Shal Tv News

Shal Tv News Kontaktinformationen, Karte und Wegbeschreibungen, Kontaktformulare, Öffnungszeiten, Dienstleistungen, Bewertungen, Fotos, Videos und Ankündigungen von Shal Tv News, Fernsehsender, Offenburg.
(1)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له...
11/09/2026

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، روسیې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ائتلاف سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.
لاوروف په یوه مرکه کې ویلي، د روسیې ـ ناټو شورا د افغانستان په اړه یو پراخ پروګرام تصویب کړی و چې له مخې یې روسي چورلکې د نړیوال ائتلاف په واک کې ورکړل شوې، استخباراتي معلومات شریک او د ماین پاکۍ اړوند پروژې هم ترسره شوې.
د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته؛ لاوروف افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه ویلي، واشنګټن له نړیوالې همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ملاتړ څخه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره استفاده ونه کړه، بلکې خپلې جیوپولیټیکي موخې یې هم تعقیب کړې او په سیمه کې یې خپل حضور او نفوذ پراخ کړ.
لاوروف د امریکا پر دې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې وروسته ورته چلند په نورو برخو کې هم څرګند شو.

وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حکومت طالبان اعلام کرده است که مولوی عبدالکبیر، سرپرست این وزارت، با عرفات جمال، مسئول...
11/09/2026

وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حکومت طالبان اعلام کرده است که مولوی عبدالکبیر، سرپرست این وزارت، با عرفات جمال، مسئول دفتر کمیساریای عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان، دیدار کرده است. به گفته این وزارت، در این نشست درباره راه‌های رسیدگی به مشکلات پناهجویان افغان و افزایش رایزنی با کشورهای میزبان گفت‌وگو شده است.
این وزارت افزوده که قرار است در ماه اکتوبر، یک نشست بین‌المللی در سوئیس با محوریت وضعیت پناهجویان افغان و موضوع اخراج‌های اجباری برگزار شود. همچنین، طرف‌ها درباره برگزاری نشست سه‌جانبه میان افغانستان، ایران و سازمان ملل در کابل به توافق رسیده‌اند. عبدالکبیر از کمک‌های سازمان ملل به مهاجران و بازگشت‌کنندگان افغان قدردانی کرده و گفته است که برای جذب همکاری‌های بیشتر، برنامه‌هایی در این زمینه روی دست گرفته شده است.

نشست دو روزه جمهوری‌خواهان امریکا در شهر دالاس ایالت تگزاس با هدف تقویت جایگاه این حزب پیش از انتخابات میان‌دوره‌ای پایا...
11/09/2026

نشست دو روزه جمهوری‌خواهان امریکا در شهر دالاس ایالت تگزاس با هدف تقویت جایگاه این حزب پیش از انتخابات میان‌دوره‌ای پایان یافت. دونالد ترامپ در این نشست بار دیگر دموکرات‌ها را هدف حملات لفظی قرار داد و آنان را جریان افراطی معرفی کرد. در حالی که افزایش هزینه‌های زندگی و قیمت مواد غذایی از نگرانی‌های اصلی رأی‌دهندگان است، ترامپ تلاش کرد دستاوردهای اقتصادی دولت خود را برجسته کند.
او از هوادارانش خواست در انتخابات ماه نوامبر طوری رأی دهند که گویی خودش در برگه رأی حضور دارد. ترامپ همچنین وعده پرداخت پنج هزار دالر به هر شهروند امریکایی در صورت پیروزی جمهوری‌خواهان را مطرح کرد؛ طرحی که نیازمند تصویب کنگره است. در این نشست، جی‌دی ونس، معاون ترامپ، نیز با سخنرانی خود بیش از گذشته به‌عنوان یکی از چهره‌های احتمالی رهبری جمهوری‌خواهان در انتخابات ریاست‌جمهوری ۲۰۲۸ مطرح شد.

د لاهور سترې محکمې نن د هغو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله چې د پاکستان د پنجاب ایالت په طبي او د غاښونو په برخو ...
11/09/2026

د لاهور سترې محکمې نن د هغو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله چې د پاکستان د پنجاب ایالت په طبي او د غاښونو په برخو کې زده کړې کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغې محکمې قاضي خالد اسحاق د څه باندې ۳۰ افغان محصلانو له خوا د عریضې له وړاندې کېدو وروسته د دوی د ایستلو د ځنډولو امر صادر کړ.
د محکمې په غونډه کې د پاکستان د طبي او غاښونو د شورا وکیل هم حاضر و. نوموړي استدلال وکړ چې په ټوله نړۍ کې اصل دا دی چې یو کس له معتبرې ویزې پرته په یوه هېواد کې د اوسېدو حق نه لري.
قاضي وپوښتل چې کله دغه محصلان په طبي کالجونو کې منل شوي وو، نو څنګه ورته د زده کړو ویزې صادرې شوې وې؟
قاضي همدارنګه د هغو محصلانو د څلور کلنې زده کړې له بشپړېدو وروسته د ایستلو په اړه پوښتنه وکړه او ویې ویل، مخکې له دې چې د دوی پر وړاندې کومه پرېکړه وشي، باید محصلانو ته د خپل نظر د څرګندولو فرصت ورکړل شوی وای.
قاضي د پاکستان د طبي شورا د وکیل هغه استدلال هم رد کړ چې ویل یې د محصلانو په اړه پرېکړه د ملي امنیت له ملاحظاتو سره تړاو لري. نوموړي وویل، په دې موضوع کې د امنیت هېڅ مسئله نه شته او محصلان کولای شي د خپلو طبي زده کړو له بشپړولو وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.
محکمې د دې قضیې نورې څېړنې تر راتلونکې جمعې پورې وځنډولې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د افغانستان، ایرا...
11/09/2026

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو درې اړخیزه ناسته په کابل کې ترسره شي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر عرفات جمال سره په لیدنه کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او له کوربه هېوادونو سره د څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې کړي دي.
عرفات جمال ویلي چې د اکټوبر په میاشت کې په سویس کې د یوه نړیوال کنفرانس په څنډه کې به د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل او د هغوی د جبري ایستلو موضوع هم وڅېړل شي.

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران ته د امریکا او اسرائیل له پراخو ب...
11/09/2026

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران ته د امریکا او اسرائیل له پراخو بریدونو سره سره، دغه هېواد د بالستیک توغندیو تولید او بسته‌بندي بېرته پیل کړې ده.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې ایران په خپلو ځمکې لاندې مرکزونو کې د مایع او جامد سون توکو لرونکي توغندي بسته‌بندي کوي.
د وال‌سټریټ ژورنال په وینا، دا اقدام ښيي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه د ایران د توغندیو صنعت د بیا رغونې وړتیا له منځه نه ده وړې.
د امریکا د استخباراتي ادارې «سي‌ای‌اې» یوه پخواني څېړونکي هم ویلي چې د ایران د توغندیو د تولید ظرفیت د موجودو پرزو او فعالو ځمکې لاندې مرکزونو په شمېر پورې تړاو لري، او دغه ظرفیت ښايي له سلګونو تر زرګونو توغندیو پورې ورسېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت په یوه بیان ک...
11/09/2026

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه د امریکا لپاره یو ویجاړوونکی او برخلیک بدلونکی ټکان و او له هغه وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دغه هېواد د ملي ستراتیژۍ اصلي محور وګرځېده.
خلیلزاد زیاته کړې چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې مهمې لاسته راوړنې لرلې او القاعده یې تر نږدې له منځه تلو پورې کمزورې کړه؛ خو د هغه په وینا، که څه هم لا هم د هوښیارۍ اړتیا شته، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د شدید تمرکز دوره تېره شوې او واشنګټن باید خپله پاملرنه د اوسني وخت ګواښونو ته واړوي.
هغه د چین راڅرګندېدل د داسې ځواک په توګه چې غواړي په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن هېواد شي، د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب او پر ځواک او جګړو یې احتمالي اغېزې، او همدارنګه په اروپا، روسیه، هند او منځني ختیځ کې بدلونونه د نوې دورې له مهمو ځانګړنو او ننګونو څخه بللي دي.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د نړۍ په تاریخ کې لویو قدرتونو څو ځله پر خپلې «تېرې جګړې» تمرکز کړی او له راتلونکو احتمالي ګواښونو او جګړو څخه غافل پاتې شوي دي. هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د دغې تېروتنې له تکرار څخه مخنیوی وکړي او د اړینو اقداماتو تر څنګ ډاډ ترلاسه کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه رښتیا هم د تېر وخت برخه ګرځېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس د اکسیوس په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ دوه ځله د امریک...
11/09/2026

رویټرز خبري اژانس د اکسیوس په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ دوه ځله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې د یمن پر انصارالله غورځنګ بریدونه وکړي؛ خو ټرمپ دا غوښتنه رد کړې ده.
د اکسیوس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ویلي چې د ټرمپ اداره اوس مهال پر انصارالله د مستقیم پوځي اقدام پلان نه لري.
د راپور له مخې، امریکا په داسې حال کې له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ زیاتوي چې په یمن کې د جګړې د چټک پراخېدو په اړه اندېښنه لري او هڅه کوي چې په دې شخړه کې له مستقیم پوځي ښکېلتیا ډډه وکړي.
رویټرز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې سعودي عربستان هڅه کوي د سور سمندرګي د بېړۍ چلونې د خوندي کولو لپاره یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي، څو د انصارالله له بریدونو څخه د بېړیو ساتنه وشي؛ دا په داسې حال کې ده چې په یمن او شاوخوا سیمو کې ترینګلتیاوې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.

11/09/2026

آلمان به افغان‌های در معرض خطر پیشنهاد مالی برای انصراف از برنامه‌های پذیرش داده است.
#خبر

رویترز به نقل از گزارش آکسیوس نوشته است که محمد بن‌سلمان، ولیعهد عربستان سعودی، روز پنج‌شنبه دو بار با دونالد ترامپ، ریی...
11/09/2026

رویترز به نقل از گزارش آکسیوس نوشته است که محمد بن‌سلمان، ولیعهد عربستان سعودی، روز پنج‌شنبه دو بار با دونالد ترامپ، رییس‌جمهور امریکا، تماس گرفته و خواستار حمله نظامی امریکا علیه حوثی‌های یمن شده است. بر اساس این گزارش، ترامپ با این درخواست موافقت نکرده و واشنگتن در شرایط کنونی برنامه‌ای برای اقدام نظامی مستقیم علیه حوثی‌ها ندارد.
گزارش می‌افزاید که امریکا هم‌زمان در تلاش است حمایت خود از عربستان را افزایش دهد، اما از ورود مستقیم به جنگ یمن پرهیز کند. در همین حال، براد کوپر، فرمانده ستاد فرماندهی مرکزی امریکا، برای گفت‌وگوهای فوری به عربستان سفر کرده است. مقام‌های امریکایی گفته‌اند تمرکز نیروهای این کشور همچنان بر ایران و تأمین امنیت تنگه هرمز قرار دارد و واشنگتن نمی‌خواهد جبهه نظامی دیگری باز شود.

Adresse

Offenburg

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Shal Tv News erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Verknüpfungen

Teilen

Kategorie