Malik Abid Khan

Malik Abid Khan 𝐏𝐞𝐚𝐜𝐞,𝐅𝐫𝐞𝐞𝐝𝐨𝐦,𝐄𝐪𝐮𝐚𝐥𝐢𝐭𝐲,𝐃𝐞𝐦𝐨𝐜𝐫𝐚𝐜𝐲, 𝐒𝐞𝐜𝐮𝐥𝐚𝐫,𝐍𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐚𝐥𝐢𝐬𝐭
𝐀𝐰𝐚𝐦𝐢 𝐍𝐚𝐭𝐢𝐨𝐧𝐚𝐥 𝐏𝐚𝐫𝐭𝐲

ده منګور پشتين هغه جرګه کې، چې د ټول هېواد ګوندونه پکې ناست وو، خو چې منګور پکې مشر وو او د ده غوښتنې وې، نو وزيراعظم خو...
08/10/2025

ده منګور پشتين هغه جرګه کې، چې د ټول هېواد ګوندونه پکې ناست وو، خو چې منګور پکې مشر وو او د ده غوښتنې وې، نو وزيراعظم خو لا پرې لرې خبره ده، د پښتونخوا اسمبلۍ آغلې وزير ګنډاپور هم پرې غوږ ونه ګروو، ټس يې هم و نه کړ. له هغې وروسته منګور ګودامي شو، تاسې ته دې ياده وي چې د خپلو هماغه غوښتنو لپاره يې وړاندې ګيلمن هم قرباني کړ. د ټول هېواد ګوندونه يې ځان سره کښېنول، خو د منګور د خبرو دومره اثر هم ونه ليدل شو....

بلخوا يو سينيټر د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، يوازې په يو بيان سره د وزيراعظم نه تفصيل وغوښت، هغه نه يوازې دا خبره ومنله بلکه تفصيل يې مشر ته ورکړ، دا هم يې وويل چې د فيلډ مارشل او زما د امريکې سفر او ځان سره بوللو موضوع باندې ماتا هاؤس په اعتماد کې اخيستل پکار وو په هغې مونږ معزرت کوو

په هغه تصوير باندې چې تاسو پرې نيوکه وکړه، په هغې کې د فيلډ مارشل له خوا د امريکې صدر ټرمپ ته يوه ډالۍ ورکړل شوې وه، کومه چې هغه پخپله اغيستې وه پرته له هغې دا هيڅ ملکي معدنيات خرصول نه وو ...

دا کوم چې غپيږي بړاس اوباسي دا منافقان دي! دا خلک د عوامي نشنل ګوند منلو ته هيڅکله نه دي تيار. د دوی بړاس د وخت په تېرېدو، په بېلابېلو بڼو کې راڅرګندېږي.

خپلو نيشنليانو ته هم وايم له ځانونو څخه دغه منګوريان او يوتهيان مه جوړوئ. تاسو عمرونه تېر کړل، خو لا تر اوسه هم د دومره واضح موقف معنا نه درته رسېږي؟ دا د دوی اصل کار دی د عوامي نشنل ګوند بيا په خاصه توګه مشر ايمل ولي خان مخالفت کردار کشي دروغ پروپيګنډه، او منافقت.

يوتيان دې هم ووري! معافي خو دې عمران نيازي غوښتلې ټول رکارډ موجود دې، څو ځلې يې غوښته؟ عمران خو منتونه هم کوي، زارۍ کوي، چې خدای لپاره راځئ، راسره کښېنئ خو څوک يې اوري؟؟؟
منګور د خپلې مطالبې لپاره په هغه کې زور پيدا کولو لپاره پکې وړاندې ګيلمن هم قرباني کړ،هو هيڅ چا پرې غوږ وو نه ګرَؤو نو که د وزيراعظم کينولو خبره شي بيا ده هغه څخه سپيناوې غوښتل شي ، نو څه فکر کوې چې هغې لپاره به ټول پښتانه مړه کړي، بيا به يې کينوي؟؟ هېڅکله نه...

له دې ټولې کيسې څخه يوه خبره ډېره څرګنده کېږي چې د منګور غير پارلماني زور هم معلوم شو، او د عوامي نشنل ګوند پارلماني سياست قوت هم

وياړ په خپل ګوند عوامي نيشنل ګوند
وياړ په ستر مشر سر لښکر ايمل ولي خان
وياړ پر خپل نيشنليانو چې هم د دوي پر زور خو مشر ايمل ولي خان لويې لويې خلق سپيناوی ته کښينوي.......


ګېلامن یې دا باهر ملک نه پاکستان ته ډېپوړټ کړو او منظور دلته Wearhouse کې هم نشې نيوې او محسن په بلاک شناختي کارډ او بلا...
18/09/2025

ګېلامن یې دا باهر ملک نه پاکستان ته ډېپوړټ کړو او منظور دلته Wearhouse کې هم نشې نيوې او محسن په بلاک شناختي کارډ او بلاک پاسپورټه جرمني ، ندرلینډ ، سویټزرلینډ او نور ډېر ملکونه ته خه ازاد تلې او راتلې شي ماته هو که منظور دې او که محسن دې دواړه د کمپنۍ یو پراجيکټ ښکاري او بلکل سل فیصده پرې کنفرم یم هو د ستاسو دې باره کې سه خيال او نظر لرئ؟

د شهيد خانزيب نه تر اسیر اصغر پورې؛ د عوامي نیشنل ګوند د دوه مياشتو مبارزه...د مرکزي غړي مولانا خانزيب د شهادت نه تر د ص...
08/09/2025

د شهيد خانزيب نه تر اسیر اصغر پورې؛ د عوامي نیشنل ګوند د دوه مياشتو مبارزه...

د مرکزي غړي مولانا خانزيب د شهادت نه تر د صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي د ګرفتارۍ پورې، د باجوړ د عام کارکن ساجد سالار د اپريشن ځپلو سره شپه او ورځ منډو نه تر مرکزي غړي خان زمان کاکړ د اولس لپاره ذنداني کېدو پورې، د امن لپاره د نثار باز چيغو نه تر د حق لپاره د منظور کاکړ ګرفتارۍ پورې، د باجوړ اپريشن نه تر بونير سيلاب پورې، د ايمل خان د سینیټ احتجاج نه تر د طارق په خپل وجود 6 مرمۍ خوړلو پورې...

په تېر دوه مياشتو کښې د عوامي نیشنل ګوند د مشر نه تر کشر، خدائي خدمتګار، ملګري ډاکټران، صوبائي تنظيمونو يوه شپه ارام ندی کړی...

يو خوا د پښتنو لپاره قدرت سره په جنګ دي نو بل خوا رياست ته ټټر وهي، يو خوا وژلی کيږي نو بل خوا ذنداني کيږي خو يو قدم پر شا نه ځي...

ورځ تر بلې پر مخ روانه د سورپوش قافله يو ځل بيا په غورځنګ ده، سور بيرغ يو ځل بيا غمازانو ته وائي چې زه لا شته يم...

وياړ په عوامي نیشنل ګوند
وياړ په خدائي خدمتګار
وياړ په ملګري ډاکټران
وياړ په پښتون سټوډنټس فيډريشن
وياړ په ملګري وکيلان
وياړ په خپل انتخاب

Address

Dheri, Likpani, Katlang
Mardan
23240

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Malik Abid Khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Malik Abid Khan:

Share