10/09/2025
دا اوس خبر شوم چې د دې کتاب پهٔ ټائټل کښې د پاکستان پهٔ نقشه اعتراض شوے دے او د دغه اعتراض نه وروستو، د "ډسټ آن بک" د شهاب (شېبي) او هلته د پارټ ټائم کار کوونکي عبېد پهٔ کور ساده جامو کښې خلک ورختلي دي، د کور ستر ئې هم مات کړے دے او د شهاب يو ورور (شهزاد) او د عبېد پلار (سلسلت شاه) او دوه وروڼه (روح الله او ذبيح الله) ئې بوتللي دي. ځائي تهاڼې وائي چې مونږ نهٔ يو خبر او اېف آئي آر هم نهٔ ليکي.
کهٔ پهٔ کتاب نيوکه شته نو د پوليس کېس دومره ولې سنسټائز کړے شو؟
بل د کتاب ليکوال 'اېمل خټک' پهٔ ټويټ کښې د 'مارخور' نومې اکاونټ نه پهٔ اعتراض راتللو ځواب ورکړے دے چې دا نيوکه بېخي سمه ده او د کتاب د چاپ چارې ئې ځنډولې شوې دي.
دا کله هم د زغملو او منلو وړ خبره نهٔ ده!
Dust On Book
حيات روغانے