The Wadan Press

  • Home
  • The Wadan Press

The Wadan Press The Wadan Press is Afghanistan’s largest independent news agency.

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۳۸ جریبه ځمکه د بار او مسافر وړونکو م...
07/01/2025

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۳۸ جریبه ځمکه د بار او مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوې.

د هند لخوا افغانانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ آنلاین تحصیلي بورسونه/ سکالرشیپونه اعلان شول. تاسې کولای شئ، په آن...
18/09/2023

د هند لخوا افغانانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ آنلاین تحصیلي بورسونه/ سکالرشیپونه اعلان شول.

تاسې کولای شئ، په آنلاین ډول دغو بورسونو/ سکالرشیپونو ته خپل اسناد ولېږئ او درسونه هم په آنلاین ډول ووایئ

د یادو سکالرشیپونو له لارې تاسې کولای شئ د تجارت ادارې، تجارت، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو برخو کې خپلې لوړې زده کړې په وړیا ډول تر سره کولای شئ یعنې ستاسې ټول مصارف د ICCR لخوا درکول کیږي.

د یادولو وړ ده چې ستاسې عمر باید له ۱۸ څخه تر ۳۵ کالو پورې اوسي، انګلیسي ژبه مو زده اوسي او د پوهنتونونو په شرایطو برابر اوسئ.

که په شرایطو برابر یاست نو خپل غوښتنلیک مو د ۲۰۲۳ کال د سپټمر ۲۲ مې نېټې څخه وړاندې ورته ولېږئ، که نه یاست نو پوسټ له نورو سره شریک کړئ، څو نور هېوادوال له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

د نوملیکنې لپاره لینک:

http://www.ilearn.gov.in

مننه 💐🇦🇫🙏🏻
_____________________

هند ۱۰۰۰ بورسیه تحصیلی آنلاین در مقاطع لیسانس و فوق لیسانس (ماستری) را برای افغان ها اختصاص داده است.

رشته های تحصیلی در این برنامه شامل اداره تجارت، تجارت، کمپیوتر ساینس، هنرها و سایر بخش‌ها می باشد.

برای دریافت این بورسیه‌ها، سن درخواست کنندگان باید بین ۱۸ و ۳۵ سال و به زبان انگلیسی بلدیت کامل داشته باشند. آنان همچنان سایر معیارهای تحصیلی را که از سوی پوهنتون‌های هند تعیین شده است، تکمیل کرده باشند.

علاقه مندان می‌توانند تا ۲۲ سپتمبر سال ۲۰۲۳ به گونه آنلاین برای این بورسیه ها درخواست دهند.

لینک برای ثبت نام:
http://www.ilearn.gov.in

د سعودي عربستان د الطائي فوټبال کلب لپاره لوبېدونکي جرمني لوبغاړي، رابرټ باور له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اسلام مبارک دين...
17/09/2023

د سعودي عربستان د الطائي فوټبال کلب لپاره لوبېدونکي جرمني لوبغاړي، رابرټ باور له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اسلام مبارک دين قبول کړ.
هغه پر خپل انسټاګرام د لمانځه کولو د شېبې انځور خپور کړی او له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې دی یې اسلام ته دعوت کړی دی.
باور ۲۷ کاله عمر لري او د نړۍ بېلابېلو مشهورو ليګونو کې لوبېدلی دی.

بېړنی خبر!تورخم کې یو شمېر باوري سرچينې ودان پرېس ته تاييدوي، چې دروازه به سبا سهار نهه بجې بېرته خلاصه شي.د ځايي سرچينو...
14/09/2023

بېړنی خبر!
تورخم کې یو شمېر باوري سرچينې ودان پرېس ته تاييدوي، چې دروازه به سبا سهار نهه بجې بېرته خلاصه شي.
د ځايي سرچينو په وينا، دروازه کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ښايي لومړی يواځې غټو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
تورخم دروازه د تېرو نهو ورځو راهيسې تړل شوې وه.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when The Wadan Press posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share