Mashal Voice

Mashal Voice دلته، خبرونه، ساينس، ټيکنالوژي، ورزش، ويډيوګانې او د ژوند اړوند مطالب خپرېږي!
(1)

هند: موږ به د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پنځه ستر روغتونونه جوړ کړو، او همداراز په کابل کې به یو ۳۰ ...
20/12/2025

هند: موږ به د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پنځه ستر روغتونونه جوړ کړو، او همداراز په کابل کې به یو ۳۰ بستریز روغتون جوړو.

هندي چارواکي همداراز وایي، له اپریل میاشتې راهیسې یې افغانانو ته ۵۰۰ ویزې ورکړي چې له دې ډلې ۲۰۰ ویزې د ناروغانو لپاره ځانګړې شوي دي.

د غزني د معارف رییس، ویلي چې دغه مرستې د مکتبونو او دیني مدرسو په جوړولو، ترمیم او تجهیز کې د غزني په مرکز او ولسوالیو ک...
20/12/2025

د غزني د معارف رییس، ویلي چې دغه مرستې د مکتبونو او دیني مدرسو په جوړولو، ترمیم او تجهیز کې د غزني په مرکز او ولسوالیو کې لګول شوي دي.

د هغه په وینا، د خلکو ګډون د دې ولایت د معارف د وضعیت په ښه والي کې مهم رول لوبولی، او د دغو مرستو دوام کولی شي د تعلیم د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي له خلکو او خیریه بنسټونو مننه کړې او له هغوی یې غوښتنه کړې چې د دې ولایت د تعلیمي برخې د پیاوړتیا لپاره خپلې همکارۍ جاري وساتي.

سعودي عربستان د ژمي د يوې ښکلې منظرې په څېر ښکاري. د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۷ - ۱۸ نېټه د  شمال لوېدیځې سیمې کې واوره ورېد...
20/12/2025

سعودي عربستان د ژمي د يوې ښکلې منظرې په څېر ښکاري. د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۷ - ۱۸ نېټه د شمال لوېدیځې سیمې کې واوره ورېدلې ده، چې دا يې يوه له زړه‌ راښکونکو ژمنیو صحنو ګرځولې ده.

د تبوک په جبل اللوز غر کې درنه واوره ورېدلې او د تودوخې درجه تر منفي څلور پورې راټیټه شوې ده.

چین داسې مایع جوړه کړې ده چې مات شوي هډوکي په څو دقیقو کې جوړوي.
20/12/2025

چین داسې مایع جوړه کړې ده چې مات شوي هډوکي په څو دقیقو کې جوړوي.

د دوبۍ سمندر غاړو ته عصري بڼه ورکول کېږي، هلته اوس داسې خپله چلېدونکي پاکوونکي ماشينونه کار پیلوي چې له شپې تر سهاره چوپ...
20/12/2025

د دوبۍ سمندر غاړو ته عصري بڼه ورکول کېږي، هلته اوس داسې خپله چلېدونکي پاکوونکي ماشينونه کار پیلوي چې له شپې تر سهاره چوپه خوله د سمندر غاړې پاکوي. دا روبوټونه د شګو پر سر حرکت کوي او کوچني چټل مواد لکه بوتل، د سګ.ریټو پاتې شوني، او د خوراکي توکو لفافې ټولوي.

دا ماشینونه د برېښنا په واسطه چلېږي او د GPS او لایدار حسونو په مرسته خپله لاره پېژني.

یوې جاپاني څېړنیزه ډلې داسې یو برېښنا توليدونکې آله جوړه کړې چې د هوا له نم څخه په دوامداره توګه برېښنا تولیدوي. دا نوې ...
20/12/2025

یوې جاپاني څېړنیزه ډلې داسې یو برېښنا توليدونکې آله جوړه کړې چې د هوا له نم څخه په دوامداره توګه برېښنا تولیدوي. دا نوې اختراع د هوا له طبیعي مالیکولونو څخه کار اخلي، یعنې دا آله کولی شي د ورځې او شپې، دننه یا بهر، د لمر، باد یا روانو اوبو پرته برېښنا تولید کړي.

دغه آله یو خاص نانوساختي مواد کاروي، چې د هغې له سطحې د اوبو بخارات تېر شي، نو برېښنايي چارج تولیدوي. د رطوبت د کچې په طبیعي بدلون سره الکترونونه ازادېږي او یو ثابت برېښنايي جریان منځ ته راځي. حتی د لږ رطوبت په موجودیت کې هم دا آله فعاله پاتې کېږي، چې دا چاره‌ یې په ښاري سیمو، استوایي هېوادونو او بېړنیو حالتونو کې خورا ګټوره ده.

د افغان حکومت د عامې روغتيا وزير هند کې خبریالانو ته ويلي چې د افغانستان ۷۰سلنه درمل له پا.کستان راتلل چې د لارې له بندې...
20/12/2025

د افغان حکومت د عامې روغتيا وزير هند کې خبریالانو ته ويلي چې د افغانستان ۷۰سلنه درمل له پا.کستان راتلل چې د لارې له بندېدو سره دغه واردات بند شوي او افغانستان د بديل مارکېټ په لټه کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې هند له دې وړاندې د روغتيا او درملو په برخه کې له افغانستان سره د همکاري ډاډ ورکړی وو.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ځانګړي سلاکار، راناثناءالله خبرداری ورکړی چې که د افغانستان حکومت ځان اصلاح نه کړي، نو دا...
20/12/2025

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ځانګړي سلاکار، راناثناءالله خبرداری ورکړی چې که د افغانستان حکومت ځان اصلاح نه کړي، نو دا هېواد به په راتلونکي کې په اوسني حالت پاتې نه شي.
نوموړي ویلي، د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ یوازې نه دی، بلکې د هغه په وینا ټوله نړۍ د پاکستان له دریځ سره ملګرتیا لري. راناثناءالله ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه د اصلاحاتو، مسوولانه چلند او نړیوالو اصولو د رعایت غوښتنه کوي،

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونيز کال پای ته رسېدو په مناسبت ويلي، هېواد د طب، انجينري، زراعت، تکنالوژي او نورو برخو کې ک...
20/12/2025

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونيز کال پای ته رسېدو په مناسبت ويلي، هېواد د طب، انجينري، زراعت، تکنالوژي او نورو برخو کې کارپوهانو ته اړتيا لري.

هغه له زده کوونکو غوښتي چې هڅه وکړي او ځانونه لوړو درجو ته ورسوي.

نوموړي يو ځل بيا هيله څرګنده کړې چې انجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.

د افغان حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په هېواد کې د درنو واورو او بارانونو د اورښت امکان ښود...
20/12/2025

د افغان حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په هېواد کې د درنو واورو او بارانونو د اورښت امکان ښودلی دی.

د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا یکشنبه (د لیندۍ ۳۰مه) به په ۲۱ ولایتونو کې واوره او باران ورېږي، چې دا ولایتونه عبارت دي له: کابل، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، نورستان، کونړ، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل.

د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې په یادو ولایتونو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۵ سانتي‌ مترو پورې او د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌ مترو پورې وي.

همداراز، دغه ریاست ویلي چې په مرکزي ولایتونو کې به د باد چټکتیا له ۵۰ تر ۹۰ کېلومتره په ساعت کې وي.

نن هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران اورښت دوام لري.

د پا.کستان يوې محکمې عمر.ان خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي په اوولس کاله بند محکوم کړي دي.محکمې ویلي، عمران خان او مېرمن ...
20/12/2025

د پا.کستان يوې محکمې عمر.ان خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي په اوولس کاله بند محکوم کړي دي.

محکمې ویلي، عمران خان او مېرمن یې په مالي فس.اد کې ښکېل دي‌.

همدې حال کې بیا د عمر.ان خان وکیل ويلي، محکمه يې خبره‌ نه اوري او يو اړخيزه پرېکړه کوي.

عبدالغني برادر، د افغانستان حکومت د اقتصاد مرستیال، د بلخ په یو سوداګریز مارکیت کې د پرانیستنې په مراسمو کې د نړۍ له هېو...
20/12/2025

عبدالغني برادر، د افغانستان حکومت د اقتصاد مرستیال، د بلخ په یو سوداګریز مارکیت کې د پرانیستنې په مراسمو کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د بندیزونو او بې‌ځايه فشارونو پر ځای له افغانستان سره خپل اړیکې پراخې کړي. نوموړي ادعا وکړه چې یو شتمن او قوي افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی، بلکې کولی شي د سیمې په هوساینې او ځواک کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې د نړۍ ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو، د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د امنیتي فعالیتونو او ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Adresse

Marseille-1
13001

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Mashal Voice publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Mashal Voice:

Partager