
27/09/2025
دا هم زما د یوټیوب پښتو چینل د تېرو درې کلونو ټول عاید دی. نن پورې ځینې کسان بیا وایي:
«تاسو په یوټیوب کې یوازې د خپلې ګټې لپاره ویډیوګانې جوړوئ.»
یقین وکړئ چې په پښتو ویډیوګانو باندې ډېره کمه ګټه راځي. زموږ مقصد یوازې خپله ګټه نه ده، بلکې تاسو ته هم باید یو څه زده کړه ورسېږي!
او بیا په افغانستان کې چې څوک ویډیو ګوري، هغو ته هېڅ اعلان نه ښکاري. په یوټیوب کې که اعلان په ویډیو کې رانشي، نو عاید هم نه راځي. یوازې هغو کسانو ته په افغانستان کې اعلان ښکاري چې VPN کاروي، او هغه لیدونکي بیا عاید هم راوړي.
نو هېڅکله دا فکر مه کوئ چې موږ یوازې د خپلې ګټې لپاره کار کوو. په درې کلونو کې یوازې 1000$ ډالر عاید راغلی، دا دومره ډېرې پیسې نه دي. خو موږ بیا هم ویډیو جوړوو او معلومات له تاسو سره شریکوو.
تاسو لپاره دا یوه تجربه هم ده: که پښتو چینل لرئ، ورسره یو بل انګلیسي کانټینټ چینل باندې هم کار پیل کړئ. ځکه اوس وخت کې د AI په مرسته ډېر څه اسانه شوي دي، د Ai نه په صحي طريقې سره کار واخلي انګلیسي سټوري ویډیوګانې په جوړې کړې وخت په کم ضایع کېږي او عاید یې زیات وي.
مثال: په پښتو اوږده ویډیو باندې په 1000 ویوز یوازې 1$ ډالر ورکوي، خو په انګلیسي ویډیو باندې په 1000 ویوز 10$ ډالر یا تر دې هم زیات عاید راځي!
هیڅکله خپل همت د لاسه مه ورکوه!
خپل ځان باندې باور ولره، ځکه باور د بریا لومړنی ګام دی.
تر هغې پورې هڅه کوه، کار کوه او مبارزه کوه څو پورې چې بریالی شوی نه وې او خپل هدف ته نه وې رسېدلی.
هره ناکامي د زدهکړې یو درس دی، هره هڅه د بریا یو ګام دی.
نو زړورتیا وکړه، هڅه وکړه او پر ځان باور ولره، ځکه بریا د هغو کسانو برخه ده چې هېڅکله نه ستړي کېږي او نه تسلیمېږي.