Samsoor News

Samsoor News Kontaktoplysninger, kart og anvisninger, kontaktformular, åbningstider, tjenester, stjerner, fotos, videoer og meddelelser fra Samsoor News, Nyheds- og mediewebsite, Hillerødvej 38B, Hillerød.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.د یاد ولایت ...
06/06/2024

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پېښه د ټېلر او کرولا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځ ته شوې.

په بلوچستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ...
06/06/2024

په بلوچستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بس تېره شپه ناوخته له کراچۍ څخه کوټې ته روان و، چې په لسبېله سیمه کې یې اور واخیست.
ویل کېږي، په دغه بس کې ۲۸ تنه سپرلۍ ناستې وې، چې د ځینو ټپیانو حالت په کې نازک ښودل شوی.
تر اوسه د دغه اور لګېدو لامل نه دی مالوم؛ خو پولیس وایي، په اړه یې څېړنې کوي.

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.
18/05/2024

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.   

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
18/05/2024

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. 

د هرات په کرخ ولسوالي کې نن جمعه د یوه کاسټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.   د هرا...
17/05/2024

د هرات په کرخ ولسوالي کې نن جمعه د یوه کاسټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، د پېښې ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
سرچینې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

کورنیو چارو وزارت تائید کړه، چې نن مازدیګر په بامیانو کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني...
17/05/2024

کورنیو چارو وزارت تائید کړه، چې نن مازدیګر په بامیانو کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني وګړي وژل شوي.
د یاد وزارت ویاند د عبدالمتین قانع وایي، په دغه برید کې درې نور افغانان او څلور بهرني وګړي ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې په تړاو تر دې دمه ۴ تنه نیول شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بلخ - سمنګان په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او شپږ نور ټپی...
16/05/2024

د بلخ - سمنګان په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د سمنګان ولایتي روغتون امر سید عثمان حمیدي وايي، پېښه نن ماښام په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کرولا او اکتروز موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
حمیدي د پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له یوې برېټانوۍ ورځ پاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دې سل سلنه ډاډه دی، چې یوه ورځ به د...
16/05/2024

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له یوې برېټانوۍ ورځ پاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دې سل سلنه ډاډه دی، چې یوه ورځ به د اوسني حکومت ټغر ټول شي.
هغه همدا شان زیاته کړې، چې ځواکونو کې د کابل په زړه کې حملې کوي او که مناسب ملاتړ ترلاسه کړي؛ نو دغه لړۍ به لا ډېره چټکه شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې د سرپرست حکومت مشرتابه کابل ته راغلی او په یوه غونډه کې یې د ولایتونو والیانو ته  ...
16/05/2024

په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې د سرپرست حکومت مشرتابه کابل ته راغلی او په یوه غونډه کې یې د ولایتونو والیانو ته وینا کړې ده.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی، چې مشرتابه کابل ته سفر کوي.
تر اوسه رسمي سرچنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې اوسني افغان واکمن د مسکو نه دوستان دي او ...
16/05/2024

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې اوسني افغان واکمن د مسکو نه دوستان دي او نه هم دښمنان.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې دي؛ خو ځینې ملاحضات شته او پر رسمیت یې نه پېژني.
روسي چارواکو په وروستیو کې ویلي، چې د تر-ور-ېستانو له خپل لېسته د اوسنیو واکمنو پر اېستلو غور کوي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده.
16/05/2024

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده. 

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو ته په اشارې ویلي، د پاکستان پوځ ...
16/05/2024

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو ته په اشارې ویلي، د پاکستان پوځ کولای شي، چې کابل په څلورو ساعتونو کې ونیسي.
هغه همدا راز ویلي، په کابل کې ناستو واکمنو ته دې له پاکستان سره چلند ور وښودل شي.
جان اڅکزی په دې وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې د خپلو توندو او جنجالي څرګندونو له امله مشهور شوی.

Adresse

Hillerødvej 38B
Hillerød
3400

Telefon

+4528145054

Internet side

Underretninger

Vær den første til at vide, og lad os sende dig en email, når Samsoor News sender nyheder og tilbud. Din e-mail-adresse vil ikke blive brugt til andre formål, og du kan til enhver tid afmelde dig.

Kontakt Virksomheden

Send en besked til Samsoor News:

Del