09/18/2026
#بېړنۍخبر
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پولیسو په یوه جومات موټر بم چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې، په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۵ نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، چاودېدونکو توکو بار موټر له دېوال سره تر ټکر وروسته چاودلی دی.
نوموړي زیاته کړې، له چاودنې وروسته د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.