11/12/2025
توازن: نن د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۱۱ د اسپانیې پلازمینه مادرید کې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په ګډون د «د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه» اعلان شوه. دا حکم د خپلواک قضايي پلاوي له لوري د افغان ښځو د منظم او سیسټماټیکو حقونو د نقض د مستندسازۍ او نړیوالې څارنې له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي.
دغه ناسته چې د روان کال په اکټوبر کې له علنیو استماعیه غونډو وروسته جوړه شوه، نن خپل یې وروستی راپور او حقوقي ارزونه وړاندې کړه چې پکې د تېرو څلورو کلونو پر مهال، د افغان ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ټول اړخونه څېړل شوي دي.
نور ولولئ: https://tawazon.media/pa/archives/15712