17/12/2025
دحقوقو تلویزیون خبرتیا
په وياړ او ډاډ سره ويلای شو چه د حقوق تلويزيون زموږ د حقوقپوهانو ټولنې روښانه او پياوړې ژبه او د «حقوقي انقلاب» منادي دی، د دې لپاره چې:
د هېواد اساسي قانون نافذ شي او د قانون حاکميت ټينګښت ومومي.
دحقوق تلویزیون يوازې د نړيوالو او عام منل شوو حقوقي ارزښتونو د خپرولو او دفاع تخصصي منبر نه دی، بلکې په تاريخي مناقشه کې د:
مشروعه او مشروطه
د هغو روڼ اندو ژمنه تريبون هم دی چې له خپلې مورني خاورې او افغانستان سره وفادار دي؛ هغه تريبون چې:
د «هيلې انقلاب» ساتونکی دی او په ژمنتيا، صراحت او زړورتيا سره د خلکو د پر حق غوښتنې، د مظلومو خلکو د حقونو او ازاديو دفاع کوي او له عدالت او قانونمند نظام څخه پاسداري کوي.
(زموږ د ټولنې له اسنادو څخه)
د حقوق تلوزیون ځانګړی پروګرام (۱۰۴):
دحقوق تلویزیون د نشراتو د دويمې کليزې په مناسبت، دا مطالب خپلو ګرانو ليدونکو ته وړاندې کوي:
• ځانګړې او ژوندۍ (لايف) مرکې د ګرد ميز په بڼه له دوو ژورنالېستانو او د افغانستان د ملي تلويزيون له پخوانيو مسؤلينو سره:
• قدرمن ښاغلی اسماعيل فروغي
قدرمن ښاغلی يوسف هېواددوست. دافغانستان د حقوقدانانو سراسری ټولنې د کنفرانس راپور خپرول، چې د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې له نړيوالې ورځې او د حقوق تلویزیون د دوهمی کلیزی د نشراتو سره تړاو لري
• د ځانګړي پادکست خپرول د دسمبر ۱۸ په مناسبت
(د کډوالو نړيواله ورځ)
• په تېر يو کال کې د حقوق تلویزیون د کار او فعاليت راپور
• د حقوق تلویزیون د نشراتي بورډ غړو ته د ستاينليکونو ورکړه
• د ټولنې د فراخوان پراخ انعکاس
او د افغاني بنسټونو او درنو شخصيتونو پراخه همغږي، همغږتيا او هرکلی له:
د ټولنې د تاريخي «حی علی الفلاح» له شعار سره د اساسي قانون لپاره
• د دې په تړاو د درنو شخصيتونو د پيغامونو او نظرونو خپرول، په شمول د:
• د ښځو او نجونو د پوره حق غوښتنې د نامتو فعالې، قدرمنې ډاکټرې شفيقه رزمنده پيغام او نظر،
د افغانستان د ښځو د ملي اتحاد د چتر د همغږۍ شورا مسؤله
• د ښاغلي ډاکټر نبي روشنمل پيغام او نظر،
د زراعت د چارو متخصص او د افغانستان له پخوانيو ژمنو مبارزينو او روڼ اندو څخه
د حقوقو تلویزیون نشراتي بورد په درناوي له درنو لیدونکو څخه غوښتنه کوي چې په دغه بحث کې ګډون وکړي، خپلې پوښتنې زموږ د فېسبوک په پاڼو کې مطرح کړي، او هغه خپرونه چې د حقوقو تلویزیون په یوټیوب چینل کې خپرېږي لایک، سبسکرایب او له خپلو دوستانو سره شریکې کړي.
د خپرونې مسؤلین:
• مجری: شاغلی استاد دهزاد د حقوق تلویزیون د نشراتي بورد متصدی
• تخنیکي مسؤله: محترمه څارنوال طوبا هاشمي• تخنیکي همکار: محترم څارنوال امید جان
د حقوق تلویزیون د نشراتی بورد غړی
د خپرونې نېټه او وخت:
پنجشنبه، د ۲۰۲۵ کال د دسامبر (18) مه نېټه، د ۱۴۰۴ هـ ش د ماه (لیندی ) (27) مه
• د مرکزي اروپا وخت: ماښام ۸ بجې
• د لندن وخت: ماښام ۷ بجې
• د واشنګټن وخت: ماسپښین ۲ بجې
• د کالیفورنیا وخت: سهار ۱۱ بجې
• د کابل وخت: شپه ۱۰:۳۰ بجې
د حقوق تلوزیون رسمي پاڼې:
• فېسبوک: hoqooq TV
• یوتیوب: hoqooq
• انسټاګرام: hoqooq
په درنښت،
د حقوق تلوزیون خپرندوی بورد