01/07/2023
د اخلاقياتو سرچينه
کوم استدلال چې مونږه، د ارتقا منونکي، وړاندې کوو د اخلاقياتو د جوړخ يا د هغې د سرچينو په اړه نو هغه ﺯمونږ د انسان په تاريخي، حياتياتي او نفسياتي مطالعه او مشاهده باندې بنياد لري او مونږ ده هغې په بنياد وايو چې اخلاقيات به څنګه راغلې وي.
ﺯمونږ په نيز اخلاقيات د انسان د تهذیبي ساخت د جوړخ سره پيدا شوي دي چې کله انسان دې ته اړتيا ولرله چې بايد د بقا په خاطر وس يوځاې د نورو سره په کومک ژوند وکړي نو دغه ځاې انسان د خپل انفراديت نه څه برخه اجتماع ته وبښله. ولې چې تهذیبی ساخت د اخلاقياتو سره څه نه څه ﺯمه واريو سره په جبلت، فطرت، يا د خواهش د تکميل په لارو قدغنونه راوړي. که انسان دې اخلاقي اجتماعي ژوند ته خپل د انفرديت او اﺯادۍ نه دغه برخه نه وې بښلې نو ده خپله هم بيا ژوند نه شو کولې ولې چې حالات داسې وو چې انسانانو د خوراګ، حفاظت په خاطر يوبل ته اړتيا لرله. او يوځاې په امن اوسېدنې لپاره څه نه څه اخلاقي او قانوني اصول/قدرونه پکار وي. چې رياستي قانون په وجود کښې نه وو راغلې نو هم دا اخلاقيات د ټولنې د قانون په توګه کارېدل، که څه هم وروسته چې انسان د ګېډې د غم نه وﺯګار شه لګ نو ځان ته يې پام شو چې دا ﺯه څوک يم، دا چرته يم، څه کوم، او چرته روان يم. دا باران څوک کوي، شپه او ورځ څوک راولي، دا لمر څه دې، دا سپوګمۍ څه ده، دا پاس اسمان څنګ ولاړ دې او داسې بلها معمو ته چې يې پام شو نو ددې خبرو ځواب له هغه اساطېر وجود کښې راغلل، چې د اخلاقياتو يوه بله لاره وه، وس به هاغه څه ښه او بد ول چې د يو وخت د خدايانو په نظر به ښه او بد ول. څنګه چې د اخلاقياتو سرچينه بهرنې ماحول وو دغه رنګ د خدايانو ضرورت هم بهرنې معمې وې چې د انسان علم او عقل ورته نه رسېدو.
لنډه دا چې اخلاقيات ﺯمونږ، څوک چې په ارتقا يقين لري, مطابق هم د انسان د شعوري پرمختک سره په وجود کښې راغلي دي او د دې اخلاقياتو پرمختګ هم د انسان د شعوري ارتقا سره تړلې دې. لنډ مثال يې د پښتنو د سوَرې رسم به واخلو. تر دې دمه دا رسم په پښتنو کښې عامه خبره وه، بده به چا نه ګنړله، چې د رور د جرم په سزا کښې به خور ورکړې کېدله. وس دې پښتنو ته دا چا ووې چې دا کار غېر انساني څه چې غېر حيواني هم دې او نور ترې قلارېدل پکار دي؟ که په مذھب وې نو پښتانه به ترې پخوا قلار وې خو داسې ونه شوه. دا اخلاقي قدر چې د "ښه" نه "بد" شو په دې کښې د پښتنو د شعوري ارتقا لاس دې. چې دغې عمل ته يې اخلاقي قدر بدل کړو، د ښه نه يې بد کړو.
داسې بلها مثالونه مونږ په خپله هم کتلې شو چې يو عمل مخکښې ښه وو وروسته انسانان پوهه شول چې دا خو بد دې نو لاس يې ترې ووينځل، لکه مثال د غلامۍ ختمېدل او د هغې بد ګنړل خالص د انساني شعور سره تړلې څيز دې. په مذھبونو کښې غلامي روا ده او په ابراهم لنکن باندې خو څه وحي نه وه راغلې چې هغه ددې برخلاف په سياسي توګه مزاحمت وکړو او دا يې ختمه کړله. چې وس يې هر څوک غېر انساني او سپک عمل بولي.
د دور سره چې څنک بهرنې تقاضې بدلېدلې (بدليږي) انساني شعور مخ په وړاندې تلو (ځي) داسې داسې اخلاقيات هم بدلېدل (بدليږي)
مونږ په دې باوري يو چې د انساني اخلاقياتو سرچينه د انساني شعور او د بهرني ضرورت (ماحول) ملاپ دې.
ددې برخلاف کانټ وايي چې انساني قدرونه د انسان د عقل حصه ده، يعني د فطرت حصه يې ده او په عقلي او منطقي توګه رابهر کيږي. د کانټ مطابق چې اخلاقيات د انساني عقلي فطرت حصه دي نو معروضي او يونيورسل حېثيت لري يعني ټولو دپاره او هرځاې کښې يوشان دي، او دغه رنګ به په ټولو لاګو کيږي هم.
نيچه بل نظر وړاندې کوي چې د ښو او بدو سرچينه د کمزورو د طاقتور خلاف تعصب يا غصه ده. يعني د طاقت ور د فطري جبلتونو دباوهلو او د ﺯور کمولو دپاره کمزورو اخلاقيات ساﺯ کړل چې څه نه څه طاقت او نفسياتي بريا حاصله کړي په طاقتورو. دلته نيچه وايي چې کمزورو خپل خصوصيات (همدردي، ورورولي، قام ولي، اشترکيت، وغېره) په طاقتورو ښه ښکاره کړل او هغوي ته يې د هغوي خصوصيات (ځانګړتيا، حسد، انفراديت، خودغرضي، وغېره) بد ښکاره کړل او داسې يې د هغوي د شره د خلاصېدو حڅه وکړه.
دا ډېر کمزوری استدلالونه دي چې ددې برني په نيز دومره قوي عقلي، تاريخي او نفسياتي دلايل نه لري، ځکه مونږ د اخلاقياتو اولنې وضاحت حقيقت ته نزدې ګنړو.