
17/02/2023
هغوی چې غواړي خارج ته لاړ شي؛
د ښاغلي Abdul Rahman Saleem مشورې دې په دې لیکنه کې ولولئ:
د مهاجرت په اړه وخت ناوخته ملګري او خپلوان راسره مشوره کوي او همدا پؤښتنه راڅخه کوي چې ستا څه رایه ده؟ دې وروستي هفتو کې بیا ډېر تعداد مسیجونه مې ترلاسه کړي دي چې ټولو ته مې ممکن مناسب او پوره ځواب هم حتی نه وي ورکړي .که څه هم دغې موضوع په اړه ما تقریباً ۶ میاشتې وړاندې په همدې فیسبوک لیکلي ؤ خو بیا هم تکراروم چې زما تر ټولو اول جواب د دې پوښتنې په اړه دا دی چې هر چا ته فرق کوي ! هو! باالکل هرچا ته فرق کوي (د دې هر چاته فرق کوي کیسه به مې کله لیکلي وي یا نه خو دغه هم یو ښه سرګذشت دی، یوه ورځ به یې بیا ولیکم). هر چا ته ځکه فرق کوي چې د هر انسان شرایط، توقعات، موخې او وړتیا فرق کوي. البته په شرایطو کې ستاسې مالي شرایط، ستاسې مسلکي او تحصیلي شرایط، ستاسې فامیلي شرایط، ستاسې ارزښتونه او فکري لاره او حتی ستاسې مدني حالت هم رول لري. همداسې که نور هر څومره شرایط مو په ذهن کې د انسان په اړه راځي، هغه رول لري، نو بناءً مهاجرت د هر چا لپاره فرق کوي .
هغه خلکو چې تیار د مهاجرت تصمیم نیولی او یا نږدې دې چې مهاجر شي ، دواړه ډلو ته یې لیکم.
۱- هغه چې مهاجر کیږي او تحصیل یافته افغانان دي، لطفاً او لطفاً هغوی دې کوشش وکړي چې انګلیسي ژبې هیواد ته مهاجرت وکړي . د هغوی لپاره به ژوند نسبتاً آسانه او زر مخ په بهبودي وي. دا چې دغه تحصیل یافته افغانان څومره په رښتینې معنا تحصیل یافته، پوه، زحمت کشه او هر څومره په انګلیسي ژبې حاکم وي ، غوړي لا غوړي .
۲- په انګلیسي ژبې هیوادونو کې هم تحصیل یافته افغانان باید لومړی انتخاب امریکا ولري. امریکا د فرصتونو هیواد دی او با استعداده او زحمت کشه انسانان زر خپل ژوند جوړوي. دا که د مسلکي اړخه وي، یا هم حرفوي اړخه وي، هلته زر په خپلو خپو ودرېږئ په شرط د دې چې یا مو مغزو کې زور وي او یا مو مټو او ملا کې زور وي . دغه ډله کې یو تعداد نورو افغانانو ته هم زما پام شوی دی چې د ۱۰-۲۰ زره ډالرو مصرف قبلولو سره هغوی اروپا ته په قاچاقي لاره راځي، هغه اشتباه ده. تحصیل یافته افغانان چې ۱۰-۲۰ زره ډالره په اروپا قاچاقي راتګ مصرفوي، هغه دې کوشش وکړي چې د امریکا یا هم انګلستان تحصیلي ویزه ترلاسه کړي. د کانادا تحصیلي جنجالي ده او زه شخصاً تحصیل یافته افغانانو ته د کانادا تګ یا مهاجرت مشوره نه ورکوم، ځکه چې هغه فرصتونه په امریکا کې مهیا دي، هغه کانادا کې نشته دی. ضمن کې کانادایان په اکثریت مواردو کې مسلکي برخو کې هغه چا ته لومړیتوب ورکوي چې د دوی له پوهنتونونو فارغ وي. نورې ډېرې داسې کیسې هم شته چې هغه دا لیکنه نور هم اوږدوي.
۳- هغه تحصیل یافته افغانان چې اروپا ته راځي معمولاً د دوی انګلیسي ژبه زده وي او حاکمیت ورباندې لري خو اروپايي یا محلي ژبه یې د مهاجرت وړاندې نه وي زده. دغه ډله په مختلفو دلایلو ډېرو ستونزو سره مخ کیږي چې هغه ته د ډېرو خلکو پام نه وي. لومړی د ژبې ستونزه ده چې خلک ګمان کوي چې یو کال یا دوه کاله کې به ژبه دومره زده کړم چې څومره مې انګلیسي زده ده. البته د چا چې عمر له ۳۰ کلونو پورته وي، او افغان وي، هغه دې لطفاً دغه خیال او خوب له ذهنه وباسي چې هغه به ۵ کلونو کې هم دومره سویه بله لاتیني ژبه زده کړي چې څومره یې انګلیسي زده کړې ده. د ډېرو افغانانو لپاره به حتی د ژوند تر پایه ناممکن وي چې بله ژبه دې هغومره زده کړي چې څومره یې انګلیسي زده کړې ده، ځکه چې اکثریتو دغه ژبه کلونه کلونه مکتب، پوهنتون کې لوستې، کاري محیط کې پاته شوي ، او ځینو خو د ۵-۱۵ کلونو لپاره دغه ژبه تدریس کړې ده. د ژبې سره نا اشنایي د لاسه دغه تحصیل یافته افغانان خپل مسلک اړوند کار نه شي پیدا کولای، او مجبور دي یا خپل ځان ته آزاد کاروبار جوړ کړي، یا هم چیرته حرفوي کار کې مصروف شي. کاروبار هم دا باید په ذهن کې ولرئ چې دې هیوادونو کې د ۴۰-۵۰ زره دالرو څخه کم هغه کاروبارونه نه جوړیږي چې کوم د افغانانو په ذهن کې وي .
۴- هغه افغانان دي چې تحصیل نه لري او نه هم نور د تحصیل چانس او اراده لري . دا افغانان ممکن ډېر غریب او فقر کې ژوند وکړي . دغه ځوانانو ته به زما شخصي نظر دا وي چې که تاسې د وطن څخه د مهاجرت تکل کړی، نور تحصیل نه غواړئ وکړئ، کار او کسب مو یا زده دی یا هم نه دی زده، او وضعیت مو داسې دی چې وطن کې مو یو دوه کیږي نه او یا هم د نړیوالو اداراتو هغه مرستو په تمه قطارونو کې ودرېږئ، نو وطنداره! خدای شته که په تاسې او ستاسې په کورنۍ مې دا ولوریږي چې د نړیوالو اداراتو مرستو ته په قطار ودرېږئ او خپل هغه غرور مات کړئ. که وس مو رسیږي، قرض کولای شئ او یا هم له هرې لارې مالي امکانات برابرولای شئ چې خلیجي هیوادونو او یا هم اروپا ته مهاجر شئ، نو هیڅ چورت مه وهئ. تاسې به هم لکه د نورو ډېرې سختې ورځې وګورئ خو مطمئن اوسئ چې تاسې به تر ټولو ډېره ګټه کوی، ځکه چې ستاسې توقعات ډېر کم دي او تاسې د د ژوند او مرګ ترمنځ یاست او فقط او فقط مړه ګېډه مو دستي آرزو ده. ستاسې د ځوانۍ لس کاله مهاجرت مو د ټولې کورنۍ قسمت بدلولی شي. ستا د زحمت په بدل کې ستا په کورنۍ کې لس نفره د عزت ژوند، تعلیم او تحصیل کولای شي. هو دا هم په ذهن کې ولره چې اروپا ته په قاچاقي لارو راتګ کې پر ځان باندې ۱ فیصد یا زیاد او کم مرګ منې، خو دا هم ذهن کې وساته چې هغه قطارونو کې ته مرستې ته ودرېږې، هغه د غوښو پلاستیک چې ته د خلکو څخه اخلې او په ژړا کېږې، تر هغه مرګ دا د مرګ چانس منل بهتره ده چې پر ځان یې ومنې.
څوک باید مهاجرت ونه کړي یا هم پر خپل مهاجرت تجدید نظر وکړي ؟
۱- د ۵۰ کلونو پورته افغانان باید مهاجرت ونه کړي. البته دا زما شخصي نظر دی او ممکن ټولو لپاره د منلو نه وي، خو دا زما د ژوند او سترګو لیدلی حال دی. هغه چې عمر یې تر ۵۰ کلونو ډېر وي او په لومړي ځل اروپا یا امریکا ته مهاجر کیږي، هغه اشتباه کوي. د افغانان اوسط عمر ۶۶-۶۸ دی، زه فکر کوم دغه خلک باید د خپل عمر دا آخر مهم کلونه په آرامي، سکون او خوشالی له خپلو خپلوانو سره، ملګرو سره، هغه خاوره کې چې خپل ټول عمر یې تېر کړی، هلته تېر کړي . شاید دلیل راوړئ چې دا خلک د خپلو لوڼو او ښځو د ژوند لپاره مهاجرت کوي، دې کې بیا زه څه نه شم ویلی، ځکه چې د سقوط وروسته ما خپله هم همدا خبره کوله چې زما پلار اشتباه کړې وه چې پېښور کې پاته ؤ او بلکه د نورو ملګرو په شان هغه هم باید آسترالیا ته تللی وی.
۲- دویمه ډله خلک چې زه یې د مهاجرت سره مخالف یم، هغه افغان ځوانان دي چې ودونه یې کړي دي، دوه درې ماشومان لري، او غواړي اروپا ته په قاچاقي یا قانوني راشي خو مجرد راشي. البته د مجرد راتګ ګټې ډېرې دي خو چې تاسې هم رښتیا مجرد اوسئ، نه دا چې هلته مو ښځه او بچیان وي. د ښځه او بچیانو راوستلو پروسه مو بیا حد اقل ۵ کلونه نیسي، نو آیا دومره مودې لپاره جدایي له خپلې کورنۍ زغملی شئ ؟ تاسې خپل ماشومان هغه وخت راوستلی شئ چې د مهاجر په حیث قبول شئ، دلته قانوني کار ولرئ، او بیا مو عاید دومره وي چې تاسې د هغه مناسب کور نیولو وس ولرئ او پوره معنا بسیا وی. په قاچاقي لارو که راشئ، نو دا پروسه حد اقل ۵ کاله نیسي .
۳- دریمه ډله خلکو د مهاجرت سره چې مخالف یم هغه تحصیل یافته افغانان چې لا هم وطن کې دي، دندې لري، د میاشتې حد اقل ۵۰ زره ګټي، نو کرار دې په خپل ځای کیني. که ډېر یې زړه طاقت نه کوي، نو ملا دې وتړي، خواري دې وکړي او ځان دې د امریکا ته ورسوي، د هغه بغیر ورسره مخالف یم. مثلاً یو انسان مندوي کې دوکاندار دی او د میاشتې یو لک افغانی ګټي، خو بل افغان چې د میاشتې په ۲۰ زره افغانیو ماموریت کوي، هغه همدا د مندوي دوکانداري نه کوي. د دې سړي ذهنیت همداسې دی، نو هغه خلکو چې لس پنځلس کاله ماموریت کړي وي، اوس هم دندې لري او ژوند یې روان دی او خپل هغه مسلکي لاسته راوړنې د لاسه ورکولای نه شي، نو کرار دې هملته کیني.
۴- بله ډله هغه افغانان دي چې مهاجرت ته هم د سیالي په نظر ګوري. دوی داسې فکر کوي چې ټول ووتل زه ولې پاته شوم؟ و د خدای نیکبخته ته خلکو ته مه ګوره، ته خپل شرایط او ګټو ته وګوره! که وطن کې له ۳۰ زره دالرو کمه سرمایه لرې، او هدف دې هم ژوند کې پیسې وي، بیا راوځه یو څه به نورې هم وګټې. که وطن کې خپل کور لرې، ګروي کور لرې، متوسط اقتصاد لرې او دغه د ژوند مادي سرمایه دې د ۳۰ تر ۳۰۰ زره ډالرو وي او ښه ژوند غواړې کرار وطن کې واوړوه، که بیا په ډالرو ملیونر یې، نو بیا همغه متل دی چې کل دنیا را آب بگیرد، از مرغابی را تا بند پا هایش! بیا خو نو مرغابي یې.
۵- بله ډله هغه خلک دي چې غواړي وطن ته بیا وګرځي. وطندارانو کله چې له وطنه ووتلی نو بیا تاسې وطن ته د ګرځیدو زړه تر هغه وخته نه کوی چې تر څو مو دویم تابعیت نه وي اخستي. دویم تابعیت هم په اکثریتو مواردو کې ستاسې د قانوني مهاجرت ۵-۸ کاله وروسته ممکن ده او ځینې استثنایي حالاتو او هیوادونو کې پس له ۳ کلونو ممکن ده. که تاسې د خپل ماشومانو او ښځې سره مهاجر شوی وی، نو دومره کلونه وروسته او تابعیت وروسته به طبیعتاً ستاسې اولاد یا مکتب کې وي، یا هم پوهنتون کې وي، او هیڅکله والدین خپل اولاد د نړۍ هغه پرمختللي هیوادونو د تحصلی او تعلیمي مراکزو څخه نه باسي او بیرته یې ؤطن ته نه بیايي. د ډېرو خلکو هډوکي به له مهاجرت څخه وطن ته بیرته ګرځي .
په دې مسئله باندې پوره یو کتاب لیکل کیدی شي او ما هڅه کړې ده چې هغه غټ ټکي یې دلته ولیکم. تکراراً یې بیا هم وایم چې د هر انسان شرایط، توقعات، موخې او ظرفیت فرق کوي. ضمن کې د دې لیکنې یو دلیل دا دی چې مخکې ورځو کې مو خپلوان زما مور ته کیسه کړې وه چې زوی یې له امریکا پیسې لېږلې وې چې څاروی واخلئ، حلال یې کړئ او پر خلکو یې ووېشئ. د هغه زوی چې په خلکو دغه غوښه وېشلې وه نو دې ته یې پام شوی ؤ چې د غوښې پلاستیک اخستلو وروسته ځوان او بوډا په ژړا کیږي. هغه ځوان څو ورځې په دې خفه ؤ چې د هغه دا عمل ممکن د خلکو د حقارت باعث شوي وي. نو وطندارانو دا مو وضعیت او دا مو حال دی، او په دغه وضعیت کې هیڅ داسې یو فورمول نشته دی چې هغه دې ټولو لپاره ځواب ووایي. هر څوک دې خپل ګټې او تاوان خپله ارزیابي کړي .
آخر کې به یوه ټپه هم ووایم؛
ګرانه دوبۍ ته مه ځه! هلته وېښته سپینیږي
هلته سپرلي نشته دی، هلته ځواني زړیږي !
هغه چې احساس لري، هغه چې فکر لري، هغه چې موخه لري، او هغه چې د ارزښتونو په نامه یو څه وپيژني، هغه خلکو لپاره مهاجرت فقط درد دی. دا درد همدا انسانان زر زړوي، وېښته سپینوي، او ملا یې ماتوي، خو بیا هم لکه معتاد انسان، خپل اعتیاد(مهاجرت) ته د پای ټکۍ نه شي اېښودلی .