21/08/2025
سيلاب زپلو سره د يووالی اظهار
نن د دوه زره پينځۀ ويشتم د اګست پۀ نولسمه 2025-08 -19 نيټه د منګل پۀ ورځ چنار پبلک هائی سکول پاړه چنار کښې سحر د اسمبلۍ نه روستو پۀ پښتونخوا دير ،سوات، بونېر ،ګلګت بلتستان او د نورو سيمو سيلاب زپلو سره د يووالی پۀ حواله يوه دستوره اوشوه چې پکښې د سکول پرنسپل صيب ، استاذانو او زده کونکو برخه واخسته د سيلاب زپلو سره پۀ دې غم او درد کښې د ګډون او يووالی څرګندونه اوشوه او چې کوم خلق وفات شوی دی د هغوے کورنيو ته تعزيت وړاندې کړے شو او مرحومينو د روحونو د بخښلې د پاره دعا اوکړے شوه او پۀ آخره کښې چنده هم راغونډه کړے شوه
چنار پبلک هائی سکول پاړه چنار