AKBAR ALI AKBAR poetry

AKBAR ALI AKBAR  poetry poetry

طمــــع مـــې خوريږي اميــــدونه خپه نيــولي ديتاتــــه مې د ستــــړي ژوند خوبونه خپه نيولي ديلاړې رڼــــاګانې د شفـــق ...
06/09/2026

طمــــع مـــې خوريږي اميــــدونه خپه نيــولي دي
تاتــــه مې د ستــــړي ژوند خوبونه خپه نيولي دي

لاړې رڼــــاګانې د شفـــق لمــــــن کښ پټــــې شوې
مـــــات نه شــــي لوظونه ماښامونه خپه نيولي دي

لړې ســتا دغـــم مې پۀ اسمـــان د غم خورې شولې
اوس بــــه وؤريــږي بارانونـــه خپــــه نيـــــولي دي

کلـــه به د زلفـــــو لوګــــي پــــورته اننګـــــو نه شي
دغــــــه تـــورو شپـــو کښ سحـرونه خپه نيولي دي

راوړه ديـــــدنونه نــــور د زغـــم کاسه مې ډکه شوه
زړۀ کښ مـــې د عمــــر ارمانـــونه خپــــه نيولي دي

پيغلې کلۍ ګل شوې هسې نه اوس پاڼـې پاڼـې شي
راشــــه په تلــو تلـــو کښ بهــــارونه خپه نيولي دي

ويــــرې د دنـــيا نه يـي ليونــــــۍ ته اړوے نۀ شــم
سترګـــــو کښ بلا ګيلـــې سوالونه خپه نيولي دي

هـــــرې يو ارزو مـــې د حســـرت جامه پۀ غاړه کړه
خـــاندم خـــو ګوګل کښ مې دردونه خپه نيولي دي

شــاته شـــاته ګورې څوک شو پاتې د ژوندون په لار
چــــــاته دې خــليـلــــه قـدمـــــونه خـــپه نيولي دي

مجيد الله خليل صيب

نـــور کارونه رانه پاتې ټـــول ميـــرات دي سـتا غمــــونه سرخــوړلي دومره زيات دييا دې يــاد هــــم لکه ستا راســــره پر...
06/09/2026

نـــور کارونه رانه پاتې ټـــول ميـــرات دي
سـتا غمــــونه سرخــوړلي دومره زيات دي

يا دې يــاد هــــم لکه ستا راســــره پريښوه
يا زمــــا د تصــــور سانګــــونه مــــــات دي

يــــو ارمــــان مـــې هم د زړۀ نۀ پوره کيږي
جــــوړ زمــا پۀ لاس کښ کرښې د بيلات دي

د ښــائست سوارۀ دې ټول پۀ وسله پـور شو
ستــــا نظـــر تـه د زړګــــو ملکـــونه رات دي

د سکــــون څـــادر مې راښکلــــو اودۀ شـوم
سوځــــؤلې مــې وعـــــدې د مـــلاقـــات دي

بې شعـــــورو ته خبـــــرې د شعــــــور کــــړم
خلــق وايـــي خــــراب شـــوي يي خيالات دي

څـــــۀ اســـــــرار کــوي يــاري د سنګــــــدلانو
څــــۀ جـــوړ کاڼــــو ورؤلو تــــه حـــــالات دي

ډاکټر اسرار اسرار صيب

02/09/2026

بــــې مهــــري ده ،تهـــمتونه ، افــــسانې دي
زمـــــانې په ميــــنه کړې څـــــه کانـــــې دي

تــــا پـــه خپـــله کړې خبـــرې رنــــګ امېزې
مــــونـږه وئيـــلې ورتـــه کله بهــــانــــې دي

ابـــادي د خـــوب د کلـــــو درنـــــه غــــواړي
حـــــقيقت درتــــــه نېــــولې ويــــرانـــې دي

هغــــه اوښکــــې مــــې تسبــې د وظيفو دي
پکــــښ پټـــې چـــې د مېنـــې استـــانې دي

تذکـــره کښ ســـتا د ستــرګو چې شوې يادې
شاعــــرۍ کــــښ معــــتبرې ميــــخانـــې دي

مسکيـتوب کښ دې يو ساز د رنګ په سيوري
بهـــــارونو له ورکـــــړي تـــــرانـــــــــــــې دي

ســــرمــــايه ده د يونـــــس د زړۀ دردونــــــه
مــــــلغــــلرې د زخـــــمونــــو خــــزانــــې دي

ميجر يونس خليل صيب

Big shout out to my newest top fans! 💎 Zahir Jan Tasneem, Akbar Ali, Totali Dagai, Rahman Sher, Hameed KhanDrop a commen...
02/09/2026

Big shout out to my newest top fans! 💎 Zahir Jan Tasneem, Akbar Ali, Totali Dagai, Rahman Sher, Hameed Khan

Drop a comment to welcome them to our community,

Address

Qasim Khel Buner
Buner

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AKBAR ALI AKBAR poetry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to AKBAR ALI AKBAR poetry:

Shortcuts

Share