
08/07/2025
د شهید ګیلمن وزیر د شهادت د لومړي تلین په مناسبت
نن د هغه زړور، پاک ضمیره، او سخت وطنمین انسان د مرګ یو کال پوره شو، چې د خپل ولس، خپل وطن، او د حق لپاره یې سر ورکړ.😔
شهید ګیلمن وزیر یوازې یو نوم نه و، بلکې یو فکر و، او د غیرت، میړانې او وفادارۍ ژوندی سمبول و. هغه زموږ د ملت درد درک کړی و او د هغه لپاره یې تر خپله وسه مبارزه وکړه.
زموږ زړونه لا هم د هغه د یادونو ډک دي. دا ورځ موږ ته یوازې د یوه شهید یاد نه، بلکې د یوه مسیر تعقیب هم راپه یادوي.
خدای دې وبخښي، جنت الفردوس دې نصیب شي
یاد دې تل ژوندی وي
#تلین