( ژان پل سارتر)

18- پوهه هغه کيلۍ ده چې ټولي دروازى پري پرانستل کيږي.( اناتول فرانس)

19- يوازې بې وزله او غريبان دي چې شيان په نغدو اخلي ، ځکه چې هيڅوک پر هغوي باور نه کوي.(اناتول فرانس)

20-ځوان کولاى شي چې خپل هدف ته ځان ورسوي ، پدي شرط چې د ټينګ هوډ لمنه خوشي نه کړي.( توماس کارلايل)

21- طمعه د ټولو بديو مور او سرچينه ده.(کنفوسيوس)

22- که چيرته ونه پوهيږي چې چيرته ځي ، نو هره لاره به تاسى له ځان سره بوځي.( توماس کارلايل)

23- د تجربې نه تيره شوي لاره تر ټولو ترخه او کاميابه لاره ده.(کنفوسيوس)

24- تر ټولو غوره دوست مې هينداره ده ، کله چې زه وژاړم هغه هيڅکله نه خاندي.(چارلى چاپلين)

25- په کار کې د بريا لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې ، خپل افکار د کاغذ پر مخ وليکئ.( برايان تريسي)

26- ستونزى مونږ نشي درولاى، بلکي روزنه راکوي.( برايان تريسي)

27- ددي لپاره چې ېو ښه ملګرۍ ولرى ، يو ښه ملګرى واوسه.(برايان تريسي)

28- په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خود غرضي نه پيدا کيږي.(باچا خان)

29- انقلاب يو سيلاب وي ، چې راشي ويده خلک يوسې او ويښ ترينه فايدي اوچتي کړي.(باچا خان)

30- له هغه ښوونکي څخه مننه کوم چې فکر کول يې رازده کړل ، نه فکرونه.(زردشت)

31- په مجلس کې له ناپوه سره مه کيښنه، هڅى نه چې تا ناپوه ونه ګڼي.( زردشت)

32- په زړونو کې تر ټولو ښه زړه هغه دي چې د نورو د ځورولو فکر په کې نه وي.(زردشت)

33- ډېري خلک بې انصافه، بې منطقه او ځان محوره دي ؛ خو هغوي وبښه.( کوروش)

34- بريالى کسان بيلا بيل کارونه نه ترسره کوي، بلکي کارونه په بيلا بيلو بڼو تر سره کوي.( کوروش)

35- د نورو د سياست په وړاندي ريښتنولي ساده ګي ، او د نورو د ريښتنولۍ په وړاندي سياست خيانت دي.( ډاکټر على شريعتى)

36- پرون مې ګاونډي له لوږى مړ شو ، خو په ماتم کې يې پسونه حلال شول.(ډاکټر على شريعتى)

37- هغه زړه چې د بې کسۍ له امله يواځې وي ، کولاى شې هر څوک وزغمې.( ډاکټر على شريعتى)

38- په دردونو کې دوست نه خبرول خپله د مينې لرلو ېو ډول دي.( ډاکټر على شريعتى)

39- ستونزي ستر انسانان لوړوي ،او کوچنې انسانان وارخطا کوي.( ډاکټر على شريعتى)

40- که چيري نه شي کولاى چې ځان پورته بوځي ، نو د مڼي په څير واوسه ، تر څو په راغورځيدلو سره د يوه فکر لوړ کړې.(ډاکټر على شريعتى)

41- روزنه د بريا کيلي ده ، مګر دا چې سخته او ډېر وخت ته اړتيا لري ، نو ډېري انسانان لټان دي او زده کړي ته وخت نه ورکوي.( برايان تريسي)

42- په پلور کې بايد لومړى اعتماد جوړونه وکړئ.( برايان تريسي)

43- هغه کسان چې مالي مهارت لري بريالى دي، تاسو بايد په ورځ کې لږ تر لږه د اقتصاد او پانګوني په اړه دوه ساعته مطالعه وکړئ.( برايان تريسي)

44- د بوډايې ورځو لپاره په ځوانۍ کې شمع بله کړه.(افلاطون)

45- جبر او اختيار په هر ځاى کې يوشان نه وي.( ګل باچا الفت)

46- په رسمونو او رواجونو پسي مه ځه ، څه چې شريعت وايې هغه وکړه.( خوشال بابا)

47 عقل رڼا ده.( عبيدالله شاکر)

48- په نړۍ کې هيڅ داسي انسان نشته چې د مور حقيقت ونه منې.( شاکر)

49- دنيا له رزيلو خلکو ډک دي ، په هر حال کې پر الله (ج) او په خپل ځان باور کوه.(شاکر)

50- له پرون نه زده کړه وکړه ، نن ژوند وکړه او راتلونکي ته هيله مند اوسه.(البرت انشټاين)

👇
له حوصلې څخه مو مننه!!!
C

11/05/2023

نوی نظم مرمه مرمه 💯🥰🥰

Address

Chittagong Division

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when afghan page posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to afghan page:

Share