
08/05/2025
رامبیل چامبیل:
د متل کیسه !!
وایي چې د پښتنو په یوه کلي کې دوه وروڼه و، یو رامبېل نومېده او بل چامبېل رامبېل له یوه خان سره مزدور و او چامبېل د بل خان سره، یو وخت ددې خانانو ترمنځ په کومه کیسه لانجه پیدا شوه، چې یو ورور پکې د بل ورور سره د خانانو په دفاع کې لاس و ګریوان شول، په پای کې رامبېل او چامبېل دواړو د خپلو خانانو لپاره یو بل په چړو ووهل دواړه مړه شول او مورکۍ یې بوره شوه، څه وخت وروسته خانانو خپلو کې روغه وکړه او سره جوړ شول. د کلي ښځو له دې پیښې وروسته دا ټپه زمزمه کوله:
خانان به بیا سره خانان شي
پکې به توی شي د رامبېل چامبېل ګلونه