23/09/2026
په تیارو کې د نه چوپېدونکې موسیقۍ پټې انګازې
دا زموږ زيبا وطن؛
دا د هغې سندرې مطلع ده چې کلونه پخوا په پښتو او وطن مئين شاعر ملنګجان ليکلې ده.
دې سندرې ته بيا د پښتو موسيقي نوموتي سندرغاړي استاد اولمير د خپلې حنجرې حماسي جامې ور واغوستې او د وطن مينه يې د راګونو، ټالونو او پردو په وسیله په سينو او رګونو کې وخوځوله.
د هنر او موسيقي يوه مينهوال افغانستان کې پر موسیقي بندیز سره سره په پټه د استاد اولمير همدا سندره بيا د پيانو له پردو را ايستلې او توازن ته يې راليږلې ده.
هغه ليکلي: «که څه هم په افغانستان کې موسيقي خاموشه شوې، خو زه مې د خپل زړه شور او غوغا نهشم غلې کولی. دوی که ربابونه او سازونه ماتوي، زه مې د خپل زړه پر زخمونو د موسيقۍ پټۍ ږدم.
دا یوازې د یوه ساز غږ نه دی؛ دا د هغو خلکو د احساس، مینې او هیلو غږ دی چې غواړي هنر ژوندی پاتې شي.
نوموړی وایي، کله چې هر څه غلي شي، ښايي د یوه ساز یو غږ هم د انسان زړه ته د ژوند احساس ورکړي او دی له موسیقۍ لرې نهشي پاتې کېدای.
هغه زیاتوي چې موسیقي یوازې غږ نه دی؛ بلکې یو احساس دی، یاد دی او د انسان د زړه ژبه ده.
دغه هنرمند وايي، له وطن سره مينه ګناه نه ده او زه په جار وايم چې:
دا وطن دی ځان زموږ
دا وطن ايمان زموږ
طالبانو افغانستان کې پر موسیقي بندیز لګولی او د هنرمندانو د موسیقۍ سلګونه الې یې ماتې کړي، سوځولي او دوی ته یې سپکاوی کړی دی.
خو افغانستان کې په پټه د پیانو پر پردو د وطن د دې سندرې ثبت ښیي چې موسیقي د افغانانو له ژوند سره تړلې او هنرمندانو په زړونو کې ساتلې او له ګواښونو سره سره یې غږوي او خپله هنري جذبه پرې سړوي.
#توازن