Atal Trends

Website

Atal Trends Sharing fresh trends, smart thoughts, and inspiration – daily!

انتخاب وکړئ او د یو غوره کتاب ګټونکي شئ!له یوه تر پنځوسو یو عدد انتخاب کړئ، که اټکل مو سم شو د "پیغمبرانو کیسي" بهترین ک...
24/02/2026

انتخاب وکړئ او د یو غوره کتاب ګټونکي شئ!

له یوه تر پنځوسو یو عدد انتخاب کړئ، که اټکل مو سم شو د "پیغمبرانو کیسي" بهترین کتاب به درته ډالۍ کړل شي.

په دې پوهېدئ؟په پلې سټور کې تر ټولو ډېر ډاونلوډ شوی اپلېکېشن یوټیوب دی. ته به فکر کوې چې دلته خو اکثریت خلک فسبوک کاروي؛...
22/02/2026

په دې پوهېدئ؟

په پلې سټور کې تر ټولو ډېر ډاونلوډ شوی اپلېکېشن یوټیوب دی. ته به فکر کوې چې دلته خو اکثریت خلک فسبوک کاروي؛ نو یوټیوب ولې؟
خو داسې نه ده.
یوټیوب ته په نوره نړۍ کې د مکتب او پوهنتون نوم ورکړل شوی، له همدې امله ډېری خلک د خپلو زده کړو لپاره یوټیوب کاروي.

ایا ته له یوټیوب استفاده کوې؟

22/02/2026

کله چې په ځنګل کې درباندې ځای ودرېږي نو د ځان لپاره دغسې جونګړه جوړه کړه😊
د ai په مرسته يو بل تخلیق.
---------------------------------------

#
#
#

ویډیو اېډېټېنګ په پښتو ژبه کې زده کړئ!AYS-TECH له دې يوټیوب چینل څخه تاسې کولای شئ د ویډیو اېډېټېنګ ساده او خوندور درسون...
22/02/2026

ویډیو اېډېټېنګ په پښتو ژبه کې زده کړئ!

AYS-TECH
له دې يوټیوب چینل څخه تاسې کولای شئ د ویډیو اېډېټېنګ ساده او خوندور درسونه ترلاسه کړئ.
د ویډیو اېډېټېنګ دوه عالي پروګرامونه، پرېمیر پرو او افټر اېفېکټ پکې په ډېر ښه او منظم شکل تدریس شوي دي.

د چینل لینک په لومړي کمېنټ کې.

روژه له ځان سره د حساب میاشت دههمدا نن فکر وکړه، ارزؤنه وکړه او ووایه، چې نن دې څومره دروغ وویل، غیبت دې څومره وکړ، نوره...
19/02/2026

روژه له ځان سره د حساب میاشت ده

همدا نن فکر وکړه، ارزؤنه وکړه او ووایه، چې نن دې څومره دروغ وویل، غیبت دې څومره وکړ، نوره ګناه دې څومره وه؟
څوک خو دې ونۀ ځورول؟
څوک خو دې خپه نۀ کړل؟
د چا حق خو به دې نۀ وي خوړلای؟
ایا فرایض یا د خدای حقوق دې پر ځای کړل؟
د سنتو او واجبو پابندي څومره وشوه؟
اضافي نیکۍ او ښۀ کار دې څومره وکړ؟

هره شپه له ځانه دا ډول پوښتنې وکړه او ځواب ورکړه. دا به تا د راتلونکي ورځې لپاره د ګناه پر وړاندې فکرمن او احتیاط لرونکی جوړ کړي.

دا کار به وکړې؟

اخ، وطنه!دا ناول حتماً ولولئ!پۀ پوره معنا مو بدلوي. که نور نۀ وي، خپل انسانیت او سړیتوب پکې لیدلای شئ.زه یې هر پښتون ته ...
18/02/2026

اخ، وطنه!
دا ناول حتماً ولولئ!

پۀ پوره معنا مو بدلوي. که نور نۀ وي، خپل انسانیت او سړیتوب پکې لیدلای شئ.
زه یې هر پښتون ته د رواني ناروغۍ د نسخې په حیث توصیه کوم؛ ویې لولئ.

د pdf لپاره یې واټساف ګروپ ته راشئ👇

که د جنایي ناولونو مینوال یاست، لاندې ناولونه ولولئ!۱- لټون ۲- څلورم نفر ۳- څارګر دوه ځلې مري۴- ورک سړی ۵- خونړۍ سپېدې۶-...
15/02/2026

که د جنایي ناولونو مینوال یاست، لاندې ناولونه ولولئ!

۱- لټون
۲- څلورم نفر
۳- څارګر دوه ځلې مري
۴- ورک سړی
۵- خونړۍ سپېدې
۶- او بیا هیڅوک نه وو

تاسو پکې کوم یو لوستی؟

15/02/2026

14/02/2026

Motivation



مبالغه نه کوم؛ خو دا بېخاره ومنئ، چې مطالعه هم دومره ضرور ده، لکه څومره چې موږ خوړو او څښو ته ضرورت لرو.تاسې د ورځې څومر...
14/02/2026

مبالغه نه کوم؛ خو دا بېخاره ومنئ، چې مطالعه هم دومره ضرور ده، لکه څومره چې موږ خوړو او څښو ته ضرورت لرو.

تاسې د ورځې څومره مطالعه کوئ؟

فسبوک پېج څنګه وده کوي؟په دې پوسټ کې لس تګلارې ذکر شوې دي، چې ستاسوپېج ته وده ورکولای شي.که غواړئ فېسبوک پېج مو وده وکړي...
04/02/2026

فسبوک پېج څنګه وده کوي؟

په دې پوسټ کې لس تګلارې ذکر شوې دي، چې ستاسو
پېج ته وده ورکولای شي.
که غواړئ فېسبوک پېج مو وده وکړي، Reach مو زیات شي او فالورز مو فعال پاتې شي، نو دا لس ساده خو اغېزمنې تګلارې حتماً عملي کړئ.

۱- منظم پوسټ کول (Consistency)
• هره ورځ یا لږ تر لږه اوونۍ کې 3–4 پوسټونه کول
• ځکه دوام د باور او ودې بنسټ دی
۲- لنډو ویډیوګانو (Reels) ته لومړیتوب ورکړئ
• له 15 تر 45 ثانیو پورې
• لومړۍ 3 ثانیې باید د پام وړ وي
۳- اصلي (Original) محتوا جوړ کړئ
• د نورو محتوا مه کاپي کوئ
• خپل فکر، خپل غږ، خپل سټایل وکاروئ
۴- ساده او پوښتنیز عنوان یا Caption ولیکئ
• خلک Comment ته وهڅوئ
• د خلکو نظر واخلئ
۵- کیفیت ته لومړیتوب ورکړئ
• یو قوي پوسټ د څو کمزورو پوسټونو نه غوره دی
۶- هشټګونه لږ خو سم وکاروئ
• له 3 تر 5 پورې
• له موضوع سره تړلي
۷- له مخاطبینو سره تعامل وکړئ
• هر Comment ته ځواب ورکړئ
• پیغامونو ته پام وکړئ
۸ یوازې په یوه برخه تمرکز مه کوئ، بېلابېل فارمټونه وکاروئ
• Posts
• Reels
• Stories
۹- د معلوماتو شننه (Analytics) مه هېروئ
• کوم پوسټ ښه نتیجه ورکړې؟
• مخاطبین کوم وخت فعاله وي؟
۱۰- صبر او دوام ولرئ
• وده وخت غواړي
• خو څوک چې دوام وکړي، بریا حتمي ده.

ستاسو پېجونه او پروفایلونه څنګه روان دي؟



زما لپاره پنځه غوره ناولونه: ۱- او بیا هیڅوک نه وو۲- پاتې شه باران دی ۳- سوفي نړۍ۴- بغدادي پیر ۵- بېوزلان ستاسو لپاره غو...
03/02/2026

زما لپاره پنځه غوره ناولونه:

۱- او بیا هیڅوک نه وو
۲- پاتې شه باران دی
۳- سوفي نړۍ
۴- بغدادي پیر
۵- بېوزلان

ستاسو لپاره غوره کوم یو و؟

Address

Slough
London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Atal Trends posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share