Economic information

  • Home
  • Economic information

Economic information د نړۍ او افغانستان اقتصادي خبرونه او پرمختګونه.
د اقتصاد اړوند مقالې او درسونه زموږ پر پاڼه وګورئ

د خپلواکۍ د بیرتۀ اخیستو ۱۰۷مۀ کلیزۀ مو مبارک شه.افغانستان دې تل ارام او سوکالۀ وي.
19/08/2026

د خپلواکۍ د بیرتۀ اخیستو ۱۰۷مۀ کلیزۀ مو مبارک شه.
افغانستان دې تل ارام او سوکالۀ وي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین:د افغانستان له لارې د هند بحیرې پورې د سوداګریزو خطونو د تېرولو پروژه ډیزاین او...
08/08/2026

د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین:
د افغانستان له لارې د هند بحیرې پورې د سوداګریزو خطونو د تېرولو پروژه ډیزاین او ارزوو.
وایي، غواړو په هرمز او باسفورس تنګیو خپله تکیه راکمه کړو او د افغانستان له لارې نوي ریل او ټرانزیتي مسیرونه د هند تر اوقیانوسه پورې ایجاد کړو.
#خبر
#اقتصاد

03/08/2026

غربت تر ټولو لوی ظلم دی؛ ځکه انسان ورو ورو وژني، خو د مړینې خبر یې څوک نه اوري.

تر ټولو دردونکې خبره دا ده چې په ډېرو ځایونو کې د لوږې چیغې د سیاست تر شور لاندې ورکېږي، د بېوزلو اوښکې د ژمنو تر سیوري لاندې وچېږي، او د عدالت خبرې یوازې تر ویناوو محدودې پاتې کېږي.

هغه ماشوم چې د کتاب پر ځای د مزدورۍ دروند بار پر اوږو وړي، هغه مور چې د خپلو ماشومانو لوږه په اوښکو پټوي، او هغه ځوان چې د کار د نشتوالي له امله خپل وطن پرېږدي، د دوی کیسې تصادف نه دي؛ دا د یوې ټولنې د ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څرګند انځور دی.

تر هغه چې د خلکو عزت د ډوډۍ له یوې مړۍ سره تړلی وي، د پرمختګ شعارونه یوازې تشې جملې دي. د هرې لوړې ودانۍ تر سیوري لاندې که د بېوزلو سلګونه ماتې هیلې پرتې وي، نو دا پرمختګ نه، بلکې د نابرابرۍ ښکلی شوی انځور دی.

غربت د خلکو انتخاب نه وي؛ خو د غربت دوام ډېر وخت د بې‌پروايۍ، کمزوري مدیریت او د عملي حل‌لارو د نشتوالي پایله وي. هغه ملت چې د خپلو بېوزلو غږ ونه اوري، یوه ورځ به د همدې چوپتیا دروند قیمت پرې کړي.

#د نیمروز پېښه

د نیمروز پۀ دښت کې د تندې له وجې د ځوانانو م.ړینه، چې پۀ ق.اچاقي لارې ایران ته تلل، ډېری پخوانیو او اوسنیو چارواکو، پرې ...
19/07/2026

د نیمروز پۀ دښت کې د تندې له وجې د ځوانانو م.ړینه، چې پۀ ق.اچاقي لارې ایران ته تلل، ډېری پخوانیو او اوسنیو چارواکو، پرې غمرازی ښودلی، خو بدبختانه چې یوه ډله ېې هم ځانونه مسولین نه ګڼي، ډېر د خواشینۍ خبره ده.
ددې مسولینو د غمرازۍ، لاندې مې د ډېرو کسانو تفصیرې وکتلې او پدې نتیجه ورسیدلم، چې دا وطن پۀ رښتیا نه جوړیږي او نه به پر موږ د بلاګانو کمی راځي.

د غربت او بېکارۍ لۀ وجې هېواد، فامیل او کورنۍ پرېږدي او سخت لارو د یو لاس ډوډۍ ګټلو لپاره کالونه کالونه مسافري کوي، خو موږ بیا وایو چې ولې تلله؟

خو دا د بې‌غورۍ، بې‌مسؤولیتۍ او ناکامو سیاستونو ژوندی شاهد دی. څومره نور انسانان باید د تندې له امله ساه ورکړي، تر څو د دې غمیزو مخه ونیول شي؟ هغه کسان چې د ښه ژوند په هیله د مرګ لارې ته اړ کېږي، د ټولنې او مسؤلو ادارو د ناکامۍ تر ټولو لوی ثبوت دی.

😭😭😭

18/07/2026

بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره باید

۱. هدف وټاکې.
۲. سخت کار وکړې
۳. صبر ولرې.
۴. له تېروتنو زده وکړې
۵. بریالیتوب به ترلاسه کړې.

د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د مسؤلینو په وینا، ...
14/07/2026

د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د مسؤلینو په وینا، د دغو زمردو د پلور ټولیز ارزښت ۲ میلیونه او ۱۱۹ زره افغانیو ته رسېدلی دی.

د زمردو شفافه او رقابتي داوطلبۍ نه یوازې د کانونو د قانوني مدیریت څرګندونه کوي، بلکې د کورنیو عوایدو د زیاتوالي، د پانګونې د هڅونې او د طبیعي زیرمو د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره هم مهم ګام ګڼل کېږي. د کانونو د شفاف مدیریت دوام کولی شي د هېواد اقتصادي ودې، د کارموندنې او سیمه‌ییز پرمختګ لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

14/07/2026

د قوشتېپې کانال.

゚viralシfypシ゚ ゚viralシ ゚

د مالیاتو د کچې کمول؛ د اقتصادي ودې او خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک ګامد دولت له لوري د مالیاتو د کچې کمول د ا...
14/07/2026

د مالیاتو د کچې کمول؛ د اقتصادي ودې او خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک ګام

د دولت له لوري د مالیاتو د کچې کمول د اقتصادي اصلاحاتو په چوکاټ کې یو مهم او اغېزناک اقدام ګڼل کېږي. دا پرېکړه د خصوصي سکټور د ودې، د پانګونې د هڅونې، د تولید د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي سیالۍ د لوړولو لپاره مناسبه زمینه برابروي. د مالیاتو د بار په کمېدو سره سوداګریز بنسټونه کولی شي خپلې مالي سرچینې د تولید، نوښت او د فعالیتونو د پراختیا لپاره وکاروي.

اقتصادي تجربې ښيي چې متوازنه مالیاتي پالیسي د پانګونې پر کچه، د سوداګرۍ پر ودې او د کارموندنې پر زیاتوالي مثبت اغېز لري. د مالیاتو کمښت د تولید لګښتونه راټیټوي، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو باور پیاوړی کوي او د خصوصي سکټور ونډه د ملي اقتصاد په پراختیا کې لا زیاتوي.

خو د دې پالیسۍ بریالیتوب یوازې د مالیاتو په کمولو پورې نه تړاو لري، بلکې د شفاف مالي مدیریت، د مالیاتو د عادلانه راټولولو، د عامه عوایدو د اغېزمن مصرف او د قانون د حاکمیت غوښتنه هم کوي. که دا عناصر په سمه توګه پلي شي، د مالیاتو د کچې کمول به د اقتصادي ودې، مالي ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره یو مهم بنسټ وګرځي.

12/07/2026

ناامیدي د انسان د ژوند تر ټولو درنه شیبه ده. داسې وخت راځي چې هره دروازه تړلې ښکاري، هره هیله مړه شوې احساسېږي او راتلونکی له تیارو ډک ښکاري. انسان فکر کوي چې نور د مبارزې توان نه لري او د ژوند ټولې خوښۍ ترې لرې شوې دي. خو حقیقت دا دی چې ناامیدي د حقیقت انځور نه، بلکې د سختو حالاتو لنډمهاله احساس دی.

ژوند تل یو ډول نه وي. لکه څنګه چې شپه د تل لپاره نه پاتې کېږي او له هرې تیارې وروسته لمر راخېژي، همداسې د ژوند ستونزې هم تلپاتې نه وي. هغه کسان چې نن بریالي ښکاري، ډېری یې پرون له ناکامیو، اوښکو او سختیو سره مخ شوي وو. همدا ستونزې وې چې هغوی یې پیاوړي کړل او د بریا تر دروازې یې ورسول.

که نن دې زړه مات وي، که هیلې دې کمزورې شوې وي او که داسې احساس کوې چې هېڅوک دې نه درک کوي، بیا هم خپل باور مه بایله. هره اوښکه، هره ناکامي او هره سخته ورځ یو درس لري. صبر، هڅه او هیله هغه رڼا ده چې انسان له تیارو راوباسي.

هېڅکله ځان کمزوری مه ګڼئ. ته تر خپلو ستونزو ډېر پیاوړی یې. نننۍ سختۍ به سبا یوازې یوه خاطره وي، او هغه ورځې به راورسي چې د نن له صبر او مبارزې به ویاړې. نو تر ټولو سختو شېبو کې هم هیله ژوندۍ وساته، ځکه تر ټولو ښکلي بدلونونه ډېر وخت له تر ټولو سختو ورځو وروسته راځي.

08/07/2026

د ملګري بیلتوب رښتیا هم سخت وي.

د شاپور ځدران جسد کابل نړیوال هوایي ډګر ته راورسیدل.
همسنګره ملګرو لپاره ېې بیلتون سخت دی.

روح ېې ښاد

Address


Telephone

+93775757170

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Economic information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share