04/03/2024
آزادي ده، آزادي ده، آزادي ده
خو په نوم ريښتيا خبرو پابندي ده
چې مدام د تړمو اښکو په خوارک شي
دا زموژه زندګی څه زندګی ده
بيا مي چرته په کوم ګل سترګې خوږې شوي
نن مي بيا د نظر غيږ ازغي، ازغي ده
خو زموږ د وينو رنګ دی نور څه نه دي
په شفق که په افق باندې سرخي ده
په ساده ساده ريښتيا ريښتيا خبرو
د صابر سره د ډيرو دشمني ده