13/08/2026
چې دا هسې سحرګرې سترګې سـتا دي
په ناحــقــه د تــقــوىٰ لافــې زمــــــا دي
پـښـتـنـې جونه مـې ولیدې په سـتـرګـو
څوک چې ترکـې د خطا ستائي خطا دي
ښـاپـېـرۍ که هر څـو سـتائـي دا وګــړے
ستا تر حسنه تر جمال په شمار د چا دي
تا چـې وویـنـي مـئـیـن درباندې نهٔ شـي
هـغـه زړونه غـونډي کاڼـي د بـېـدیــا دي
واعــظـان چــې یـادوي د جـنـت حـورې
مــــا په دا ســتــرګـــو لیدلي په دنیا دي
یا به ستا زلـفـیـنې ونیسم په لاس کښې
یا به ســـر درباندې بایلــم دوه ويـنـا دي
د ناموس خبرې مـهٔ کــوه خوشحال ته
عـــاشـقـان له نام و نـنـګـه بـې پـروا دي
ستر خوشحال بابا رح