
10/07/2025
د یمن انصارالله حوثي ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان له لارې اعلان وکړ چې دوی د سره سمندر په اوبو کې د "ایترنیټي سي" نومې بېړۍ ډوبه کړې، دا بېړۍ "د اشغال شوې امالرشراش (ایلات)" پر لور روانه وه. دا برید په څو ورځو کې دویم ورته برید بلل شوی.
حوثیانو د فلسطینیانو ملاتړ اعلان کړی او له ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د غزې جګړې له پیل راهیسې یې څو ځله پر اسرائیل توغندي توغولي دي.
د اروپايي ماموریت "اسپیدس" چې په سیمه کې د بېړیو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوی، ویلي چې د "ایترنیټي سي" د بار وړونکې بېړۍ شپږ عمله وژغورل شوه، خو درې نور د دوشنبې او سه شنبې د ورځې په برید کې ووژل شول.
بشپړ راپور یې دلته لوستلی شئ:
د یمن انصارالله حوثي ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان له لارې اعلان وکړ چې دوی د سره سمندر په اوبو کې د "ایترنیټي سي" نومې بېړۍ ډوبه کړې، دا بېړۍ "د اشغال شوې امالرشراش...