Khyaloona ツ

Khyaloona ツ کۀ په حسن شي نو زړۀ ښکلے پکار وي
مخ خو لږه حادثه کښې خرابيږي

- 🌿

15/12/2025

د تیمرګری په سرکاری هسپتال کښی به زمونږ یو افغانی ورور مارموری خرصولی.
چونکی په دغه هسپتال کښی پولیس چوکئ هم ده.
نو دغه افغانی رور پرون راغی او پولیس والا ته ی وی ماته بښانه کوه تا به مونږ ته وی د هسپتال نه ووځئ خو مونږ به نه وتو.
وس مونږ افغانستان ته ځو که څه غلطی شوی وی معافی کوه.
پولیس والا کلک په غیږ کښی راونیوو او د بی وسئ غټی غټی وښکی ی په مخ روانی شوی.

#ماشتريات

12/12/2025

♥️

12/12/2025

تاسو د خدای پۀ مخلوق رحم وکړئ ، خدای به پر تاسو رحم وکړي..!!

د وطن دا واړۀ ښایستونه مه وژنئ 💔

11/12/2025

زړهٔ یې نهٔ ؤ لهٔ ډولۍ مټیزه لاړه
اور یې بل کړو پهٔ ښادۍ مټیزه لاړه

شین خالیو سمدستي خالونه وران کړل
اوازه شوه شین خالۍ مټیزه لاړه

زندګۍ باندې هیس پوهه نشو یاره
والله ډیره پهٔ تادۍ مټیزه لاړه

پهٔ جدت باندې جمود دپاسه سور شو
کلیوال پسې ښارۍ مټیزه لاړه

تندي بلکل د شېطان لعین خاصه ده
ورکؤلې مې والۍ _ مټیزه لاړه

ما عکسونه د رباب سره اپلوډ کړل
د ملا نه پرې ابۍ مټیزه لاړه

هیڅ یو څهٔ مینه قابو نهٔ شي ساتلے
خیاله څهٔ وي تېزندۍ ؟ مټیزه لاړه

خیال …..

11/12/2025

No Words Can Explain it 🥹💔

د دړد خواږه د غم مزې راوړيزما احساس ماله تحفې راوړيما له چې هر ښکلې په مخه راشيستا د یادونو ګلدستې راوړيچې مې ارمان د رن...
11/12/2025

د دړد خواږه د غم مزې راوړي
زما احساس ماله تحفې راوړي

ما له چې هر ښکلې په مخه راشي
ستا د یادونو ګلدستې راوړي

چې مې ارمان د رنړا خوب وویني
وخت مهربانه شي تیئرې راوړي

چې د دیدن د انتظار میلمه شم
ما له زما د ارمان سوې راوړي

هغه چشمان،هغه کاکل،هغه لب
هغه سرور ،د مېکدې راوړي

چې ترې د مینې د سر خېر وغواړم
د زړه مکان ته زلزلې راوړي

اندېشه هغه ده توښه د ژوندون
چې یې د حالاتو حادثې راوړي

♥️ شمس القمر اندېش

ماښامی په مئیخانه کښی خالې جیبهمبارک مې شه غربته مسلمان شوم__😕
11/12/2025

ماښامی په مئیخانه کښی خالې جیبه
مبارک مې شه غربته مسلمان شوم_
_😕

10/12/2025

د شیطان پوکنړی 😅

09/12/2025

ویې ویل:
ادې زه احمد نه کوم، هغه ټول کلي ته معلوم دی چې چرسي دی، بل کورنۍ یې هم چندان ښه خلک نه دي، ټول کلی ترې ځان ساتي...!

ولې مې سور اور ته اچوئ؟

ادې لور ته وویل که دا خبره دې پلار او ورونو واوریده وژني دې او ما به هم سپکه کړي، اوس دې نو ورکوي، شاید همدا چرسي درته ښه شي.

لور یې بل اطاق ته لاړه او په ژړا شوه، ځان سره یې دا ټیکۍ زمزمه کړه.

له بنده ګانو ګیله نشته...
د نصیبو کرښې مې تا لیکلي دينه...

☝️...

دا اجمل چې په سلګو سلګو کښې خاندي مطمئین دي چې په مینه د لــيلا مري
08/12/2025

دا اجمل چې په سلګو سلګو کښې خاندي
مطمئین دي چې په مینه د لــيلا مري

Address

Mardan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khyaloona ツ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Khyaloona ツ:

Share

Category