
27/09/2025
د فېسبوک په مرسته فريلانسنګ!
لمړی پکار ده چې د فريلانسنګ په اصلي معنی پوه شو، فريلانسنګ دې ته وايي چې تاسې له کوره او هر ځای څخه کار وکولای شئ يعنې ستاسې د کار آزادي. که چېرې ته ګرافيک ډيزاينر يې، ويب سايټ جوړوې، ډيجيټل مارکيټنګ باندې پوهېږې او يا داسې نور مهارتونه چې ته پرې فريلانسنګ وکولای شې نو د فايور او اپ ورک تر څنګه تاسې کولای شئ د فېسبوک په مرسته هم فريلانسنګ وکړئ.
څنګه؟
د افغانستان هر ولايت کې چې هر شرکت موجود وي هغوی ه #تمن فېسبوک پاڼه يا اکاونټ لري، تاسې هره ورځ تر ۱۰ شرکتونو تلیفون شمېره، شرکت نوم، ايميل، ادرس په انلاين يا افلاين ايکسل شيټ کې ورسوئ. تاسې اوس د ايميل يا وټساپ لپاره د چټ جي پي ټي په مرسته يو فارمټ تيار کړی او ټولو شرکتونو ته ايميل يا وټساپ له لارې تماس ونيسئ او ورته ووايۍ چې زه ستاسې دغه کارونه په کم او ارزانه کولای شم.
په ياد ولره!
لدې مخکې چې تاسې دا کارونه پيل کړی نو خپل د کارونو ځينې بهترينې نمونې مو خپل شخصي ويب سايټ، لينکډن اکاونټ، فېسبوک اکاونټ يا نورو معتبره ځايونو کې اضافه کړی او هم د ايميل يا وتساپ په ميسج کې مو ورته د کارونو نمونو لينکونه هم ورواستوئ.
يادونه: زه هر پوسټ د خپلې تجربې په اساس تاسې سره شريکووم. کا تاسې د فريلانسنګ لپاره نورې لارې چارې لرئ نو کمنټ کې يې راسره شريکې کړئ.