Wadan Media

Wadan Media د سيمې او نړۍ تازه خبرونه ځانګړې مرکې او د ورزش نړۍ تازه حال له ودان مېډيا څخه وڅارۍ

که دافغانستان بهر په یوه داسې هیواد کې یاست چې هلته آپل رسمې څانګه لري کولای شئ خپل پخوانی ایفون په لاندې قیمتونو خرڅ کړ...
10/09/2026

که دافغانستان بهر په یوه داسې هیواد کې یاست چې هلته آپل رسمې څانګه لري کولای شئ خپل پخوانی ایفون په لاندې قیمتونو خرڅ کړئ او بدل کې یې نوی ایفون ۱۸ ترلاسه کړئ.

ښايي د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه يوه ورځ په ځنډ سره وشي.د دې ځنډ لامل په نوي ډهلي کې د بريکس هېوادونو ...
10/09/2026

ښايي د افغانستان او هند ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه يوه ورځ په ځنډ سره وشي.

د دې ځنډ لامل په نوي ډهلي کې د بريکس هېوادونو سرمشريزه ده چې د يکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

که له دې لوبډلې یو لس کسېزه نوملړ جوړ کړئ ستاسو انتخاب به څوک وي؟
09/09/2026

که له دې لوبډلې یو لس کسېزه نوملړ جوړ کړئ
ستاسو انتخاب به څوک وي؟

جرمني ۳۰ افغان کډوال کابل ته ستانه کړيجرمني د لایپزیګ هوايي ډګر څخه د چارټر الوتنې له لارې ۳۰ افغان کډوال کابل ته ستانه ...
25/08/2026

جرمني ۳۰ افغان کډوال کابل ته ستانه کړي
جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر څخه د چارټر الوتنې له لارې ۳۰ افغان کډوال کابل ته ستانه کړي دي.
راپورونه وايي، په دې ډله کې داسې کسان هم شامل دي چې جرمي دوسیه نه لري.

په جنوبی استرالیا اډیلایډ ښار کې هم د ګران افغانستان د خپلواکې 107کلیزه و لمانځل شوه 22/08/2026 چې پکې د بيلا بیلو قومون...
25/08/2026

په جنوبی استرالیا اډیلایډ ښار کې هم د ګران افغانستان د خپلواکې 107کلیزه و لمانځل شوه 22/08/2026 چې پکې د بيلا بیلو قومونه سره یوازی په ډېر شور او ولولو سره ګډون کړی و
د دې غونډې یو ګډونوال عزیزالله پيغام وویل که چیرته وي د وطن سره به خپل مینه ساتي او ځانګړې ورځې به یې تل لمانځي

د افغانستان د خپواکۍ 107 کلېزه د نړۍ په بیلا بیلو هېوادنو کې ولمانځل شوه .

ګوګل مېپس د بیټرۍ د ژغورلو لپاره نوی حالت ازمويګوګل پر داسې ځانګړنې کار کوي چې د موبایل بیټرۍ د کمېدو پر مهال به Maps تو...
25/08/2026

ګوګل مېپس د بیټرۍ د ژغورلو لپاره نوی حالت ازموي
ګوګل پر داسې ځانګړنې کار کوي چې د موبایل بیټرۍ د کمېدو پر مهال به Maps تور او سپین حالت ته واړوي او یوازې اړین معلومات لکه راتلونکی چپ او ښې اړخ تاوېدو غږ او د سفر پاتې وخت به وښيي.

د امریکا پاسپورټ د نړۍ لسم مقام ته ښکته شویسنګاپور لومړی، او جاپان، سویلي کوریا او متحده عربي امارات دویم مقام لري.افغان...
25/08/2026

د امریکا پاسپورټ د نړۍ لسم مقام ته ښکته شوی

سنګاپور لومړی، او جاپان، سویلي کوریا او متحده عربي امارات دویم مقام لري.

افغانستان د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ لري او وروستي مقام کې دی، پاکستان هم د نړۍ له کم‌زورې پاسپورټونو څخه دی او شاوخوا ۹۸م مقام لري.

نارنج فرهنګي ټولنه - هالنډ د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ۱۰۷ م جشن د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.د دې مراسمو یو تن ...
25/08/2026

نارنج فرهنګي ټولنه - هالنډ د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ۱۰۷ م جشن د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
د دې مراسمو یو تن ترتیب کوونکي نوراغا نوراني وویل شاه غازي امان الله او افغان ولس پر ډیره مېړانه خپل وطن ته ازادي اخېستې او دوي باید دا کارنامه راتلونکي نسل ته انتقال او هغوي ترې خبر کړي
نوراني زیاته کړه په دې مراسمو کې یې د څېړنیز سمینار او بحث درلود چې وروسته بیا پکې مشاعره او د وطن سندرې هم زمزمه شوې
په یادو مراسمو کې د هالنډ سربیره د نورو اروپايي هیوادنو هم افغانانو برخه اخېستې وه.

د آیفون ۱۸ پرو بیه ښايي ۱۰۰ ډالره لوړه شيد بلومبرګ د راپور له مخې، اپل به د سپټمبر په میاشت کې آیفون ۱۸ پرو، ۱۸ پرو مکس ...
24/08/2026

د آیفون ۱۸ پرو بیه ښايي ۱۰۰ ډالره لوړه شي

د بلومبرګ د راپور له مخې، اپل به د سپټمبر په میاشت کې آیفون ۱۸ پرو، ۱۸ پرو مکس او خپل لومړی فولډ کېدونکی آیفون معرفي کړي.

اټکل کېږي چې د آیفون ۱۸ پرو اصلي بیه به له ۱۰۹۹ څخه ۱۱۹۹ ډالرو ته لوړه شي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد حکومت پلان لري چې سبا، سې‌شنبه، د افغان رد شویو پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپار...
24/08/2026

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد حکومت پلان لري چې سبا، سې‌شنبه، د افغان رد شویو پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره بله الوتنه له لایپزیګ/هاله هوايي ډګره کابل ته ترسره کړي.

راپورونه وايي، په دې الوتنه کې به یوازې مجرمان نه، بلکې هغه افغانان هم شامل وي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او د جرمني د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. د جرمني حکومت له دې مخکې ویلي وو چې اخراجونه به نور یوازې پر محکوم شویو مجرمینو محدود نه وي.

که الوتنه ترسره شي، دا به د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د جرمني د مستقیمو اخراجونو له نویو پړاوونو څخه یوه وي. د جرمني حکومت تر اوسه د راتلونکې الوتنې د مسافرو د شمېر په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

Adresse

60
Le Mans

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Wadan Media publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Wadan Media:

Raccourcis

Partager