12/12/2025
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ یو ځل بیا زیات شوی دی. نوموړي دا څرګندونې نن د ترکمنستان په عشقاباد ښار کې د سولې او باور نړیوال کال فورم ته د وینا پر مهال وکړې. شهباز شریف وویل، طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې او مکلفیتونه عملي کړي او د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.