Cric TV

Cric TV په دې پاڼه تاسو ته د کرکټ له ډګره تازه، دقیق او مهم معلومات خپریږي.

10/05/2025

رحمن الله ګربز په خير خیریت او خوندي توګه له هند څخه ووت.
هغه نن دوبۍ ته ورسېده.

له پاکستان سره د روانې جګړې له کبله د آی پي اېل پاتې سیالۍ وځنډول شوې.د پي ايس اېل پاتې لوبې هم دوبۍ ته انتقال شوي دي.
09/05/2025

له پاکستان سره د روانې جګړې له کبله د آی پي اېل پاتې سیالۍ وځنډول شوې.
د پي ايس اېل پاتې لوبې هم دوبۍ ته انتقال شوي دي.

راشد دا انځورونه تازه په خپل انسټاګرام خپاره کړي دي.زمونږ د وطن خانه!د کرکټ په نړۍ دې د خانۍ دور تل تر تله اوسه.
08/05/2025

راشد دا انځورونه تازه په خپل انسټاګرام خپاره کړي دي.
زمونږ د وطن خانه!
د کرکټ په نړۍ دې د خانۍ دور تل تر تله اوسه.

کشمیر ته نږدې په درمشاله لوبغالي کې، د پنجاب کېنګز او ډهلي تر منځ لوبه هم وځنډېده.هلته نږدې سیمو باندې د پاکستان لخوا د ...
08/05/2025

کشمیر ته نږدې په درمشاله لوبغالي کې، د پنجاب کېنګز او ډهلي تر منځ لوبه هم وځنډېده.
هلته نږدې سیمو باندې د پاکستان لخوا د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د پاکستان راولپنډۍ کې د پي ايس ايل د نن شپې کېدونکې لوبه وځنډېده.هلته لوبغالي ته نږدې تېره شپه هندي الوتکې برید کړی دی.د...
08/05/2025

د پاکستان راولپنډۍ کې د پي ايس ايل د نن شپې کېدونکې لوبه وځنډېده.
هلته لوبغالي ته نږدې تېره شپه هندي الوتکې برید کړی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ غواړي پاتې لوبې په کراچۍ، دوبۍ او یا قطر کې وکړي.

08/05/2025

هندي ځانمرګې ډرون الوتکې راولپنډۍ لوبغالي ته نږدې بريد کړی دی.
دې لوبغالي کې نن شپه د پيښور زلمي او کراچۍ لوبډلو ترمنځ لوبه هم پلان شوې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ اوس بېړنۍ غونډه رابللې او د پي ايس ايل د پاتې لوبو د دوام يا لغوه کېدو پرېکړه به کوي.

نور احمد له بریا وروسته:«واقعاً نن ډېر خوښ یم، نن موږ د يو ټيم په توګه ښه لوبه وکړه. له خپلې توپ اچونې هم خوشحال یم. زه ...
07/05/2025

نور احمد له بریا وروسته:
«واقعاً نن ډېر خوښ یم، نن موږ د يو ټيم په توګه ښه لوبه وکړه. له خپلې توپ اچونې هم خوشحال یم. زه هڅه کوم چې ارغواني خولۍ ترلاسه کړم، خو اصلاً زه د خپل ټیم لپاره ښه لوبه کول غواړم او غواړم چې په هر حالت کې ورسره مرسته وکړم. نن د رګهوونشي ویکټ اخیستل زما د خوښې ویکټ وه.»

کوه نور د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو. یو لک هندۍ کلدارې جایزه یې واخیسته.په خپلې جادويي توپ اچونې یې د کلکتې مهم لوبغاړي ...
07/05/2025

کوه نور د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو. یو لک هندۍ کلدارې جایزه یې واخیسته.
په خپلې جادويي توپ اچونې یې د کلکتې مهم لوبغاړي تس نس کړل او د چینای په نننۍ بریا کې یې مهم رول ولوبوه.
مبارک یې شه.
په وروستۍ لوبه کې یې هم د ځلېدو په هيله 🫶

د ډهلي کپیټلز لوبډلې مشر روزونکي هیمنګ بداني:«صديق اتل یو ځوان استعداد دی چې د افغانستان د ځوانانو او سینیر ټیم لپاره یې...
07/05/2025

د ډهلي کپیټلز لوبډلې مشر روزونکي هیمنګ بداني:
«صديق اتل یو ځوان استعداد دی چې د افغانستان د ځوانانو او سینیر ټیم لپاره یې پخپل پرفارمنس سره هرڅوک متاثره کړي دي. د ټورنمنټ دې مهم پړاو ته په رسیدو سره، د هغه شتون به یقیناً زموږ د بیټینګ لاین اپ ته ژوروالی او قوت ورکړي.»

نور احمد نن یو وار بیا په روانو ای پي ایل سیالیو کې څلور لوبغاړي وسوځول او د کلکتې د ډېرو منډو مخه یې ونیوله.پر هغه د لو...
07/05/2025

نور احمد نن یو وار بیا په روانو ای پي ایل سیالیو کې څلور لوبغاړي وسوځول او د کلکتې د ډېرو منډو مخه یې ونیوله.
پر هغه د لوبې مهم وخت او ان ډیت اورونه وشول، چې خورا ښه ثابت شو.
اوس مهال نور احمد او پراسید کرېشنا دواړه شل‌ـ شل ویکټې لري؛ خو کرېشنا بیا د اقتصادي توپ اچونې له کبله په لومړي سر کې دی.
دا کومه وړه او عادي خبره نه ده، چې د ای پي ایل په څېر د نړۍ په غوره لیګونو کې دویم مقام له ځان سره وساتې او د داسې توپ وهونکو پر وړاندې توپ اچونه وکړې، چې ستا له عمر یې زیات کرکټ کړی وي.
مونږ، چې پر خپلو لوبغاړو نازېږو؛ غرور پرې کوو او نړۍ ته یې د بېلګې په توګه وړاندې کوو؛ نو یوه وړتیا او استعداد پکې خامخا وي.
که د نور احمد عمر وګورئ، نو د ای پي ایل له لیګ یوازې دوه کاله مشر دی؛ یعنې کله چې ای پي ایل پیل شو؛ نور احمد دوه کلن و.
که د نور په اړه د مبصرینو؛ یا د هندي لوبغاړو او یاهم په ټوله کې د چینای د مینه‌والو تبصرې ولولئ، نو په خپل دغه نایابه غمي به لا ډېر وویاړئ!
نوره!
د افغانستان د عظمت او عزت لپاره دې هم د بخت ستوری تت مه شه.

تازه خبر!د افغان لوبډلې تېز توپ وهونکی، صدیق الله اتل په آی پي ايل کې د ډهلي کپيټلز لوبډلې لوبډلې له لوري واخیستل شو.هغه...
07/05/2025

تازه خبر!
د افغان لوبډلې تېز توپ وهونکی، صدیق الله اتل په آی پي ايل کې د ډهلي کپيټلز لوبډلې لوبډلې له لوري واخیستل شو.
هغه د هرې بروک په ځای انتخاب شوی دی.
مبارک یې شه.
د لوبيدو او ځلېدو په هيله یې.

نوراحمد دی چې ځلېږي 🫶څلورمه ویکټ یې هم واخیسته. د خپل وروستي اور په درېيم بال یې رينکو رخصت کړ.په سږني آي پي ايل کې یې و...
07/05/2025

نوراحمد دی چې ځلېږي 🫶
څلورمه ویکټ یې هم واخیسته. د خپل وروستي اور په درېيم بال یې رينکو رخصت کړ.
په سږني آي پي ايل کې یې ويکټې شلو ته ورسېدې.
د لا بریاوو په هيله یې

Adresse

Berlin

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Cric TV erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an Cric TV senden:

Teilen

Kategorie