د رڼا ملګري باجوړ

د رڼا ملګري باجوړ ده رنړا ملګرۍ یم
ده جهالت مخالف یم

19/09/2025

د امن ده غږ فرض دې نوري ټولي مسلئ مستحب دي
#مولاناخانزیب

پريس ريليز د ملي شهيد مولانا خانزيب د کورنۍ دپاره سرکار د يو کروړ روپو مرستې اعلان کړې وو  د قامي اتل مولانا شهيد ژوند ا...
18/09/2025

پريس ريليز
د ملي شهيد مولانا خانزيب د کورنۍ دپاره سرکار د يو کروړ روپو مرستې اعلان کړې وو
د قامي اتل مولانا شهيد ژوند او هلې ځلې د هغه علمي وفکري او روحاني جدوجهد د دين او قام دپاره وو
بايد چې حکومت وقت د عوامي نشنل ګوند د جايز غوښتنې سره سم د حقايقو معلومولو او د انصاف د تقاضو پوره کولو دپاره ازادانه او بي طرفه تحقيقاتي جوډيشل کميشن جوړ کړې وې
د شهيد اسلام مولانا خانزيب او د هغه د ملګرو د شهادت په پيښه د واکمنو لخوا د جوډيشل کميشن نه جوړه ولو نه پس مونږ د حکومتي مزکوره مالي مرستې د اخيستو نه د معزرت اعلان کوو
مونږ د الله په فضل ،‌د ملګرو ، دوستانو او د اولس په مرسته يقين لرو
شيخ جهانزاده ممبر مرکزي کونسل ANP

14/09/2025

سفير امن 🕊️🕊️
#مولاناخانزیب

ولی نه چوی له دی غمه زما دله،چې دی واورېده د یار د تلو بدله!(زما خیال ۵ یا ۶ کاله مخکښې، د مولانا صېب خلوت خانه کښې).ډاک...
13/09/2025

ولی نه چوی له دی غمه زما دله،
چې دی واورېده د یار د تلو بدله!
(زما خیال ۵ یا ۶ کاله مخکښې، د مولانا صېب خلوت خانه کښې).
ډاکټر دروېش خان

13/09/2025

باجوړ د تاريخ په رڼا کښې !

باجوړ ته دوانړه لاسه په تندي ګدم
باجوړ ! د زيګرورو خلکو کور دې.

د ېو قام اجتماعي قامي حافظه د هغې په تاريخ کښې خوندي وي رښتیني غېر روايتي تاريخ تل د ېو قام لپاره رنړا وي. کله هم چې ېو اولس د خپل قامي تاريخ نه خبر وي نو هيڅکله به هم د چا په ،لومو، کښې ښکیل نشي د پرون د حادثو او تجربو پهٔ رڼا کښې خپل راتلونکي سحر ته د ننني پېښ چاپېريال په رنړا کښې د خپل قام او خپلې خاورې د تاريخ او تاریخي ارزښتونو نه ځان خبرول ډېر اړين دي.
هم دغه هڅه مو پدې کتاب کښې کړې چې د باجوړ خاوره او اولس د خپل پښتون قام د قامي تاريخ سره کلک اوتړو په پرون ځان خبر کړو د نن رنځ پې تشخيص کړو او د قام روښانه سباؤن ته پې لار جوړه کړو نو ځکه وائم چې تاريخ دې تل روڼ او سپين وي د تشو قېصو په ځائې بائد چې مونږ تاريخ د خپل وطن او خاورې د څوکالې په لار د روانولو لپاره ېوه پوړې جوړه کړو.
د باجوړ تاريخ د تاريخ په اوګدو کښې ډېر روښانه دې بائد چې مونږ تې ځان خبر کړو.
د Misbah Ud Din مننه کوم چې دا ويډېو ئې ډېره په زېار جوړه کړې..
په درناوي مولانا خانزيب باجوړ.
12/09/2020
#مولاناخانزیب

12/09/2025

تاسي ته چي د مولانا خانزيب صيب دمرګ خبر اوشو نو ستاسو سه کيفيت وو؟
لفظونه درسره شته؟

12/09/2025

"کوم مولانا صېب چې په امن خبره نه کوي په جمات کښې مونځ ونکړې، د آمن دا غږ فرض دي نورې ټولي مسئلی مستحب دي."
مولانا خانزیب
#مولاناخانزیب

12/09/2025

آمين 🤲
#مولاناخانزیب

11/09/2025

روغاني بابا 💔

د پښتون افغان وطن راتلونکې.يويشتم ستمبر ۲۰۱۹‏د کابــــل مېوې خوراک دي د طوطيانــــــو‏پرې خواره شول تور کارغان له هندوست...
05/09/2025

د پښتون افغان وطن راتلونکې.
يويشتم ستمبر ۲۰۱۹

‏د کابــــل مېوې خوراک دي د طوطيانــــــو
‏پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه
‏ستر خوشال
د امريکا ،دوه نړۍ وال تجارتي برجونه،ورلډ ټرېډ سنټر، نړيدل د ټولې نړی نړيدل ؤ . د نائن اليون، پېښې ټوله نړۍ بدل کړه د، ټېررزم، او توندروې، په نوم په نړۍ واله توګه ېوه غوغا جوړه شوه.
د بده مرغه د ،نړۍ، دا نوې، زبېرګې، ټول په ټوله د پښتنو د وطن نه تاوېدو .
او هم داسې اوشوه که ېو څو ،مشخص، هېوادونو، ېا ېو څو ،شبکو، او ،وګړو، ته ددې بدبختی نه ګټې اورسیدې خو د پښتنو دنسل ،هډونه، پکښې مات شو د تير شل کاله نه ېو ځل بېا د پښتون افغان په وطن داسې د بدبختو تورې ،لوخړېې، راخورې دي چې تېر څلويښت کلن وحشتونو ته په نور جوش سره ،دوام، ميلاؤ شو.
د پښتنو د ژوند ټول ،اړخونه، سماج، اقتصاد، کلتور، اوجره، جمات، ژبه ،جامه، او څيره، ېې ټولې نړۍ ته د بدنامې په بدرنګ،تعبیر، سره پيش کړه .
پدې وطن کښې که دا هر څه ،ناکړدې، کېږي نو که مونږ ،نړۍ وال، پدې کښې ،ګرم ، پړه ،او ،ککړ، ګڼو نو بل خوا پښتانه هم ددې آسمانی تندرونو پخپله ذمه وار دي .
من حيث القام کله هم دداسې ،آفتونو ، او ،مصیبتنو، مخې ته پښتانه نه دي ولاړ بلکه د قامي ګنړې ګونړې اکثري وګړي هم ددغه ،بادارانو ټوپک مار، شوي او ښه په جار د خپل وطن او د قام په مرې، چاړه راکاږي او فخر پې هم کوي د ېو ملي اجماع نش والې لوېه قامي بدبختي ده.
که څوک پدې قام کښې ددې ،تېارو، مخې ته ډال کيږي نو هغه هم دشانه په کانړو ويشتل کيږي .
په ‌موجود وخت کښې د دې سیمې د راتلونکي په اړه ېو ځل بېا داسې، تاريخي ،نړۍ والو، پريکړو ،ګنګوسي ،او ،انګازۍ، راروانې او کيدونکي دي چې د تاريخ زده کوونکي ئې د ،ګندمک، او ، ډېورنډ، د پرېکړو نه کم نه ګڼي .سوله او د پښتنو د وطن قلارې د هر ژوندی باشعوره پښتون ارمان دې او هم دغه ورځ ته ،لېواله، يو خو خبره به سپينه کؤ چې د يو چا د کور په اړه پرېکړې کيږي او دې پکښې ناست نه وي او نه ترې خبر وي نو څنګه کيدې شي چې دغه پريکړې به پدې خاروه ،امن، او ،ثبات، ته لار هواره کړي امن تش د خاموشۍ نوم نه دې که تشه خاموشي امن شي نو بېا پکار ده چې د ،اديرۍ ،مړي هم ژوندي اوبلو خو امن د سر ومال د ډاډ سره د ژوند نوم دې د ژوند ژواک د وسائلو ورکولو موندلو او اسانتیاوې ورکولو نوم دې د ازادۍ او خپلواکۍ نوم دې د خپلې خاورې د اختېار نوم دې خو مونږ ساده پښتنو همېش امن پخپله خاوره د دوه جنګونو ترمېنځ د ،وقفې ، نوم بللې ځکه خو ېو جنګ ختمېږي او بل له خشاک راغونډېږي .
خدائې دې رشتيا نه کړي خو هسې نه چې د امن او سر ساتنې په نوم دا ټوله خطه او په ،ځانګړي ،توګه د پښتنو خاوره ېو ځل بېا د بل نه ختميدونکي بوګنه وونکی جګړې او ېو لوئي ناورين سر نوشت اوګرزي او دا شل کلن د پرمختګ مزل په يو بد عاقبت او بوګنؤونکي انجام تمام شي.
،،لیک مولانا خانزېب ،،
#وطن #مولاناخانزیب

05/09/2025

د جمعې مبارکه ورځ ده شهيد آمن مولانا خانزيب
په خپلو دعاګانو کښې ياد ساتي..😢

Address

Bajauri Koruna
Khyber Pakhtunkhwa

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د رڼا ملګري باجوړ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share