
19/10/2024
نه چې د ژوند تراخه وختونه ئی دنیاته ژړل
یا به ئې ما پسې ژړل یا به ئې ماته ژړل
دلته ما بندې دروازې ته څڅؤلې اوښکې
هلته به هغې لیونۍ د ور نه شاته ژړل
محنت مې ځائے اونیوو خپلو دعاګانو را کړې
یاره په نیمو نیمو شپو به مې الله ته ژړل
اوس چی ته ژاړې نو ما هم ځان سره وژړوې
تابه په ما پورې خندل چې ما به تاته ژړل
زه پوهیدم په تا به کله کله بوج شومه خو
نور مې په دې کلې کښی څوک وو مابه چاته ژړل
بیتابہ ما به هم ملګری په ځان نه پوهؤل
هغې به هم د ټولو خلقو نه یو خوا ته ژړل