26/05/2026
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران په سویلي سیمو کې یې داسې توغندیز مرکزونه او بېړۍ په نښه کړې، چې غوښتل یې د هرمز تنګي په شاوخوا کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي.
سنټکام وایي: دا بریدونه یې د بندر عباس ښار ته نږدې د خپلو ځواکونو له حق څخه «د ځان دفاع» په موخه کړي دي.
ایرانستاني رسنیو په سیمه کې چاودنې تایید کړې دي.
دا بريدونه داسې مهال کېږي، چې په دوحه کې د ایران او امریکا د احتمالي هوکړې لپاره د سولې خبرې روانې دي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ایران بهرنیو چارو وزارت دواړو ټینګار کړی، چې لا هم وروستۍ هوکړې ته رسېدل وخت غواړي او واشنګټن د هرمز تنګي د پرانیستي پاتېدو غوښتونکی دی.