The Daily Exchanges

  • Home
  • The Daily Exchanges

The Daily Exchanges News & Events Around The World. tiktok.com/.daily.exchange News, Events and Entertainment

09/09/2026

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي.
احمد شاه مسعود يو اتل و.

ايا تاسو کرزي خبرو سره موافق ياست؟

09/09/2026

معسود څنګه ووژل شو؟
د احمدشاه مسعود له وژنې ۲۵ کاله وروسته، د دوو تونسي بریدګرو عبدالستار دحمان او راشد بوراوي العویر پټ هویتونه او د هغوی د اسنادو او مالي شبکې جزییات روښانه شوي دي. دغه دوه بریدګر چې په جعلي بلجیمي پاسپورټونو او د مراکشي خبریالانو په هویت افغانستان ته تللي وو، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهمه (د ۱۳۸۰ کال د وږي ۱۸مه) یې مسعود په تخار کې په یوه ځانمرګي برید کې وواژه. د دغه ترهګریز برید تر شا د القا.عـد.ې شبکې او په بلجیم کې د توندلارو ملاتړو یو پراخ سازمان شتون درلود چې د بریدګرو لپاره یې جعلي اسناد او مالي امکانات برابر کړي وو.

د څېړنو پر بنسټ، عبدالستار دحمان د «کریم توزاني» او راشد بوراوي العویر د «قاسم البقالی» په جعلي نومونو افغانستان ته سفر کړی و. دحمان په تونس کې په یوه بډایه کورنۍ کې زېږېدلی و او په بلجیم کې یې د ارتباطاتو په څانګه کې نیمګړې زده‌کړې کړې وې، په داسې حال کې چې العویر په جرمني او ایټالیا کې له کار کولو وروسته بلجیم ته تللی و او هلته یې په نساجۍ کې کار کاوه. د دوی د سفر اسناد او ویزې د ۱۳۸۰ کال د زمري په ۵مه په اسلام‌اباد کې د طالبانو له استازولۍ څخه ترلاسه شوې وې او هغوی ته د «اسلامي رسنیو د څار مرکز» په نوم یو جعلي معرفي‌لیک هم ورکړل شوی و ترڅو پرې د مسعود باور جلب کړي.

بریدګرو تخار ته له رسېدو وړاندې له عبدالرب رسول سیاف او برهان‌الدین رباني سره لیدلي وو او له رباني سره یې یوه غیرمسلکي مرکه هم کړې وه، چې رباني وروسته وویل د هغوی په چلند او پوښتنو کې یې ګډوډي احساس کړې وه. د خواجه بهاءالدین په مېلمستون کې د اوسېدو پر مهال، د هغوی د پاسپورټونو طالباني ویزو د کنټرول د کارکوونکي پام ځان ته اړولی و، خو د سیاف معرفي‌لیک د هغوی د شکونو د لیرې کېدو لامل شو. د مرکې په ورځ، کله چې فهیم دشتي د کمرې تر شا و او مسعود خلیلي ژباړه کوله، په کمره کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د مرکې په جریان کې وچاودېدل چې له امله یې احمدشاه مسعود ووژل شو او یو بریدګر په چاودنه کې او بل د تېښتې پر مهال ووژل شول.

له دغې پېښې دوه ورځې وروسته په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه وشول، چې د امریکا د څېړنیز کمیسیون د راپور له مخې، د مسعود ترور د القا.عـد.ې او طالبانو ترمنځ د یوې معاملې پر اساس پلان شوی و ترڅو د امریکا له احتمالي بریدونو وړاندې د طالبانو رضایت ترلاسه کړي. د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، په کابل کې د القـا.عـد.ې له یو کمپیوټر څخه د مسعود د مرکې غوښتنلیک ترلاسه شو او په اروپا کې هم پولیسو وموندله چې په برید کې کارول شوې کمره په فرانسه کې غلا شوې وه. په بلجیم کې طارق معروفی د جعلي اسنادو د چمتو کولو په تور وپېژندل شو او په ۲۰۰۵ کال کې د فرانسې یوې محکمې درې تنه، عبدالرحمن عمروض، عادل تبورسکي او یوسف العوني، د بریدګرو د مالي او تدارکاتي ملاتړ په تور په بند محکوم کړل.

09/09/2026

نړۍ کې څه روان دي🤔؟
تیره شپه د نړۍ لپاره خصوصاً د منځنی ختیځ لپاره یو له بحراني او له خطعـ.ـرانکه حرکاتو ډکه شپه وه، امریکا ادعا وکړه چې موږ پنځه ایراني بیړۍ ویـ.ـشتلي، هم مهال ایران د امریکا په بیړیو بر۔ید وکړ او د دوي په وینا دوه بیړۍ او اته د نفتو کیښتۍ یې غر.قې کړي.
له دې سره یې په اردن کې د امریکا په اډو هم سخت بر۔یدونه کړي، ویل کېږي چې یاده اډه د امریکایې F-15, F16, F35 الوتکو لپاره کارول کېده.
بل خوا اردن ادعا کړې چې موږ د سرویې په فضا کې بیشمیره ایراني توغـ.ـندي شنډ کړي، خو ایران په لومړۍ څپه کې ٢٥ توغـ.ـندي د امریکا په اډې توغـ.ـولي دي...!
بل خوا روسیه د اوکراین سره د جن/ګ په تاریخ کې د اوج مرحلي ته رسیدلی دی، بر۔یدونه دومره حد ته سخت او زیات شوي؛ چې هااخوا پرته اروپا یې هم سخته وارخطا کړي ده، او که داسې روان وي شاید دا وارخطا کېدل یې په حقیقت بدل شې، ځکه د روسیه آرادي ور.اني ښکاري...!
اسرایل او ترکیه سره خوله په خوله دې، نن هم یو یهودي چارواکي ویلي چې موږ به له ترکیه بڼکي اوباسو، او ډېر امکان لري چې په دې ګرم ماحول کې دوي هم سره واوړي.
هااا د جن/ګ میدان هم چمتو دی او هغه د شام ځمکه ده. که چیرته پراخ شې نوري ځمکې پکې هم راتلی شې.
د خلیج زیاترو هیوادونو، بحراین، امارات، اردن او... کې وګړو ته ویل شوي چې د نفتو له فابریکو او مهمو ځاینو څخه لرې اوسي، ځکه چې وضعیت معلوم ندی شاید له آسمانه نامعلوم شیان راولویږي.
عراق په بشپړ ډول آمده دی چې وسځوي، ځکه چې د دې سیمې سیځل د ځینو لپاره تر ټولو مهم دي.
غزه او لبنان خو لا له وړاندي د او۔ر په لمبو کې سوځي او مصر هم په امان کې ندی او د ځینو په اوبو کې ورته شګه شته دی.
د سعودي ځمکه هم د او۔ر لمبو ته په بشپړ ډول ورنیژدي شوي ده، یمنې حوثا۔تو قسم کړی چې د عربو شیخان به راڅخه داسې په ارام خوب ونکړي، تیره شپه او ورځ یې هم عربستان سخت وران وران ویشتلی دی، او دا د سعودي جنګ هم پراخیدونکی دی.
مهم اړخ یې دا دی چې مکی تړون له مخې ورسره باید ترکیه او پنجاب شانه به شانه ودرېږي، او نن له پنجاب څخه داسې اوزي هم راپورته شوي، چې موږ به د مکی دفاع ته عملاً راټوپ وهو، که چیرته پنجاب راودانګي؛ نو په عواقبو خو یې تاسو ښه خبر یاست چې پنجاب به د کوم ډول برخلیک سره مخ شې.
ځینې پنجابې چارواکې وایې امریکا او سعودي له موږ سره دوکه کړي، تړونونه له موږ سره کوي؛ خو د نفتو ستري پروژي بیا له افغانستان سره لاسلیک کوي.
د تیلو په دا سخت اخ و ډب کې سعودي له افغانستان سره د نفتو هوکړه کړي، چې ځینو ته سوالونه او پنجاب ته یې سختې اندیښني پیدا کړي دي...!
ایران له دفاعي حالته وتلی دی او اوس د ځان وژني په هغه مرحله کې دی، چې امریکا یې د تیښتې حالت ته مجبوره کړي ده، خو یهود هېڅکله په شاه کېدونکي نه دي. که امریکا هر څومره شرمونکي ماتي ته نېژدي شې، خو یهود به یې پرینږدي چې تیښته وکړي، او ډېر ژر به یهود هم یو ځل بیا مسقیماً راودانګي.
هو ډېری به دا فکر کوي چې دا راولاړ شوی ناورین به ارام شې، مګر ما چې درته څنګه پخوا ویلي ؤ؛ چې دا اور به لاپرمختګ وکړي، اوس ښکاري چې اور د پرمختګ په مرحله کې دی او بیا یې هم وایم چې لا نور شدت به وکړي تر هغې چې میکروبونه په بشپړ ډول لمنځه نه وې تلي...!
゚

09/09/2026

ایران له امریکا سره د جـ.ـګړې د پای ته رسولو په موخه لاندې شرایط وړاندې کړل:

۱- د ایران پر ضد دې جـ.ـګړه په بشپړ ډول ودرول شي!

۲- نور دې د ایران له تهدید.ولو څخه لاس واخلي!

۳- لبنان څخه باید اسرائیـ.ـل بېرته شاتګ وکړي!

۴- یمن کې د حوثـ.ـیانو محـ.ـاصره باید پای ته ورسېږي!

۵- د ایران (۲۴) ملیارده بلاک شوي ډالر دې ازاد شي!

۶- د ایران په هستوي او توغـ.ـندیزو برنامو کې له مداخلې څخه لاس اخیستل!

پورته شرایط د سپاه‌پاسداران ویاند خپاره کړل!

09/09/2026

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر:

پاکستاني اجیر ځواکونه خپل معاشونه نه ترلاسه کوي؛ افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ تړون لاسلیکوي.

عادل راجا، د پاکستان د پوځ پخواني افسر، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغانستان او سعودي عربستان د ۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ تړون لاسلیک کړی دی.

هغه د پاکستان او افغانستان د اقتصادي وضعیت د پرتله کولو پر مهال لیکلي چې د پاکستان اجیر ځواکونه حتی خپل معاشونه هم نه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې افغانستان د انرژۍ په برخه کې د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د سترو پانګونو د جذب په حال کې دی.

09/09/2026

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپټمبر په ۱۶مه په خپله درې‌میاشتنۍ غونډه کې د افغانستان وضعیت وڅېړي.

09/09/2026

د ټرمپ بله دعوی!
د سيپټمبر په 6 ټرمپ په "Truh Social" ټولنیزه رسنۍ کې د امریکا له توغ"بیرغ" او سپوږمۍ سره یو انځور خپور کړ او ورسره لیکلي یې وو چې سپوږمۍ زمونږ ده .
د "1967" ز کال د تړون له مخې چې امریکا هم لاسلیک کړی پکې راغلي دي چې هېڅ هیواد او شخص نه شي کولای چې د سپوږمۍ په ګډون نور اسماني جسمونه خپل شخصي ملکیت وګڼي او یا یې تصرف کړي ، سپوږمۍ ته تګ هلته د امریکا بیرغ درول او یا د کومې اډې جوړول به په دې مانا نه وي چې دا د دوی ملکیت شو بلکې هلته هر هیواد دا کار کولای شي او هغه هم یواځې د څېړنو لپاره .
ټرمپ تر دې مخکې د هُرموز تنګی ، ګرینلېنډ ، کاناډا او د پانامې کانال هم د امریکا ملکیت ګڼلی وو دا دی اوس یې په سپوږمۍ هم دعوی وکړه .
هسې نه زمونږ په هیواد دعوی وکړي دا سړی بیخي لېو.نی غوندې ده

09/09/2026

د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د ابادۍ چارې تر پخوا اوس ډېرې چټکې شوي .
نن ملګري بلال خوګیاڼي دا انځورونه اخیستي چې تازه یې کارونه په چټکۍ سره روان دي .
یاد سړک نه یوازې په دې لویه لاره کې د پرتو ولسونو لپاره اسانتیا ده بلکې د کابل په شمول مرکزي اسیا ته به هم په دې لار لویې موټرې تګ راتګ کوي.
څه وخت یې کارونه ولاړ و اوس الحمد لله د کابل له لوري هم کارونه روان دي د جلال اباد خوا یې هم د جوړېدو په حال کې ده .
پخیر دې وشي هر ستړي کارګر ته لوی ژوند .

09/09/2026

منځنی ختیځ!
امریکا ادعا کړې ده چې تېره شپه یې د ایرا..ن ۵ ټانکر بېړۍ ویشتلي دي ، سينټکام وایي دا کار یې وروسته له هغې وکړ چې ایر..ان د دوی په بېړۍ توغندی فایر کړ .
ایر..ان بیا ادعا کړې ده چې هُرموز تنګي ته نږدې یې د امریکا دوه جنګ.ي بېړۍ چې کروز او نور توغندي یې لېږدول ویشتلي او سخت زیان یې ور اړولی دی .
د دې تر څنګ له ویډیو ګانو ښکاري چې په اردون کې د امریکا په یوه اډه د ایرا..ن د بالیستیک توغندی باران وریږي .
د رسنیو له قوله امریکا د ایرا..ني توغندیو د له منځه وړلو لپاره خوا و شا 60 د پاترویت دفاعي توغندي کارولي خو بیا هم ۳ یا ۴ ایرا..اني توغندي د امریکا په اډه لګېدلي دي .
ایر..ان د کویټ او بحرین په اوبو کې ټولو بېړیو ته امر کړی چې عاجل دې له سیمې ووځي کنه وبه ویشتل شي .
په هر حال ملګرو پرون ایر..ان یو امریکایي خودکاره اوبتل نیولی وو او یوه قیمتي ډرون یې را پرځولې وه او تر څنګ یې امریکا هم د بریدونو ګواښ کړی وو چې بیا یې برید.ونه هم وکړل .
بل د یم..ن حوثیا..نو سعودی هم ویشتی وو چې نېغ په نېغه د ایر..ان لاس پکې وو او سعودي بیا امریکا تحر.یک کړه چې پر ایر..ان غچ اخیستونکي برید.ونه وکړي دا هم د قضیې یو اړخ کېدلی شي .
د ایرا..ن په بېړیو له برید.ونو وروسته په نړیواله کچه د تېلو قېمتونه بیا لوړ شویدي .
نو وبه ګورو چې ایر..ان څه کوي ؟؟

09/09/2026

جو بایډن:
سرطان مې له دننه خوري

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د خپل روغتیايي وضعیت په اړه ویلي: «سرطان مې له دننه خوري، بدن مې له منځه وړي او هډوکو ته مې هم رسېدلی دی.»

Address

26

2587

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when The Daily Exchanges posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Want your business to be the top-listed media company?

Share