02/11/2025
`ناول : ګرګ اشتي`
*ليکوال : خواجه زی*
`نشروونڪی : پرمختګ فکر`
*بـــرخـــه : نهه ديرشمه 39*
`دتيري برخي لينک`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v/7373
👩🎤🐺🦊👩🎤
۞ بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۞
*دنوي برخي پيل*
د هغه پدی خبره خپل د کړی خبری څخه پښیمانه شوم ماته چا ویل ورباندی د دودی ست وکړه؟ خو بده وه هغه دومره په محبت ماته یو یو ګوله ډوډی راکړل او اوس دی زه یو کوله ورنکړم؟!
په نه زړه مي لږ وچ دودی کی کباب و پیچو او د هغه د خولې خواته می ویور چی هغه د ګولې خوړلو سره زما ګوته د دی څخه مخکی چی زه کش کړم په غاښ کړه او زما په وی په قهقه وخندل...
پایزیب میخپل مخ ته نيولي وو، او دی خبری ته می فکر کوی چی ما ولی هغه ورخ چی حسیب بلاک کړو ولي هغه شپه میدهغه منحوس راستولي څيزونه لري ختا نکړل؟ جهان د ماذدیګر لمونځ لپاره تللي و مسجد ته او زه كوته كي يواخي وم، په خیر خیر می هغه پایزیب ته کتل هغه شپه می یاد ته راغله چی حسیب زموږ د كور مخکی دشپي په دوه بجو راغلي و او ماته یی د امتحان پوښتني راوړی وه او قول یی راکړی و چي د بل شپه به راته پایزیب راوړی
او خپل قول يي وفا هم کړی وه او ماته یی پر بله شپه پایزیب هم راوړو، اوس هم کله ناکله فکر کوم چی څنگه هغه حسیب چی ماته یی د آسمان څخه د ستور راوړو وعدى کول په ظرف ده یو ساعت کی بدل شو؟ څنګه هغه دومره ښایسته تو که باندی ماته چل راکړو؟ او څنگه زه دومره بيعقل شوم چی دهغه د ستور درته راوړم او سپور می درته نيمه وم په دروغجن الفاظو ختا وتم؟
داسي د هغه پایزیب په لیدو باندی د پخوا وقت ته تللي وم چي د کوټې د دروازي د خلاصیدو غږ او د جهان راتلو ته هيس بام مینشو د هغه په ناسابي غو مي يو " وی وويل او خپل په زړه مي د ويري لاس کیخودو چی هغه په مشکوکه انداز وویل : چشی ته دسی فکر وړی ویی چی زما په راتلو خبره نسوي؟
په بند بند لهجه مي وويل ... هغه هيس. جهان خان هیس؟ امممم؟
كله چی د هغه مشکوک نظر زما د لاسو خواته راغلو په تلوار می پایزیب خپل شاته
پټ کړو خو ډير ناوخته وه ځکه د هغه فکر شو ورته او پداسي حال کي چي خپل یو وريخ يي پورته کول ويي ويل عجب دا تراوسه تا لري ندى ختا کړی؟
ختا كوم یی همدغه میراخیستی و چی ویسم یو ځای ختا کرم
جهان خان امممم ته ماته راکه
ته يي څه کوی؟
جهان خان هیس ستا کار درباندی آسانه کوم سبا چي تلم د خان سره يې وړم او د شهر زباله داني كي درته ختا كوم.
غوښتل مي ورته نه ووايم خو هغه خپل لاس راوړاندي کړو ترڅو پایزیپ ورکرم زړه مينغوښتل چي ور یی کړم خو که ورکړي مینه وای هغه نور هم شکي کیدو چی ضرور کوم راز دی پدی پایزیپ کی؟ نو ځکه په نه زړه می د هغه لاس کي کیخود چی هغه په لاس کي پورته ښکته کړو او اخيره کي خپل جیب کی واچو او پداسی حال کی چی زه یی خپل غیږی ته کشه ولم ویي ویل
جهان خان سبا روان يم خم.
نه پوهیږم ولی خو د هغه پدی خبره می زړه خفه شو او پوښتنه مي وکړل : چیرته؟ جهان خان کورته دا دوه ورځی کیژی دیخوا راغلي يم ټول کارونه دغسی بی نظم پاتی باید ولا رسم سم یې کړم.
يو اهوم مي وويل او نور کومه خبره مي ونکړه چی هغه پداسی حال کی چی په طاقچه کي کينستي زه يي خپل په پښو لکه یو ماشومی پشان کینولم او خپل سر يي زما پر اوږه کیخودو او په کراره لهجه یی وویل پوښتنه نکوی بیا كله راحم كابل ته؟
د هغه پدی خبره می وویل اهوم نو ستا زړه دی خو.
جهان خان زما زړه که وایی یا نه تلم یا که تللي وایي ته مي لخان سره وړی. ما د اطرافو څخه بد راځي زه د کابل څخه نه خم.
جهان خان امممم د اطرافو څخه دی بد راځي که د هغه د خلکو څخه؟ و مي ويل کنه د اطراف نه اطرافیان خلک جهان خان امهممم ولي دی بد راخي؟
- همداسي.
جهان -خان دا خو نه در سره منم که ضرور يو دليل يا خبره لری دغسی وچ میدان کي چا د چا څخه بد راځي؟
بس نو زما بد راځي.
جهان خان عجیبه ده.
خه می ورته ونه ویل چی هغه پداسی حال کی چی خپل گیره یی زما په مخ موښل ویی ویل کوچنیان څنگه؟ خو کوچنیان دی خوشیژی؟
په دروغو مي ورته وویل کوچنیان می هم نه خوښیږی.
جهان خان نه نو دا نو نکیژی زه کوچنیان غوارم
د هغه پدی خبره می په غوسه وویل نور نو څه کوی یو دانه زوی لري خپل د
معشوقي څخه.
نه پوهیږم ولی می دا خبرى ورته وكړل خو ناساپه يي زور راکړی وو، زما پدی خبره هغه زما مخ خپل خواته و كرخه و یي او په حیرت يي وويل: معشوقه بيا له كوم خوا شوه؟ ما هغه خدای بخښلي د واده په شبه ولیده چی سنگه ده؟
په غوسه می وویل که پر هغي مئين نه واي نو د هغي د مړه کيدو وروسته دي واده کو، نه دا چی اته نهه کال واده ونکړی او خانته زجر وركړى.
زما پدی خبرو هغه په لوړ غږ وخندل او پداسی حال کی چی خپل تندی زما د تندی سره لگوی او نفس يي زما په مخ لكيدو ویي ویل د چا سره بخيلي کوی؟ ها؟ په غوسه می وویل زه د چا سره بخیلی نکوم یواخی حقیقت می وویل.
هغه په خندا وویل ته ووايه شدی توری دی موژ هم وایو په قسم چی توری دی هغه دا خبره وکړل او په خندا شو خو ما ورڅخه ځان لري کړو او د کوټي دروازی خواته د تلو په حال مي ورته وويل دا دوه ورخي کیږی چې راغلي ياست يو حل لا د بابا سره مو مجلس ندی کړی هغه به څه وايي؟ بده ده.
جهان خان څه به وایی؟ سری د خسر كورته خپل د شزى لپاره شپه کوی نه د خسر
دپاره
د شرم څخه مې سر ښکته واچوي او كرار مي وویل بیا هم ښه خبره نده پر هغوی
هم یو پوښتنه کوی.
جهان خان امممم نو صحیح دی ته چی وایی نو دغسی به وکم کمه دی دا زما خسر جان؟
هغه دا خبره وکړل او په خندا زما خواته راغی او د دی څخه مخکی چی د کوتی څخه ووځي په شیطنت باندی زما ويښته لږ کش کړه او کله چی زما د چغو آواز پورته شو په خندا له كوتي څخه ووتي، د شپی تر نیمایی پوری جهان د بابا سره ناست وو او مجلس يي كو زما خوب راغلي وو نو ځکه کوتی ته ولاړم چی ویده شم او همدا چی سر می بالښت ته ورسيدي ويده شوي وم، سهار د جهان په غږ چی ماته
يي نارى وهل د خوب پاسیدم
جهان خان ولارسه اودس او مونخ دى و كه زه هم روان یم خم.
د هغه د تلو په خبره نه پوهیږم ولي زړه مي خپه شو خو څه مي ونه ويل، د هغه د شهری څخه داسی معلومیدل لکه چی هغه دي مونځ کړی ویي؟ نو ځکه می پوښتنه ورباندی ونکړل او اودس لپاره د باندی ووتلم، د اوس کولو وروسته چی بیرته کوتی ته د لمانځه لپاره راغلم نو هغه میهمداسي ناست په ځای کي ولیدو، نو ځکه می
ورڅخه پوښتنه وکړل
جهان همدا اوس روان یاست؟
زما په خبری هغه را وکتل او په کراره يي وويل هو ته دی مونخ و كه زه دی د لمانځه په حال ووینم دغه آرمان مي پوره سی بیا نو خم.
د هغه په خبری د شرم څخه تکه سره شوم خو څه ميونه ویل او پر لمانځه و دریدم نه پوهیږم لمونځ به می صحیح کړی ویی که غلط د هغه د دروند نظر لاندی مونځ كول راته بيحده مشكل وو، كله . چی هغه غلط صحیح مونخ مي خلاص کړو او سلام مي و گيره و يي جهان مي خپل په ننداری ولید چی په خیر، خير يي راكتل د
دعا په حال کي راته وويل:
جهان خان ما ته هم دعا و که شه؟
سر می د سمه ده پشان ورته و خوخه ویي او دعا مي وکړل، د جای نماز قات کولو
بله برخه بيا...له موږ سره اوسئ مننه
◦•●◉✿A❤️A✿◉●•◦
`زما د وټساپ چینل درسره فالو follow کړئ. مننه`
`چینل لینک :!`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v