Ibrahimi TV

Ibrahimi TV په دې پاڼه د کرکټ له ډګره تازه او دقیق معلومات خپریږي.

راشد خان د بنګله دېش خلاف راتلونکو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه تمرینات پیل کړې دي.
27/09/2025

راشد خان د بنګله دېش خلاف راتلونکو سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه تمرینات پیل کړې دي.

افغان ویلچیر معلولینو ملي لوبډله د شل اوریز سیریز په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه!د افغانستان ويلچير ملي لوبډله به په...
27/09/2025

افغان ویلچیر معلولینو ملي لوبډله د شل اوریز سیریز په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه!
د افغانستان ويلچير ملي لوبډله به په دغه سفر کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې څلور شل اوريزې لوبې ترسره کړي، چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نيټه به پيل او د اکتوبر مياشتې تر ۲مې نيټې پورې به دوام وکړي.

نن په آسیا جام کې دمه ده!سبا یکشنبه ماښام ۷ بجې د یاد جام پایلوبه د هند او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.
27/09/2025

نن په آسیا جام کې دمه ده!
سبا یکشنبه ماښام ۷ بجې د یاد جام پایلوبه د هند او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.

27/09/2025

د آسیا جام تر ټولو جالبه او زړه راښکونکي لوبه ترسره شوه.

د سږکال آسیا جام لومړۍ سلیزه سریلانکايي پتوم نېسنکا ووهله!هغه د هند خلاف د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې د ۶ شپږیزو او...
27/09/2025

د سږکال آسیا جام لومړۍ سلیزه سریلانکايي پتوم نېسنکا ووهله!
هغه د هند خلاف د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې د ۶ شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ په ۵۸ توپونو باندې ۱۰۷ منډې وکړې.

له یوې په زړه پورې لوبې وروسته هند په سوپر اور کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.بېګا د اسیا جام د څلور غوره پړاو (سوپر فور) ورو...
27/09/2025

له یوې په زړه پورې لوبې وروسته هند په سوپر اور کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.
بېګا د اسیا جام د څلور غوره پړاو (سوپر فور) وروستۍ لوبه چې د هندوستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه مساوي او لوبه سوپر اور ته ولاړه، چې په سوپر اور کې هند سریلانکا ته ماته ورکړه.

سریلانکا په سوپر اور کې هند ته د دوو لوبغاړو په سوځېدو د درې منډو هدف ورکړ، چې هند دا هدف پرته له کوم زیان په لومړي توپ پوره او سیالې لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

د سریلانکا خلاف د نن لوبې مخکښ هندي توپ وهونکي
26/09/2025

د سریلانکا خلاف د نن لوبې مخکښ هندي توپ وهونکي

هند د روان آسیا جام لوړ هدف جوړ کړ!هندوستان نن د آسیا جام سیالیو د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې ښکلې لوبه وکړه او سری...
26/09/2025

هند د روان آسیا جام لوړ هدف جوړ کړ!
هندوستان نن د آسیا جام سیالیو د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې ښکلې لوبه وکړه او سریلانکا ته یې د ۲۰۳ منډو ستر هدف وټاکه.

هندی ابېشیک شرما په ۳۰۹ منډو د روان آسیا جام سیالیو مخکښ توپ وهونکی دی.
26/09/2025

هندی ابېشیک شرما په ۳۰۹ منډو د روان آسیا جام سیالیو مخکښ توپ وهونکی دی.

تر عظمت عمرزي او محمد نبي وروسته د سږ کال اسیا جام درېیمه چټکه نیمه سلیزه ابیشک شرما ووهله!ابیشېک شرما د سریلانکا خلاف پ...
26/09/2025

تر عظمت عمرزي او محمد نبي وروسته د سږ کال اسیا جام درېیمه چټکه نیمه سلیزه ابیشک شرما ووهله!
ابیشېک شرما د سریلانکا خلاف په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله

افغان الراونډر ګلبدین نایب عمره وکړه، هغه تازه اوس پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلی"الحمدلله چې د عمرې مبارک سفر مې په سکون، تو...
26/09/2025

افغان الراونډر ګلبدین نایب عمره وکړه، هغه تازه اوس پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلی"
الحمدلله
چې د عمرې مبارک سفر مې په سکون، توبه او د الله ج د رضا په لټه کې بشپړ کړ. د دې سفر په ترڅ کې مې زړه د الله د رحمت او مغفرت په هیلو ډک شو. دعا کوم چې الله تعالی ټولو مسلمانانو ته د خپل کور زیارت نصیب کړي او موږ ته توفیق راکړي چې د هغه عبادت او نېک عملونه ترسره کړو.
الله پاک دې زموږ ټولو ګناهونه وبخښي او په خپل فضل او کرم دې راته د خپلې نېکۍ لاره پرانیزي"

د آسیا جام د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې سریلانکا د هند پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې هند ته د توپ وهنې بلن...
26/09/2025

د آسیا جام د سوپر فور پړاو په وروستۍ لوبه کې سریلانکا د هند پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

Address

Pakistan
Islamabad
04403

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ibrahimi TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category