22/12/2023
دا ښـه ده چــــــــــــــې اوده نـه وۀ خبـر شـوه يـوه پيغلـه
پـهٔ مينـه د انســـــــــــــــان پـرهـر پـرهـر شـوه يـوه پيغلـه
پيـــــــــــريـانـو خپلـه غـوټـه واخـلـۍ خپلـه ورتـه ورکـړﺉ
خپــــــــــل حـق تـه مستحکـم لکـه د غـر شـوه يـوه پيغلـه
جــــــــــــــــــــــــذبـو ئـي ارادو تـه حـرارت د تـکل ورکـړو
يـوه وۀ دوه شـوې درې شـوې بيـا لښکـر شـوه يـوه پيغلـه
بنګــــــــــــړي ئـي د لاسـونـو د بـابـا پـهٔ درشـل مـات کـړل
جـابـر پسـې د کـــــــــــــــــــور نـه رابهـر شـوه يـوه پيغلـه
شمـلـې د معـــــــــــــــــــــــــــززو مشـرانـو تـرنـه ځـار شـه
بيښــــــــــــي پـاميـر پـاميـر خيبـر خيبـر شـوه يـوه پيغلـه
تيـارو نـه پـهٔ تيـارو کښــــــــې بـې درکـه ځـوانـان غـواړي
د وخـت د اقتـدار ســـــــــــــــره پـهٔ شـر شـوه يـوه پيغلـه
چـې رنـګ د مـــلالـۍ پـهٔ ولـولـو شـوه نـو مـاه رنـګ شـوه
ميـرمنـه د غيـــــــــــــــــــرت د لـوﺉ ټبـر شـوه يـوه پيغلـه
چـــې کينـاستـه محکمـه تـاتـره شـوه پـهٔ خپـل ذات کښـې
چـې اودريـده پـهٔ سـر لکـــــــــــــه نښتـر شـوه يـوه پيغلـه
ورځــــــم چـې د ځـوانـانـو پټـکـي هـم ورتـه پـهٔ سـر کـړم
د بـاز لکـــــــــــــــــــــه راتـاوۀ پـهٔ سنګـر شـوه يـوه پيغلـه
مـا ويـل چـې ورک لعلــــونـه بـه پـۀ چـا بـانـدې پيـدا کـړم
زۀ ښـه شــــــــــوه چـې دې کار تـه مقـرر شـوه يـوه پيغلـه
غــــــــــــــــــزل د شيـرينـۍ پـهٔ اننګـو ئـي رانـه هيـر کـړو
چـې پـاڅيــــــــــــــــــده سنـدره د منظـر شـوه يـوه پيغلـه
امام منظر