AVR پښتو

AVR پښتو موږ مو له مهمو پیښو خبروو او هرڅه ته چټک پوښښ ورکوو. www.avr.fm

Afghanistan Voice Radio (AVR) is operating as an online internet radio platform, aiming to provide uncensored broadcasts for the people of Afghanistan. Operating from a German city, AVR broadcasts a 6-hour program four times within a 24-hour period, reaching thousands of listeners in Afghanistan via social media channels.​

The focus of AVR's broadcasts on women's education, human rights, freedom

of expression, and addressing issues like illegal immigration is crucial, especially considering the limitations imposed by Taliban censorship. Since August 15, 2021, when the Taliban assumed power, there has been a significant lack of diverse voices and information accessible to the Afghan population.​

20/12/2025

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د سخت، ناعادلانه او ژوند ګواښونکي وضعیت په غبرګون کې په پاریس کې اعتراضي لاریون وکړ.

‏په پاکستان او ایران کې مېشت لسګونه افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ له بې‌سارې ناورین سره مخامخ دي. د پناه غوښتنې کېسونه یې رد شوي یا له انټرویو وروسته د اوږدې مودې لپاره بې‌ځوابه پاتې دي او همداراز ګڼ شمېر نور لا هم انټرویو ته د بلنې په تمه دي. دا اوږد او مبهم انتظار د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.

‏افغان خبریالان په پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، مالي ستونزو، شدیدو رواني فشارونو، د پولیسو له‌خوا له پرله‌پسې ځورونې، نیونې او د جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخامخ دي. دغه وضعیت د ځینو خبریالانو لپاره تر دې بریده رسېدلی چې د ځان‌وژنې هڅې یې هم کړې دي.

‏له بلې خوا، هغه خبریالان چې د جبري ډیپورټ یا ناچارۍ له امله کابل ته ستانه کړل شوي، هلته له جدي امنیتي ګواښونو، تعقیب، نیونو، لادرکۍ او نورو بشري سرغړونو سره مخامخ دي. دا حالت نه یوازې د خبریالانو ژوند، بلکې د هغوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.

‏د دې ټولو ناخوالو په منځ کې فرانسه د ډېرو افغان خبریالانو لپاره یوازینۍ هیله یادېږي؛ هغه هیله چې کولای شي د هغوی ژوند وژغوري او د انساني کرامت ضمانت وکړي. شاوخوا ۱۵۰ خبریالان په ایران او پاکستان کې د فرانسې ویزو ته په تمه دي.
په تېرې یوې اوونۍ کې ۶ خبریالان له پاکستان نه جبري افغانستان ته ډيپورټ شوي دي.

راپورونه وايي، له افغانستان څخه ايران ته په قاچاقي لارو تلونکي شاوخوا ۳۰ ځوانان د سختې يخنۍ له امله مړه شوي دي. تر اوسه ...
20/12/2025

راپورونه وايي، له افغانستان څخه ايران ته په قاچاقي لارو تلونکي شاوخوا ۳۰ ځوانان د سختې يخنۍ له امله مړه شوي دي.

تر اوسه د ۱۵ تنو جسدونه بېرته د هرات ادرسکن او کهسان ولسواليو ته لېږدول شوي او د پاتې هغو په اړه معلومات نشته. ښايي د تلفاتو شمېر تر دې زيات وي.

پر دغې لاره هره ورځ سلګونه کسان په غير قانوني توکه اروپا ته د رسېدو په تکل سفر کوي.

20/12/2025

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکیو روبیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غزې ته د پاکستاني پوځیانو د استولو غوښتنه امریکا نه ده کړې. نوموړي ادعا کړې، چې دا غوښتنه په خپله د پاکستاني پوځ مشرانو له امریکا څخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان خپل پوځ د نړۍ تر ټولو اسلامي او پاک پوځ بولي.

19/12/2025

پر خواله رسنیو هغه ویډیو پراخ ډول خپره شوې چې د پښتونخوا په دیر کې د افغان زدکوونکو د مخه ښې مراسم په کې ښکاري.

دوه افغانې نجونې له خپلو ځايي ټولګیوالو سره داسې تمثیل کوي چې د ناستو کسانو احساسات پاروي او د غونډې ګډون وال ورته ژاړي.

په دې ناسته کې د سیمې خلکو د پاکستان د حکومت تګلارې غندلې دي. په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا کې هم د پولیسو له لورې د افغان کډوالو د ربړولو لړۍ چټکه شوې.

19/12/2025

افغان روباټیک ټیم د آسیایي هېوادونو د روباټیک ټیمونو سیالیو ته لاره ومونده

ټاکل شوې ده چې دا سیالي د راتلونکي کال ۲۰۲۶ د جنورۍ په میاشت کې ترسره شي، او افغان روباټیک ټیم به پکې ګډون ولري.

دغو سیالیو ته د غوراوي سیالي د چین په شانګهای ښار کې ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې د افغان روباټیک ټیم په استازیتوب انجنیر عبدالجلیل ګډون کړی و.

افغان روباټیک ټیم د KEENON شرکت سره په همکارۍ د انسان‌ شکل روباټ پر جوړولو کار کړی و.

یاده سیالي د Global Developer Pioneer Summit (GDPS 2025) تر عنوان لاندې ترسره شوه.

افغان روباټیک ټیم وتوانېد چې د آسیايي هېوادونو د روباټیک ټیمونو سیالیو ته لاره ومومي.
افغان روباټیک ټیم وایي چې په راتلونکي کې د خپل هېواد استازیتوب په میړانه وکړي،
او د سیالیو له لارې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

افغان هنرمنده او د ‘’ستاره افغان’’ سندریزې خپرونې مشهوره څېره زلاله هاشمي له څو میاشتو تري تم کېدو وروسته بالاخره غږ پور...
18/12/2025

افغان هنرمنده او د ‘’ستاره افغان’’ سندریزې خپرونې مشهوره څېره زلاله هاشمي له څو میاشتو تري تم کېدو وروسته بالاخره غږ پورته کړی او وایي له افغانستانه بهر اوسي.
د سږ کال په وږي میاشت کې نوموړې ناڅاپه تري تم شوه او له هغه وروسته د دې په هکله ډول-ډول ګنګوسې خپرې شوې، تر دې چې ځینو ویلي و، زلاله هاشمي تښتول شوې ده.
زلاله هاشمي له نژدې شپږ میاشتو غیابت وروسته له افغان سندرغاړې او د ښځو حقونو له فعالې اریانا سعید سره اړیکه نیولې او وايي، ‘’ژوندۍ او روغه رمټه ده.’’
زلاله هاشمي د بي بي سي له محجوبه نوروزي سره یوه ځانګړې مرکه کې چې اریانا سعید یې زمینه برابره کړې وه، په ټینګار سره وویل، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه یې خپله کړې او هېڅ یوه کس یا مرکز یې له هېواده د وتلو په چاره کې رول نه درلود.
مخکې په افغانستان کې د تالبانو حکومت مسوولینو ویلي و، چې د زلاله هاشمي د تري تم کېدو په تړاو یې د هغې ځینې خپلوان نیولي او پلټنې یې پیل کړې دي.

ټرمپ ولس ته په وینا کې: اقتصادي ستونزې حلوم او د امریکا په تاریخ کې به د مالیاتو بیساری کموالی ووینئد متحدو ایالیتونو ول...
18/12/2025

ټرمپ ولس ته په وینا کې: اقتصادي ستونزې حلوم او د امریکا په تاریخ کې به د مالیاتو بیساری کموالی ووینئ
د متحدو ایالیتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ډسمبر ۱۷ د واشنګټن ډي سي په وخت د شپې په نهو بجو خپل ولس ته وینا وکړه.

ښاغلي ټرمپ په خپلې وینا کې وویل چې حکومت یې هغه اقتصادي ستونزې او ننګونې سموي چې له تېر حکومت څخه ده ته په میراث کې پاتې دي. هغه همدغه راز د امریکا د سرحدونو د خوندیتوب او دنشه يي توکو سره د متحدو ایالتونو د مبارزې یادونه هم وکړه.

نوموړي وویل چې ده ته ورپاتې ګډوډي به «سموي» او ژمنه یې وکړه چې بل کال به د امریکا په تاریخ کې د مالیاتو تر ټولو بیساری کموالی راولي. هغه وویل چې حق الزحمې لوړې شوې او د کورونو مورګیجونه به کمېږي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «د دغه کامیابیو ډېره برخه د تعرفو له کبله دي. د تعرفې کلمه زما د خوښې کلمه ده، چې له لسیزو راهېسې نورو هېوادونو زموږ په ضد کاروله، خو نور نه. هېوادونه پوهېږي که په امریکا کې جوړ شي، تعرفې به پرې نه وي، همدا علت دی چې متحدو ایالتونو ته په بېسارې شمېر کې را روان دي.»

هغه همدغه راز د سولې په اړه د خپلو هڅو او د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي په اړه د خپلو اقداماتو یادونه وکړه. ښاغلي ټرمپ وویل چې له بحر او سمندر له لارو د نشه يي توکو قاچاق ۹۴فیصده کم شوی دی.

هغه وویل: «موږ په خپلو ښوونځیو کې د شریرو بنسټپالو کنټرول مات کړ... ما د امریکا ځواک بېرته راوګرځوه، په لسو میاشتو کې مې اته جګړې خلاصې کړې، د ایران اتومي ګواښ مې ختم کړ او په غزې کې مې جګړه پای ته ورسوله، په منځني ختیځ کې مې په لومړي ځل په ۳۰۰۰ کالونو کې سوله راوستله.»

متقي: افغانستان له سخت وضعیته وتلی او نور باید د یوې ( مسئلې ) په سترګه ورته ونه کتل شيد تالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزی...
18/12/2025

متقي: افغانستان له سخت وضعیته وتلی او نور باید د یوې ( مسئلې ) په سترګه ورته ونه کتل شي

د تالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان دا مهال له سخت وضعیت څخه وتلی او باید د «مسئلې» په توګه ورته ونه کتل شي.

د تالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۷مه په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو له رئیس او د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي سره په لیدنه کې، په تهران کې د ځانګړو استازو د وروستۍ ناستې په اړه د معلوماتو تر اورېدو وروسته، د خپل رسمي دریځ په توګه څرګندې کړې دي.

امیرخان متقي زیاته کړې چې د دوی د حکومت بهرنۍ تګلاره د خپلو اساسي اصولو په چوکاټ کې سیمه‌ییزو هېوادونو سره له فعالو او په همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې محمدرضا بهرامي ویلي، ایران غواړي چې د تالبانو حکومت د سیمه‌ییزو همکاریو د یوه غړي په توګه رول ولري او همدارنګه یې تهران ته د رسمي سفر په خاطر د ایران د بهرنیو چارو د وزیر رسمي بلنه د تالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته رسولې ده.

د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو او روسیې ناسته» د یکشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۴مه په تهران کې ترسره شوه.

د دې ناستې د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې ګډون کوونکو هېوادونو پر سیمه‌ییزې همغږۍ او د ستونزو او شته ننګونو د حل لپاره د سیمې پر مرکزي رول ټینګار کړی، چې پکې د افغانستان اړوند ځینې مسایل هم شامل دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ ګواښ د سیمې له جدي ننګونو څخه دی، او ټینګار یې کړی چې د تالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو د بشپړې او بې‌توپیره پاکولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

17/12/2025

پاکستان
پنچاب منډي بهاوالدین: په ملکوال سیمه کې د واده په مراسمو کې ډزې وشوې
د منډي بهاوالدین په ملکوال سیمه کې د شاهي نواب د واده په تالار کې د واده په مراسمو کې د ډزو یوه پیښه رامنځته شوه.
د څو کسانو د ټپي کېدو او مړینې خبرونه ورکړل شوي دي بشپړ جزیات وروسته

ټرمپ امریکا ته د اس ای وي کیس لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه کړافغان ایوک ټولنې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټر...
17/12/2025

ټرمپ امریکا ته د اس ای وي کیس لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه کړ
افغان ایوک ټولنې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ امریکا ته د اس ای وي (SIV) کیس لرونکو افغانانو لپاره د سفر معافیت لغوه کړی دی.

دغه ټولنې د سه شنبې په ورځ د (ډیسمبر۱۶مه) پر خپله ایکسپاڼه د دې سازمان د مشر شان ون دایور په حواله لیکلي،" د امریکا حکومت د ملي ګارد پر سرتیرو د یوه افغان له له بریده ناوړه ګټه پورته کوي څوامریکا ته، په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د ورتګ مخه ونیسي".

دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د سفر دغه بندیز امریکا ته د کډوالۍ له پخوانیو اصولو له هغې ډلې د کورنیو د ملاتړ خلاف اقدام دی او ژر تر ژره باید لغوه شي.

افغان ایوک په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان دی.

د امریکا په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د افغان کډوال په برید کې چې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې په کې ووژل شوه، د ټرمپ ادارې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.

د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړهد افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په تو...
17/12/2025

د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې ۱۲۴ منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.

افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.

افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.

په افغانستان کې د امنیتي شرایطو د خرابېدو له امله او بهرنيانو ته د ګواښ له وجې بريتانيا خپلو وګړو ته امر وکړ چې افغانستا...
16/12/2025

په افغانستان کې د امنیتي شرایطو د خرابېدو له امله او بهرنيانو ته د ګواښ له وجې بريتانيا خپلو وګړو ته امر وکړ چې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې افغانستان کې دا مهال خپلو وګړو ته هېڅ راز د امنیت تضمين نشي ورکولی،او قونسلي خدمات ورته نشي وړاندې کولی.

بريتانيا وروسته له هغې دا څرګندونې کړي، چې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان‌ترمنځ جګړه شوې او له دغه هېواد سره ټولې لارې تړل شوي دي.

Adresse

Hölderlinstrasse 30, Germany
Bonn
53121

Telefon

+491783031877

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von AVR پښتو erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an AVR پښتو senden:

Teilen