Amer Yousafzai

Amer Yousafzai Censored by Meta since 2021/ political/geopolitical analysis History/ancient History & for exploration, et plus parler du la vie socio-culturels.

15/08/2026

د وزیر اعلی سهیل افریدي دروغ
Muhammad Sohail Afridi

15/08/2026
14/08/2026

یورپ چې څه رنګه د موسمي بدلون د بربادئ سره مخ دی همدغسې د معاشي نو ځکه خو موږ وایو خپلې سرمایې په خپل وطن کې ولګوئ خو ولې بیا ځواب راشي بد امني ده ،

موږ ورته وایو بدامني مدام د غربت څخه پیدا کیږي .
خو ولې دوي وایې د بد امنئ شاته ریاست دی
موږ ورته وایو ریاست له د جنګ ایندهن ستا خپله خاوره او خپله ټولنه پیدا کوی ځکه چې ستا ولس غریب دی .

دلته به د ریاست پلان هم هغه وخت ناکامه شي کله چې د غریب پښتون بچیان په روزګار شي .

14/08/2026

دا مهال یورپ سخت ترینې وچکالئ ته داخلیږي که چرې بارانونه په هفته دوه کې ونه شو نو زمیدار به د څاروو څخه لاس وینځي .

14/08/2026

د کال 1990 نه پس چې د پښتونخوا کومو پښتنو د افغانستان په نامه په یورپ ، برتانیه او اسټریلیا ، کنیډا او امریکې کې پناه ګانې اخستي د هغوي او د هغوي د کورنئ شناختي کارډونه په ترس کې پاکستان بلاک کوی .

دوي چې کله هم پاکستان ته سفر کوی نو ویزې اخلي او هم هغلته ورله ریکارډ راوباسي چې یې افغان او ریکارډ دې په نادرا کې د پاکستان دی ، یانې پاکستانی شناختي کارډ دې دیرش ، څلویښت کاله پخوا په غلا غولطئ جوړ کړی .

نه اوس دغه خلک افغانستان ته تلی شي او نه د پاکستان څخه منکریدلی شي او نه د امریکې او د یورپ پاسپورټ ختمولی شي او نه دغې ملکونو ته ویلي شي چې زه پاکستانی ووم خو پناه مې د افغانستان په نامه اخستی ده .

ځکه چې په دې حواله د یورپ او برتانیې د فراډ قانون موجود دی ، که چرې دوي پاکستانی ځان وروښودلو نو په نیشنلټي فراډ کې راځي .

دا هغه بلاک شناختي کارډونو والا دي چې موږ ته یې بعضې خلک د روزانه په بنیاد په سوشل میډیا بطور ویکټم کارډ مخې ته کوی چې پاکستان پښتنو ته د دریمې درجې مقام ورکوی نو ځکه ورله شناختی کارډونه بلاک کوی .

13/08/2026

برتانیې یو نیم سل کاله پښتانه ځپلي خو چې د ویزې او هغلته د ژوند خبره یې راشي نو خپل مال اسباب خرڅوي خو هغلته ځان رسوي .
ظلم په پښتنو امریکې غرب او عرب هم کړی خو ولې پښتانه ورله خپل جایدادونه ګاڼه کوی او هغلته رسیږي .

او چې چا یې تابیعت ترلاسه کړی نو بیا یې تپوس مه کوه .

بالا ټولې د ښه معشیت او ښه ژوند خبرې دي
چې چرته ښه هغلته شپه .

د شهاب الدین خان او امیر مقام لپاره پاکستان ځکه زنده باد دی چې معاشي ضرورتونه ترې پوره کوی او د هغې په نتیجه کې یې پکې ژوند ښه تیریږي .

د فیسبوک حریت پسندو هسې ځانله درانه ځکه کتلې چې غربت دی ، یقین وکړه که سبا د پاکستان نه د دوي معاشي اړتیاوې پوره شوې نو پاکستان د دوي لپاره هم چوده ګز دی هم زنده باد دی .

دوي هسې میدان ښایسته کوی چې زما کور او حجره یې بمبار کړې ، ګنې کورونه او حجرې دوي له امریکې او برتانیې او کاناډا هم ړنګ کړي د دوي لپاره بیا هغه ولې زنده باد دي ؟؟؟

دا هغه خلک دی چې دوي ووټ د پښتونخوا د ولس نه درې وارې په دې بیانیه واخستلو چې عوامي نیشنل ګوند د امریکې نه ډالرې اخستي ن...
11/08/2026

دا هغه خلک دی چې دوي ووټ د پښتونخوا د ولس نه درې وارې په دې بیانیه واخستلو چې عوامي نیشنل ګوند د امریکې نه ډالرې اخستي نو ځکه په پښتونخوا کې بد امني وه خو چې کله دوي خپله دیارلس کاله په امنیت ورکولو کې ناکامه شو نو اوس یې کوشش دا وي چې د ولس مخ نورو موضوع ګانو ته واړوي . او د اصل مسایلو څخه یې لرې وساتي او په خپلو ناکامیو پردې واچوي .

داسې قسمه سیاستمداراونو ته موږ د سیاست په ژبه کې populist وایو .
پاپولسټ سیاستمداران څنګه مینځ ته راځي او ولس په ځان پسې کوي .

د قدیم رومن تاریخ څخه واخله د انقلاب فرانس نه مخکې په دې نړئ کې د داسې قسم سیاست ډیر مثالونه موجود دي .

راځم مهم ټکي ته چې داسې قسم خلک د سیاست په میدان کې څوک ایجادوي ؟

په لومړي ګام کې د دوي شاته د ملک ایلیټ کلاس + بزنس کلاس خلک وي .

ایلیټ کلاس خلکو ته د شګو بوجئ پکار وي چې دوي ترې شاته پټ کیني او نظام په کنټرول کې وساتي او د بزنس کلاس خلکو لپاره لازمه وي چې دوي پبلک سیکتر ته ورسیږي او د هغې پبلک سیکتر نه چې کومه مالیه راوځي چې هغه هغوي ته نیغ په نیغه ورسیږي او ولس ته ترې هیڅ ګټه ونه رسیږي .

په داسې حال کې دغه پاپولسټ سیاستمداران هره ورځ نوې مسله او نوې موضوع راوړي چې په ولس کې خپله بیانیه مضبوطه وساتي او د دوي مخ د اصلي مسایلو څخه واړوي او کله چې د دوي مخ واوړي نو دوي به هم هغه ایلیټ کلاس خلکو ته ګټې رسوي .

په داسې رقم سیاست کې دې عمل ته controlling narrative ویلي کیږي .

موږ به اوس لږ شاته لاړ شو .
عمران خان په کال 2010 کې په لومړي ځل په کراچئ کې غټه جلسه وکړه او ددغې جلسې همایت الطاف حسین کړی وو .

دوهم د میډیا توجو هم سل في صدي دوي اړخ ته وه .

دریم کراچئ چونکې تجارتي ښار دی او د پاکستان بزنس کلاس خلک هم هغلته پروت دی .

ایلیټ کلاس خلک په میډیا نمودار شو او هر یو پخواني جرنیل د عمران په حق کې تجزیې پیل کړې .

دې عمل ته په پاپولسټ سیاست کې flooding the zone ویلی کیږي یانې میډیا ته په تسلسل خبرونه ورکول .
ای ، آر ، وائ او نوره میډیا داسې لګیدله چې د عمران خان خپله وي
د داسې میډیا کار وي د یو خبر د پاڅه بل خبر ورکول .
یانې چې لومړي دروغ په دوهم تیر رفتاره دروغو پټ کړي او د لومړی دروغو په حقله هیڅ سوال پورته نه شي .

په داسې سیاست کې د د میډیا دوهم عمل کوم عمل ته چې direct to consumer media میډیا ویلی شي .

د داسې میډیا کار د حقیقي خبرونه څخه مخ اړول وي او دوي په تسلسل سره ولس ته هغه پاپولسټ مخونه راوړاندې کول چې مخالف سیاستمداران او روایتي جرنلزم پرې بدنام کړي .

نن هم موږ ګورو کوم جرنلسټ چې د عمران په صوبه کې د دیارلسو کالو په کارکردګئ سوال پورته کوي نو هغه ته لفافه ویلی کیږي .

دریم عمل کوم ته چې په داسې سیاست کې د Shield Maneuver هم ویلی کیږي داسې قسم سیاست مدارانو مدام کوښښ دا وي چې دوي کله هم میډیا ته مخې له راځي نو د ولس د مسایلو پرځائ به د دوي بحث د خپل پاپولسټ مشر څخه ګیر جاپیره تاویږي .

ښکاره مثال یې موږ وینو نن سبا چې کله هم یو جرنلسټ د پیټي ائ په مشرتابه د بد امنئ سوال کوي نو د دوي ځواب د امنیت راوستلو نه وي بلکې د دوي ځواب د عمران خان څخه ګیر چاپیره تاویږي .

لکه مثلا عمران خان په جیل کې دی تر کومې چې بهر نه شي نو امن نه شي راتللی . دوهم سوال که چرې یو جرنلسټ دا وکړو چې عمران خان په جیل کې نه وو بهر وو نو هم دلته بد امني وه نو د دوي ځواب به مدام دا وي چې هغه د وفاقي حکومتونو کار وو .

په داسې مسلسل حالاتو کې دوي د قوم یو لوی اکثریت د سیاسي ناروغتیا سره مخ کړي کومې ته چې memory hole ویلی کیږي .

په داسې عمل کې د ولس د یادونې صلاحیت مړ شي ، ځکه د دوي په ذهن مسلسل د بیانیې د کنڼرول بمباري جوړه وي .

د الیکترونک میډیا څخه واخله د سوشل میډیا پورې به د خبرونو یوه لړئ جوړه وي څوک به د لیډر په لباس خبرې کوی څوک په څپلو او څوک په صحت .

کله چې داسې خبرونه ډیر زیات شي نو حقایق او د ولس مسلې پکې پټې شي دې عمل ته په داسې قسم پاپولسټ سیاست کې The outrage cycle ویلی کیږي د سوشل میډیا او الیکترونیک میډیا الګوریدام دومره زیات شي چې که چرې پرون سل نفره بې ګناه وژلي شوي وي نو دغه خبرونه د ولس مخ واړوي او د دوي عصه یخه کړي او د ولس ډیر زر خپل قتل عام هیر شي .

کله چې دا عمل جاري وي نو ولسونه د خپلو اصلي مسایلو د بیانولو نه ستړي شي او د دوي هیڅ پرواه نه د ځان په اړه وي او نه د خپل راروان وخت .
امیر یوسفزی

10/08/2026

یو بډنګان به په ټیکټاک غوبل جوړ کړو چې افغان یمه ، او په خپل ټیکټاک به یې ناپوهان پوه کول 🤦‍♂️
بل بډنګان راغی هغه جانان کړو .
دریم بډنګان راغې هغه ورته ویل ستا په جیب کې د پاکستان تذکره پراته ده ته څنګه افغان یې ؟
څلورم بډنګان یې تذکره او قومیت د یو بل څخه بیل کړل ،
پنځم بډنګان د دین کتابونه واخستل او مباحثه یې ورسره پیل کړه .
شپږم بډنګان د تاریخ نیم کتابونه واخستل چې غلط یې ثابت کړي .
اووم بډنګان پسې بډې او پټکی وتړل چې لومړی بډنګان سم دم زمکې له راوبغوي .

اتم بډنګان له یې لاس د ورولئ ورکولو هغه ورته ویل موږ د ورورئ د لاس اخستلو په ځائ په غاښو کې سوک ورکوو .

نهم بډنګان پسې د ټیکټاک کمپاین پیل کړو چې دا د ای ایس ای جاسوس دی .

لسم بډنګان ویل ما چې وړمبې بډنګان د دوهم بډنګان سره په واشنګټن کې غاړه غټئ ولیدلو نو داسې مې محسوسه کړه چې لروبر افغان یو شو.

یوولسم بډنګان په واشنګټن کې د لروبر افغان په غاړه غټئ کیدلو د کرن خان د کنړ او نورستان نغمې زمزمه کړې .

اخره کې دولسم بډنګان د کولن څخه پیغام ورولیږلو چې تر اټکه پورې خراسان وو نه چې لوی افغانستان .

دولسم هوښیار وو او د لروبر د افغانانو دانشور یې خپل شاګرد جوړ کړو او بیرته یې تک شین بډنګان کړو .

زه هم خوشاله شوم ځکه چې د مکان او زمان خبرې دي چې ایله سړی د عقل خاوند شو .

09/08/2026

نپولین د روس پورې لاړو هم دا نسل اسونه وو چې د هغه ملټرئ به کارول ، دې وخت کې کرکیله هم د فرانس د بعضې سیمو او د سویس خلکو په دې نسل اسونو کومو ته چې فرنچ مونتاني ویلې کیږي په دې کوله . دا نسل د فوځ لپاره ځکه ضروري وو چې دې به توپ ښه راښکلو ، وخت بدل شو او د ملټرئ د اس ځائ جدید ټانک واخستلو دغسې د کرکیلې ځائ ټریکټر خو ولې ددې نسل ارزښت نور هم زیات شو .

او د سویس خلکو دا نسل د مختلفو لوبو لپاره ټریننګ کړو .

نن دا نسل په یورپ کې خاصه نامه لري .

نپولین د روس پورې لاړو او په کومو اسونو چې د هغه لښکرې تللې هم هغه اسونه د دې ځائ خلکو د تاریخ ژوندي ساتلو په توګه وساتل .

د ددې اسونو د نسل د ژوندي پاتې کیدلو او د دې د پرمختګ لپاره د سویس د جورا ریاست دولت هرکال د اګست په میاشت کې د دریو ورځو میله جوړوي او د یورپ د مختلفو هیوادونو خلک ددې میلې نه خوندونه اخلي او هم دلته دا اخلي او خپلو هیوادونو ته یې د لوبو لپاره له ځانه سره بوځي .

09/08/2026

بونیریان هم په عمران خان مئین دي خو ولې د باجوړیانو د عمران خان سره مینه د کماله ډکه ، بې مثاله ، او لازواله ده

Adresse

Le Noirmont

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Amer Yousafzai erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an Amer Yousafzai senden:

Verknüpfungen

Teilen