MawjNews

MawjNews د خبرونو باوري ادرس

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د پي او ار  ( POR) کارټ لرونکو د وتلو موده چې پوره شوې...
08/07/2025

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د پي او ار ( POR) کارټ لرونکو د وتلو موده چې پوره شوې وه د راتلونکي سیپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې غځولې ده.

څه باندې یوه اونۍ دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو، چې د پي او ار کارټ لرونکو په ګډون دې هېواد کې د میشتو بهرنیو وګړو د وتلو ضرب الاجل د تېرې جون میاشتې په ۳۰ مه پوره شوی دی.

وزارت خبرداری ورکړی وو، که په خپله خوښه غیرقانوني کډوال دا هېواد پرېنږدي، وبه نیول شي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29122

د کندهار سیمه ییز مسولین وايي دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (  F A O) په مالي ملاتړ ۱۵ سړې خونې جوړېږ...
08/07/2025

د کندهار سیمه ییز مسولین وايي دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( F A O) په مالي ملاتړ ۱۵ سړې خونې جوړېږي.

د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ویاند محمدحنیف حقمل په خبره یادې سړې خونې به د سبزیجاتو د ساتنې لپاره جوړې شي، چې په خبره يي ټولټال پرې ۲ سوه زره امریکايي ډالر لګښت راځي.

پر وینا يي دا سړې خونې د ژړۍ او خاکرېز په ولسوالیو کې جوړېږي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29114

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د قطر، ترکیې او یو شمېر افریقایي هېوادونو د پانګوالو له ریيس دوکتور حیا...
08/07/2025

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د قطر، ترکیې او یو شمېر افریقایي هېوادونو د پانګوالو له ریيس دوکتور حیات‌الله عتید او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

یاد وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د دې لیدنې د تایید ترخوا ویلي دواړو خواوو د برېښنا د تولید برخه کې له مختلفو سرچینو څخه د استفادې پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29109

د خوست سیمه ییز مسولین وايي وروستیو سیلابونو او سختو بادونو د دوی په ټکو د یاد ولایت د مرکز ترخوا په ځینو ولسوالیو کې خل...
08/07/2025

د خوست سیمه ییز مسولین وايي وروستیو سیلابونو او سختو بادونو د دوی په ټکو د یاد ولایت د مرکز ترخوا په ځینو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دې ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس دوست محمد هلال وايي د مرکز اړوند په د دویمې ناحیې په وېش مارکیټ سیمه کې دده په قول وروستي سیلاب له امله دوه کسان مړه شوي دي.

زیاتوي په همدې سیمه کې تر ۲۰ زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29101

08/06/2025

ویډیو: پنجشېر کې د وچکالۍ نخښې ښکاره شوي مګر مسولینو اقدامات کړي دي...

یوټیوب لینک: http://www.youtube.com/

د نورستان د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې د قیمتي ډبرو کان کې چاودنه رامنځته شوې ده. پېښه د دې ولایت امنیې قومنداني تاییدوي ا...
08/06/2025

د نورستان د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې د قیمتي ډبرو کان کې چاودنه رامنځته شوې ده.

پېښه د دې ولایت امنیې قومنداني تاییدوي او وايي چاوده د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې.

له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي پېښه کې ۱ کس ژوند بایللی او همدا ډول اووه نور ټپیان دي.

دغه راز خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې امنیتې ځواکونه پر وخت د پېښې ځاي ته رسېدلي او ټپیان يي روغتون ته انتقال کړي دي.

د یادونې وړ ده ډېری وخت په کانونو کې دا ډول چاودنې د غیر مسلکي استخراج له امله رامنځته کېږي.

د هلمند امنیې قومندانۍ موج نیوز ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي باغران، ګرشک او لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د کشفي م...
08/06/2025

د هلمند امنیې قومندانۍ موج نیوز ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي باغران، ګرشک او لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۸۷۶۴ کیلوګرامه بېلابېل نشه ‌يي او کیمیاوي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په استناد نيول شويو توکو کې ۴۳۹۵ کیلو ګرامه اهاک، ۳۳۰۰ کیلو ګرامه سوډا، ۶۹۰ کیلو ګرامه اکسيل،۱۲۸ليټره تيزاب، ۲۵۰ کیلو ګرامه سود، ۱۴۰۰ ګرامه خام چرس او۳۴ ګرامه نشه‌ یي ټابلیټونه شامل دي.

د یادونې وړ ده د عملیاتو پایله کې څلور تنه له دریو عرادو موټرو سره یو ځای نیول شوي، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي او له بشپړو پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د هرات ځايي مسولین وايي له ایران اوس مهال د راسنېدونکو شمېر د دوی په ټکو کم شوی دی. د دې ولایت وايي په همدې تېرو دوو ورځ...
08/06/2025

د هرات ځايي مسولین وايي له ایران اوس مهال د راسنېدونکو شمېر د دوی په ټکو کم شوی دی.

د دې ولایت وايي په همدې تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۱۳ زره کسان له اسلام کلا بندر هېواد ته راداخل شوي چې د نورو وختونو په پرتله د هغه په ټکو کموالی ښيي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله تقي زیاتوي په دې وروستیو کې چې دوی د اسلام کلا له لارې د افغانانو د راتګ بهیر څارلی معلومه شوې چې شمېره يي کمه شوې ده.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29088

ننګرهار او تخار کې د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو طرحې تایید شوې په جلال اباد ښار کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکیټ طرح...
08/06/2025

ننګرهار او تخار کې د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو طرحې تایید شوې
په جلال اباد ښار کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکیټ طرحه چې مرکزي حکومت ته د تایید لپاره استول شوې وه، منل شوې ده.

ویل شوي دې مارکیټ باندې چې تر ځمکې لاندې جوړېږي، ۹۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

له دې سره ترخوا د تخار په تالقان ښار کې هم یو لوی سوداګریز مرکز جوړېږي چې طرحه يي د مرکزي حکومت تایید کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دواړه طرحې له هر اړخیز بحث وروسته بین الوزراتي کمیټې د تایید وړ بللي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه  د اګست تر لومړۍ نېټې له ایران او پاکستان ...
08/06/2025

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د اګست تر لومړۍ نېټې له ایران او پاکستان څخه له دوه میلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوې دي.

د يادې ادارې د راپور په اساس، تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان له ایران او تر ۳۰۳ زرو ډېر کسان له پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

دغه سازمان زياتوي، د راستنيدو کډوالو سره د مرستې لپاره د بودجې د کموالي له امله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې یوازې د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیونه ډالرو له ډلې، ۲۴ سلنه یې برابر شوي دي.

د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفرانو تخمونه د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه ویشل کېږي. د کرنې، اوبو ل...
08/06/2025

د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفرانو تخمونه د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه ویشل کېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ به دغه ۷۰ بزګرانو ته چې د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې کرکیله کوي وویشل شي.

ویل شوي یاد تخمونه به نېش، غورک، میانشین، خاکرېز او معروف ولسوالیو کې بزګران ترلاسه کړي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29075

له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي وايي بې کارۍ اندېښمن کړي دي او دې چارې يي ژوند ور ګډ وډ کړی دی. وايي سره له دې ...
08/06/2025

له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي وايي بې کارۍ اندېښمن کړي دي او دې چارې يي ژوند ور ګډ وډ کړی دی.

وايي سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې کاري تجربې لري، مګر زیاتوي دې سره سره هم د کاري بوختیاوو پیدا کول ورته سخت دي.

پر وینا يي که دولت وسره همکاري وکړي لرې نه ده چې کاري بوختیاوې به ورته پیدا او له دې نامعلوم حالت به د دوی په خبره راووځي.

نور ولولئ: https://www.mawjmedia.com/ps/?p=29067

Address

808-5 Dufresne Court
North York, ON
M31B7

Telephone

+93706276875

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when MawjNews posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to MawjNews:

Share