21/06/2026
🇦🇫 افغان الاصله ندیم امیري بیا وځلېد!
ندیم امیري د جرمني او عاج ساحل ترمنځ د ۲۰۲۶ نړیوال جام په لوبه کې د بدیل لوبغاړي په توګه میدان ته داخل شو او د جرمني د مساوي ګول په جوړېدو کې یې مهم رول ولوباوه. د هغه دقیق پاس د ډینیز اونداف د ګول سبب شو، چې لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه. وروسته جرمني د لوبې په وروستیو شېبو کې دویم ګول هم وواهه او د ۲-۱ په پایله یې بریا خپله کړه.