Afghan Ghag DK - 100,9FM افغان غږـ صدای افغان ـ ډنمارک

  • Hjem
  • Danmark
  • Søborg
  • Afghan Ghag DK - 100,9FM افغان غږـ صدای افغان ـ ډنمارک

Afghan Ghag DK - 100,9FM افغان غږـ صدای افغان ـ ډنمارک Det er en radioudsendelse som bliver udsendt i det frie og online via Radio Gladsaxe Kanal. Udsende

https://stream1.rcast.net/67819%20سلامونه  .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د ...
05/07/2025

https://stream1.rcast.net/67819%20
سلامونه .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د دنمارک په وخت 16بجې.
نطاقان: فيضيه هوسا، برېښنا سعادت او يوسف هېواددوست
د خپرونې مطالب :
- د پیل دوه څلوريزې او هرکلی
- ستاسو رالېږل شوې دوه ټوکې
- د اوونۍ یاددښت
- او یوه سندره. استاد ناشناس
- چه ګپها یا څه خبرې؟ ( ډنمارک،اروپا، افغانستان او نړۍ)
- يک آهنگ بصدای سيما ترانه
- ډنمارک پېژندنه ( طلاق په ډنمارک کې)
- د کیم لارسن په غږ کې یوه ډنمارکي سندره
- لرغوني افغانان ( د ساک قومونو ژبه )
- د سردار علي ټکر په غږ کې یوه سندره
- ټولنیزه برخه ( چلوونکې : برېښنا سعادت )
- یوه هندي سندره
- ګلبرګها یا ګلپاڼې ( د خپرونې ادبي برخه، شعرونه لنډه کیسه او د ملا چرګک ټوکې ټکالې)
- یوه سندره .
د خپرونې په دويم ساعت کې به د نورو په زړه پورې مطالبو ترڅنګ، ښکلې پښتو،دري،پشه اي،نورستاني،بلوچي،هزاره ګي،ترکمني ،پامیري،ازبیکي ،هندي او ډنمارکي سندرې هم واورئ. موږ سره د اړيکو شمېره : 31219371-0045 ❤️

د خپرونې چلوونکي او پرودیسران :
فیضیه هوسا او وږمه هېواددوست
تخنیکي همکار : اجمل هېواددوست
https://stream1.rcast.net/67819%20

سخته يې مه انګېره ،هوسا سفر وکړه                                                              يوه لنډه کيسه             ...
30/06/2025

سخته يې مه انګېره ،هوسا سفر وکړه
يوه لنډه کيسه
د يوسف هېواددوست ژباړه

سپوږمۍ،له خپل تکراري ژوند څخه ستړې شوې وه.ملیونونه کلونه کیږي چې پر خپل مدار راڅرخيږي.د شا او خوا انځورونه يې هېڅ نه بدلیږي او هېڅ کومه پېښه هم نه رامينځته کيږي چې هغه يې په کتو بوخته شي بس تکراري ژوند .سپوږمۍ پرته له مځکی کوم بل ملګرې هم نه درلود.خو څومره به له هغې سره خبرې وکړي ؟ډېره ستړې وه .
ځمکې چې خپله ملګرې سپوږمۍ پرېشانه ولیده او د هغې د زړه خبره يې واورېده نو ويې ويل :(( یوازینۍ لاره دا ده چې په سفر لاړه شې .په دې سره به دې طبعيت لږ ښه او آراسته شي ))
سپوږمۍ وپوښتل : (( سفر ؟ څنګه زه سفر وکړم ؟))
ځمکې ځواب ورکړ :(( بکس مکس دې وټړه او ځه نو. روانه شه .))
سپوږمۍ وويل :(( زه خو کوم بکس نلرم !))
ځمکې وویل:(( داسې چې ده نو يو بکس به درته واخلم .هو رښتیا صبر وکړه دلته ځمکه کې زه د بکس خرڅولو څو دوکانونه لرم‌،بکس خرڅوونکي يې هم ډېر ښه خلک دي.ښايي بیه به درته لږه راټيټه کړي او يو ښه او کلک بکس به واخلې .ته پیسې لرې ؟ ))
سپوږمۍ وويل :(( پوهیږي يو غیران هم نلرم ))
ځمکه لږ چرتي شوه خو ژر یې وویل :(( مهمه نده دلته يوه ډېره بختوره مېرمنه زه پېژنم چې کار کوي او له بېوزلو سره مرسته کوي.ته کولای شې له هغې يو څو روپۍ واخلې او يو بکس پرې راونيسې او بیا نو په سفر لاړ شې .))
سپوږمۍ وويل :(( له لارښوونو مو ډېره مننه .زه اوس پوهیږم چې ولې ته هیڅ وخت نه بې حوصلې کیږی .ستا شا او خوا ته ټول آدميان دي چې تا تل بوخته ساتي .کېدای شي زه هم ستا خوا ته درشم ؟))
ځمکې وويل :(( ولې نه ، ولې نه ))
سپوږمۍ، ځمکې ته ورنږدې شوه او بیا سم دم پر ځمکې کېناسته او د ځمکې پر سر د ښکلو منظرو په لیدو ډېره خوشاله او هوسا شوه.وروسته ځمکې ورته د هغې نېکبخته ښځې کور وروښود کې مخکې يې ورڅخه يادونه کړې وه.نوموړې مېرمنې هغې ته د يو بکس د بیې په کچه پيسې ورکړې .سپوږمۍ د يو با انصافه بکس خرڅوونکي هټۍ ته ورغله او هلته يې يو بکس واخيست.اوس د سفر لپاره هرڅه تیار و .خو سپوږمۍ تياره په سفر کې وه .هغې چې ځمکې ته سفر کړی و حيرانه ولاړه او نه پوهېده چې دا بکس يې په څه درد خوري؟ .ځمکې په موسکا موسکا ورته وويل :(( ښه نو تا وښوده او ثابته دې کړه چې کېدای شي پرته له بکس څخه هم سفر وکړو .باید سختګيره نه اوسو .ځمکې ته ستا پيغام همدا دی او بس !))

تور رنګ               یوه لنډه کيسه                                                                       لیکوال :یوسف ه...
29/06/2025

تور رنګ
یوه لنډه کيسه لیکوال :یوسف هېواددوست
د بخت ګلې د ژوند کیسه به هر چا کوله خو، له پېښې هېڅوک هم سم نه پوهېدل .هر چا به هر څه ویل چې ولې یې یوازې پرېښوده او ولې ؟ او ولې؟ ؟په هغه ورځ چې له ټولټاکنو بېرته کلي ته راغلی وم ، نو پام مې شو چې بخت ګله له حاجرې ترور سره لګیا وه او دا خبره یې کوله چې : لومړی وار مې دی چې رایه ورکوم ، همالته ورنه خبره شوم. چا کیسه کوله چې لاړل تباه شول.خدای ووهل . حاجرې خورې اصلا زما آزار ووهه .که له ما سره یې ژوند نه کاوه نو ولې یې راته درواغ ویل ؟.هر وخت به چې د درمند وخت شو نو یې راته ویل ته مې د سترګو تور یې، ته مې د زړه ټوټه يې ،پلار ته دې ووایه چې زموږ برخه غنم رابېل کړي ، آخر ته یې هم نازدانه لور یې !.
هوکې! سپېره سړی و په درواغجنې مینې یې وغولوولمه ، خو آخر یې زه له تور سر ،سره پرېښودم او لاړه په ښار کې د ټوپک له برکته غټ سړی شو او د غاړې چار خانه دستمالونه به يې اچول .خدای ووهه او هلته یې د کوم نوي شتمن شوي ټوپکمار سړي لور سره واده وکړ . ما ډیرې بدې ورځې تېرې کړې ،خدای ولیدې چې په ما څه سختې تېرې شوې .
تاته وایمه وا خورې ښه وشو ، زما آزار ووهه .هغوی هم خدای ووهل او دی هم . په چم کې یې وبا راغله او د ټولو بخت یې داسې تور کړ لکه زما تور سر ، لکه تکه توره شپه ، کټ مټ لکه تور رنګ .

د سباوون پيغامژوند د زړه ساز دی او ته يې غږوونکیکه دې خوشاله ساز وغږاوه نو خوښ به وې که څه هم لکه بلبل په قفس کې يېاو کن...
24/06/2025

د سباوون پيغام

ژوند
د زړه ساز دی
او ته يې غږوونکی
که دې خوشاله ساز وغږاوه
نو خوښ به وې
که څه هم لکه بلبل
په قفس کې يې
او کنه
ټول ژوند به په غمجنو سازونو کې
ګرځی راګرځي

سهار مو نېکمرغه او خوشاله

https://stream1.rcast.net/67819%20لوی اختر مو مبارک.سلامونه  .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډی...
22/06/2025

https://stream1.rcast.net/67819%20
لوی اختر مو مبارک.
سلامونه .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د دنمارک په وخت 16بجې
د خپرون مطالب :
- د پیل دوه څلوريزې او هرکلی
- ستاسو رالېږل شوې دوه ټوکې
- د لوی اختر له امله له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو ځانګړې خپرونه او مرکې
- له جرمني څخه د اختر پيغام ( د دې برخې چلوونکې او نطاقه : برېښنا سعادت )
- ګلبرګها یا ګلپاڼې ( د خپرونې ادبي برخه، شعرونه لنډه کیسه او د ملا چرګک ټوکې ټکالې)
- یوه سندره .
د خپرونې په دويم ساعت کې به د نورو په زړه پورې مطالبو ترڅنګ، ښکلې پښتو،دري،پشه اي،نورستاني،بلوچي،هزاره ګي،ترکمني ،پامیري،ازبیکي ،هندي او ډنمارکي سندرې هم واورئ. موږ سره د اړيکو شمېره : 31219371-0045 ❤️

د خپرونې : پرودیسران : فيضيه هوسا او وږمه هېواددوست،
نطاقان : فيضیه هوسا او برېښنا سعادت
تخنیکي همکار : اجمل هېواددوست
مشر او وياند : یوسف هېواددوست
https://stream1.rcast.net/67819%20

https://stream1.rcast.net/67819%20سلامونه  .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د ...
21/06/2025

https://stream1.rcast.net/67819%20
سلامونه .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د دنمارک په وخت 16بجې
د خپرونې مطالب :
- د پیل دوه څلوريزې او هرکلی
- ستاسو رالېږل شوې دوه ټوکې
- د اوونۍ یاددښت( د راډيو تلويزيون په کلنۍ غونډه کې له ډنمارک څخه د افغان غږ راډيو د دې کال هېڅ هم وستایل شوې )
- یک آهنگ.
- چه ګپها یا څه خبرې؟ ( ډنمارک،اروپا، افغانستان او نړۍ)
- مصاحبه با ژورنالیست فعال و معاون شورای سراسری افغانهای مقیم دنمارک محترم عبدالحنان نوس در رابطه چگونکی وفات جوان نامراد روانشاد محمد داود فواد ( انيب) در دنمارك .
- په سکندناوي هېوادو کې د افغانستان د سفارتونو قونسلي چارو په باب له سويډن مېشتی تکړه ژورناليست ښاغلي وارث خان سره مرکه
- په افغانستان کې د حقوقي ستونزو په باب د افغان حقوق پوهانو د نړېوالې ټولنې له مشر ښاغلي مير عبدالواحد سادات سره مرکه .
- - یوه سندره
- ډنمارک پېژندنه ( په ډنمارک کې د واده دود او دستور)
- ګلبرګها یا ګلپاڼې ( د خپرونې ادبي برخه، شعرونه لنډه کیسه او د ملا چرګک ټوکې ټکالې)
- یوه سندره .
د خپرونې په دويم ساعت کې به د نورو په زړه پورې مطالبو ترڅنګ، ښکلې پښتو،دري،پشهاي،نورستاني،بلوچي،هزاره ګي،ترکمني ،پامیري،ازبیکي ،هندي او ډنمارکي سندرې هم واورئ.
موږ سره د اړيکو شمېره : 31219371-0045 ❤️
د خپرونې : پرودیسران : فيضيه هوسا او وږمه هېواددوست،
نطاقان : فيضیه هوسا او برېښنا سعادت
تخنیکي همکار : اجمل هېواددوست
مشر او وياند : یوسف هېواددوست
https://stream1.rcast.net/67819%20

https://youtu.be/dCjr6V3vpYk?si=9QLecnoA_kReVTiV
17/06/2025

https://youtu.be/dCjr6V3vpYk?si=9QLecnoA_kReVTiV

سپوږمۍ درېیم پړاو سپوږمۍ خپرونه، له محمد یوسف هېواد دوست او نرګس امرخېل سرهShamshad TV's Spogmai Show with Mohammad Yousaf Hewad Dost & Nargis Amarkhil - Sea...

https://stream1.rcast.net/67819%20لوی اختر مو مبارک.سلامونه  .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډی...
07/06/2025

https://stream1.rcast.net/67819%20
لوی اختر مو مبارک.
سلامونه .په پورته لینک کلیک کړئ او نن له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو آنلاين واورئ. د دنمارک په وخت 16بجې
د خپرون
مطالب :
- د پیل دوه څلوريزې او هرکلی
- ستاسو رالېږل شوې دوه ټوکې
- د لوی اختر له امله له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو ځانګړې خپرونه او مرکې
- له جرمني څخه د اختر پيغام ( د دې برخې چلوونکې او نطاقه : برېښنا سعادت )
- ګلبرګها یا ګلپاڼې ( د خپرونې ادبي برخه، شعرونه لنډه کیسه او د ملا چرګک ټوکې ټکالې)
- یوه سندره .
د خپرونې په دويم ساعت کې به د نورو په زړه پورې مطالبو ترڅنګ، ښکلې پښتو،دري،پشه اي،نورستاني،بلوچي،هزاره ګي،ترکمني ،پامیري،ازبیکي ،هندي او ډنمارکي سندرې هم واورئ. موږ سره د اړيکو شمېره : 31219371-0045 ❤️

د خپرونې : پرودیسران : فيضيه هوسا او وږمه هېواددوست،
نطاقان : فيضیه هوسا او برېښنا سعادت
تخنیکي همکار : اجمل هېواددوست
مشر او وياند : یوسف هېواددوست
https://stream1.rcast.net/67819%20

Adresse

Gladsaxevej 315
Søborg
2860

Telefon

+4531219371

Internet side

Underretninger

Vær den første til at vide, og lad os sende dig en email, når Afghan Ghag DK - 100,9FM افغان غږـ صدای افغان ـ ډنمارک sender nyheder og tilbud. Din e-mail-adresse vil ikke blive brugt til andre formål, og du kan til enhver tid afmelde dig.

Kontakt Virksomheden

Send en besked til Afghan Ghag DK - 100,9FM افغان غږـ صدای افغان ـ ډنمارک:

Del