18/09/2026
د افغان طبي محصلینو لپاره یوه هیلهبښونکې خبر
په پاکستان کې د افغان طبي محصلینو د ویزو او زدهکړو په اړه د وروستیو پرېکړو له امله ګڼ افغان محصلین له اندېښنو سره مخ وو.
خو اوس د پاکستاني خبریال طاهر خان د معلوماتو له مخې، اته افغان طبي محصلینو ته د یوه کال تعلیمي ویزې ورکړل شوې دي. د دغو محصلینو له ډلې ډاکټر نصیب الله کاکړ هم د ویزې ترلاسه کول تایید کړي او د پاکستان له حکومت څخه یې مننه کړې ده.
دا پرېکړه د هغو افغان محصلینو لپاره چې خپلې طبي زدهکړې یې نږدې بشپړې کړي، یو مثبت او هیلهبښونکی پرمختګ بلل کېږي.
هیله ده چې د افغان محصلینو د زدهکړو پاتې ستونزې هم د تفاهم او بشري ملاحظاتو له لارې حل شي، څو دوی وکولای شي خپلې زدهکړې په ډاډه زړه بشپړې او د خلکو د خدمت لپاره مسلکي ډګر ته داخل شي.
18/09/2026