13/02/2026
يا دې ياري پرېږدي او يا دې زړه سندان اوساتي
ګينې په چل دې د سړي نه سړ؎ ځان اوساتي
د؎ هوښيار شو؎ د؎ په تش شاباسي کار نه کوي
خان ته دې وايه چې حجرې له نوکران اوساتي
مونږ په دې خپل لېونتوب ډېر خواږه ياران اوبائېلل
خو دا هم توره ده سړ؎ چې خپل ايمان اوساتي
ستا په يوه خله کښې دا دوه ژبې؟دا څنګه ساتې؟
لکه يوه ښځه چې دوه دوه خاوندان اوساتي
هغه که خوا مخوا په ضد وي چاله زړه ورکوي
نو د خپل کور د کوټې چهت کښې دې ماران اوساتي
زما خلاف د ګواهۍ په دليل ولې چپ شو
خله دې راوسپړي جاري دې خپل بيان اوساتي
په يوه شپه کښې د جنت دوزخ حساب کېد؎ شي
خو په سينو کښې دې دردونه د جهان اوساتي
د دې نيازبينې جينۍ پلار دې الله نه مړ کوي
ګينې نو خدائ خبر که مور يې ماماګان اوساتي
اقباله! دوئ ته هرې خوا نه خطرې پېښې دي
دا پښتانه دې خدائ بينا کړي چې مېدان اوساتي.
اقبال مومند صيب