ZAWAN

ZAWAN چي کوم ځاي کښي انصاف نه وي او نه څه قاعده او قانون وي هغه سـره زیات بحث کول څه فایده مند نه وي

آج ہوا قومی اسمبلی میں انوکھا واقعہ سپیکر کو تقریبا 50 ہزار روپے رقم گری ہوئی ملی جن میں 5 ہزار کے 10 نوٹ تھے جب اسپیکر ...
09/12/2025

آج ہوا قومی اسمبلی میں انوکھا واقعہ سپیکر کو تقریبا 50 ہزار روپے رقم گری ہوئی ملی جن میں 5 ہزار کے 10 نوٹ تھے جب اسپیکر صاحب ایاز صادق نے اسمبلی فلور پر اعلان کرتے ہوے کہا کہ مجھے پیسے ملے ہیں کس کے ہیں تو تو تقریبا 12 ایم این ایز نے ہاتھ اٹھا لئے حالانکہ جب سی سی ٹی وی فوٹج پر دیکھا گیا تو اقبال آفریدی ایم این کے تھے آپ اندازہ کریں صرف 50 ہزار کے لئے ان ایم این ایز نے جھوٹ بولا جب کہ ان میں کوئی غریب نہیں تھا سب ارب پتی کھرب پتہ لوگ ہیں آپ خود حساب لگا لیں جب ان کو عوام کی فلاح و بہبود کے لئے اربوں روپے کا فنڈ ملتا ہوگا تو وہ کیسے ہڑپ کرتے ہونگے اور ان کو اسمبلی حال بھیجنے والے کوئی اور نہیں ہم عوام ہی ہیں دل تو کر رہا میرا 100 لائنیں اور لکھ دو ان ڈاکوؤں کے بارے میں اور اس بیوقوف عوام کے بارے میں جو سالوں سال ان کو مسیحا سمجھ کر بھیجے ہیں اور یہ عیاشی کرتے ہیں یہ امیر سے امیر تر جب کہ عوام غریب سے غریب تر ہوتی جا رہی ہیں جو سیاست دان 50 ہزار کے لئے اپنا ایمان بیچ دیتے ہیں وہ کروڑوں اربوں لے کر کیا کرتے ہوں گے تھوڑا سوچئے۔

د برېتانیا په لندن ښار کې د خېبر قامي جرګې په تسلسل او د پرېکړو په ملاتړ یې د یکشنبې په مازدیګر (د لیندۍ ۱۶مه) د پښتون ژ...
08/12/2025

د برېتانیا په لندن ښار کې د خېبر قامي جرګې په تسلسل او د پرېکړو په ملاتړ یې د یکشنبې په مازدیګر (د لیندۍ ۱۶مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه پیل شوه. د دغې جرګې سمبالوونکي وايي، په دغې غونډه کې پر پښتونخوا د پاکستان او په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځ د «جنایتونو» په تړاو خبرې وشوې.

خبر کی تفصیل
04/12/2025

خبر کی تفصیل

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي
04/12/2025

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د م...
04/12/2025

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

محسن داوڑ پر میں اس لئے فخر کرتا ہوں!محسن داوڑ پر مجھے اس لئے فخر ہے کہ وہ ایک ایسے خطے سے اُبھر کر سامنے آئے جس کے بارے...
02/12/2025

محسن داوڑ پر میں اس لئے فخر کرتا ہوں!

محسن داوڑ پر مجھے اس لئے فخر ہے کہ وہ ایک ایسے خطے سے اُبھر کر سامنے آئے جس کے بارے میں برسوں تک غلط اور منفی تاثر پھیلایا گیا۔ ہمارے علاقے کے لوگوں کو صرف جنگجو کہا گیا، ہمیں یہ کہا گیا کہ یہاں ڈائلاگ، سیاست، دلیل اور دانش نہیں ملتی۔ یہ تاثر بھی دیا گیا کہ وزیرستان سے کوئی شاعر، ادیب، فنکار یا صاحبِ فکر پیدا نہیں ہوتا۔ ہمارے لوگوں کو صرف “ان پڑھ” کے عنوان سے پہچانا گیا۔

لیکن جب محسن داوڑ قومی اسمبلی کے رکن بنے، تب سے دنیا کی نظروں میں ہماری شناخت بدلنی شروع ہوئی۔ آج بیرونی دنیا ہمیں صرف جنگ و جدال کے زاویے سے نہیں دیکھتی بلکہ ایسی قوم کے طور پر دیکھتی ہے جس کے نوجوان دلیل، بصیرت، امن، جمہوریت اور انسانی حقوق کی زبان سمجھتے بھی ہیں اور بولتے بھی ہیں۔

جب بیرونی ممالک کے کوئی سفیر اپنی مدتِ ملازمت ختم کرتا ہے اور الوداعی تقریب میں پاکستان سے محسن داوڑ کو مدعو کرتا ہے، اور محسن داوڑ اُنہیں باچاخان کی کتاب بطور تحفہ پیش کرتے ہیں، تو یہ صرف ایک ملاقات نہیں ہوتی—یہ وزیرستان، پختونخوا اور پختون قوم کی وہ نرم، باشعور اور تہذیبی تصویر ہوتی ہے جو برسوں تک دنیا سے چھپائی گئی۔

آج عالمی سطح پر دہشتگردی، امن، مذاکرات، انسانی حقوق یا خطے کے سیاسی بحرانوں پر جب کوئی اہم کانفرنس ہوتی ہے چاہے وہ تاجکستان میں ہو، برطانیہ میں یا امریکہ میں پاکستان کی طرف سے جن چند آوازوں کو سنجیدگی سے سنا جاتا ہے، اُن میں محسن داوڑ کی آواز سب سے نمایاں ہے۔ کیونکہ پاکستان میں دہشتگردی کے بارے میں اُن جیسی صاف، اصولی اور غیر مبہم پوزیشن بہت کم سیاسی رہنماؤں کے پاس ہے۔

مجھے فخر ہے کہ وزیرستان جیسے محروم خطے سے ایک ایسا سیاسی رہنما اُٹھا جس نے اپنی دلیل، اپنی جدوجہد، اپنی بہادری اور اپنی اعلیٰ سیاسی سوچ کے ذریعے نہ صرف علاقے کی تصویر بدلی بلکہ پوری قوم کے سَر فخر سے بلند کیے۔

په واشنګټن کې را منځته شوې پېښه په هره مانا د غندنې او غم وړ ده. په متحده ايالاتو کې ټولو افغان ټولنو په پراخ ډول د دې پ...
29/11/2025

په واشنګټن کې را منځته شوې پېښه په هره مانا د غندنې او غم وړ ده. په متحده ايالاتو کې ټولو افغان ټولنو په پراخ ډول د دې پېښې غندنه کړې او د قربانيانو سره یې د خپلې خواخوږۍ مراتب شريک کړي. جرم فردي عمل دی او د يوه فرد غيرانساني او ظالمانه عمل د ټول ملت نمايندګي هيڅکله نکوي. خو ډېر په ناسم ډول له دې پېښې د ټولو افغانانو او افغانستان ضد کار اخلي. پاکستانيان په ځانګړي ډول دې پېښې ته داسې رنګ ورکوي چې ګويا ټول افغانان ترهګر دي او ځينې نور بيا دا پېښه مشخصا د پښتنو ضد استفاده کوي. په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ضد جنګېدونکي د لومړي صف جنګيالي هم افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه و. حامد کرزی او شهيد عبدالحق لومړي پښتانه مشران و چې د القا-عده او نړېوالې ترهګرۍ ضد جګړه کې له متحده ايالاتو سره و درېدل او شهيد عبدالحق پکې خپل ژوند هم بايلود. د پښتنو په زرګونو ځوانان، قومي مشران، علماء، ژورناليستان، ليکوالان او د خبرې خلک په دې جګړه کې د ترهګرو لخوا ووژل شو. د دا-عش ضد لومړی د دفاع کمربند د ننګرهار او کونړ قومونه و چې و درېدل او د تور خونړي سېلاب مخه یې ډب کړه چې په يوه لسيزه کې هم و نه توانېدل سيمه لاندې کړي او نړۍ وګواښي. افغانانو او افغانستان په داسې يوه موقعيت او وضعيت کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړه چې کابو ټوله سيمه د پاکستان، ايران، چين او مسکو په شمول د ترهګرو ملاتړ کاوه، پټ او ښکاره یې ور سره اړيکې درلودې او په افغانستان کې یې د نړېوال ايتلاف ضد یې جنګول.

ټول افغانان بايد د دې پېښې په اړه مسئولانه چلند وکړي او د هغه پروپاګند ضد فعال شي چې پاکستانيان یې د افغانانو ضد استفاده کوي او غواړي د يوه ملت په توګه د افغانانو اړيکې له متحده ايالاتو سره زيانمنې کړي. په امريکا کې د مېشتو افغانانو سره او په هم مهاله ډول په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د متحده ايالاتو مرستې د قدر وړ دي او افغانان یې مننه کوي. مونږ باور لرو چې د دواړو ملتونو تر منځ دومداره او دوستانه اړيکې نه يوازې د ګډو تهديدونو ضد اغېزمن تمامېدای شي، بلکې د دواړو ملتونو ګټې په سيمه او نړۍ کې خوندي کولی شي. د همدې لپاره افغانستان بايد له نړېوالې انزوا ووځي او متحده ايالات په افغانستان کې د يوه ټول منلي دولت د رامنځته کېدو لپاره لاس په کار شي. له انزوا وتلي افغانستان کې د نړېوالو ترهګرو ډلو شتون ستونزمن کېږي او دومداره نظارت به وکولی شي چې دا هېواد د ګواښ د مرکز په ځای د اتصال او همکارۍ په نقطه بدل کړي.

بسم الله الرحمن الرحیمګرانو هېوادوالو،د پاکستان وروستي هوایي تېري ته چې په دوو میاشتو کې دویم ځل تکرار او زموږ د بیګناه ...
28/11/2025

بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو،
د پاکستان وروستي هوایي تېري ته چې په دوو میاشتو کې دویم ځل تکرار او زموږ د بیګناه کوچنیانو، خویندو او وروڼو د شهېدېدو او ژوبلېدو سبب شو، د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه. په پکتیکا، خوست او کونړ کې د خپلو وروڼو او خویندو غم په ټول وجود احساسوم او ترڅنګ یې یم او دا ناروا تېری ټینګ غندم. پاکستان باید خپلې دغه لمسونې چې له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده بې ځنډه ودروي.

این تجاوز، مانند واقعات مشابه گذشته احساسات تمام ملت ما را، صرف نظر از علایق شخصي و تعلقات خانوادگی افراد، عمیقاً جریحه دار ساخته است. ما بمثابه یک ملت درد مشترک داریم که بالاثر آن قهر ما در برابر متجاوز هم مشترک است.

پاکستانینگ هوا بمباردمانی عاقبتېده شرقی افغانستانده باله لرینگ شهید بولوشینی کوریب، منینگ دیلمگه ومیلیونلب باشقه افغانلارنینگ بی حساب غم – غصه تولدیردی.

دلته باید په ټینګار ووایم چې افغان ولس د ټولو آسماني احکامو او ځمکنیو قاعدو له مخې د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري. دغه دفاع په تاوده سنګر کې له درېدو، د بلې هرې معقولې او منلې وسیلې تر کارولو قانوني او مشروع ده.

کشور ما برای دهه های پیهم آماج جنگ اعلان نا شده از آن سوی خط دیورند بوده که من بارها از عاقبت ناگوار آن به همه در منطقه و جهان هشدار داده بودم. این جنگ اعلان ناشده از مردمان هر دو سوی خط قربانیهای سنگین گرفته که به بهانه مقابله با خشونت گروه های مخالف، مورد خشونت و تعدی توصیف نشدنی قرار گرفته اند. اما قدر مسلم اینست که مقابله با مخالفت ها و خشونت هایی که با انگیزه سیاسی انجام می شوند، با استفاده از وسایل غیر سیاسی و خشن امکان پذیر نیست و آنرا به یک زخم خبیثه مبدل میکند.

دلته دغه راز غواړم ټولې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته هم د هغوی په غمونو او دردونو تسلیت ووایم، ځکه داسې ورځ به نه وي چې هلته هم میندې بورې نه شي ، شازلمیان شهیدان نه شي او وحشت خپل غاښونه ښکاره نه کړي. د کرښې دواړو خواوو ته هماغه څه تطبیقیږي چې له ډېر پخوا نه، له ویشلو سره سره په دې ولسونو روان دي. زموږ دردونه یو دي، احساس مو یو دی. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم لکه د خپلو افغان وروڼو او خویندو د سوله ییز او پتمن ژوندانه تږي دي.

د پوځي بریدونو ترڅنګ اوس زموږ د هېواد په آدرس د پاکستان له خوا بیا په قهري وسیلو د سیاسي بدلونو د راوستلو اشارې هم رارسېږي. موږ د خپل هېواد په راتلونکي برخلیک کې د نورو هر ډول مستقیم او غیر مستقیم رول, لاسوهنه او ناروا بولو. افغانان باید پخپله دا فرصت او امکان ومومي چې د یوې لازمي اجماع له لارې د خپلې راتلونکې پرېکړه چې مشروعیت او ولسي مقبولیت، د ښځو او سړیو د حقونو او آزادیو تامین او له نړۍ سره مشروع تعامل ته لاره پرانیزي، پخپله وکړي. نور باید وپوهېږي چې افغانان که په نورو خبرو کې اختلاف لري، دلته یې نظرونه اتفاق ته نژدې سره ورته دي او همدا افغانان له غیر افغانانو بېلوي. زموږ ولس ته په دې حساس پړاو کې په کار ده چې ځانونه د یوه ملت په توګه پیاوړی کړي، نه دداسې افرادو په توګه چې واک ورته د وسیلې پرځای هدف ښکاره شي. زموږ ټوله هڅه باید اوس دا وي چې په هېڅ پلمه، د افغان په لاس د افغان وژنې او وینې تویېدنې ته بیا لار جوړه نه شي.

بلی، در اینجا اصل کلیدی، جلوگیری از احتمال خونریزی افغان توسط افغان در آینده است و این کار باید در صدر اولویت های ما قرار داشته باشد. نگرانی بنیادی من اینست که یک پروژه دیگر خونریزی افغانها که در پایان، خدا نخواسته، به تجزیه و فروپاشی افغانستان منتج شود، از طرف بعضی ها رویدست گرفته شده باشد. حال ما به یک انتخاب دشوار رسیده ایم که یا با همدلی او همدیگر پذیری خود را واقعاً به چهار راه آسیا مبدل می کنیم، یا متاسفانه بار دیگر میدان جنگ نیابتی دیگران می شویم.

زموږ د هېواد په چاپېر سیاسي غوغا او پر حاکمیت یې وسله وال تېری د ترهګرۍ خلاف مبارزې تر پردې او پلمې لاندې، ښایي تر یوه د ډېرو لوبغاړو له خوا طرحه شوي او ترسره کېږي او ډول ډول دلایل ورته تراشل کېږي. خو زما له نظره دا هرڅه د واقعیتونو د لیدلو پرځای په احساساتو درول شوي چې نه په کې د وضعیت تعریف او نه کارنده تګلاره شته. د ترهګرۍ مساله یو بحث دی چې هرومرو باید راپورته شي. هغې ته باید افغانستان، پاکستان او دغه راز زموږ ټوله شاوخوا سیمه په ګډه او اجماع یو نوی تعریف او چوکاټ ومومي او د هغه له مخې یې له مظاهرو سره چلند وشي. دا مسایل په موقتو موافقو او اوربندو نه حلېږي او اوسنی غوره شوی تګلوری د وخیمو عواقبو خواته ځي او ځکه په عاجل ډول بدلول غواړي. اوس په افغانستان او ټوله سیمه کې د یوې تلپاتې سولې د راوستلو او ټینګولو چې الهی نعمت دی، عاجله اړتیا تر هر بل وخت ډېره شوې ده.

ژوندی دې وي افغانستان
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان

متاسفانه، د جمهوريت له سقوط وروسته په تبعید کې یو پښتون هم په دې ونه توانېده، یوه داسې رسنۍ رامنځته کړي چې د افغان وطن د...
27/11/2025

متاسفانه، د جمهوريت له سقوط وروسته په تبعید کې یو پښتون هم په دې ونه توانېده، یوه داسې رسنۍ رامنځته کړي چې د افغان وطن د غږ ريښتيني هنداره وي. لسګونه تکړه پښتانه خبريالان په مختلفو هېوادونو کې میشت دي، خو ددوی له وړتیاو ګټه نه اخیستل کېږي او که اخیستل کېږی هغه رسنۍ يې ګټه اخلي چې د وطن پر وړاندې کارول کېږي.
له سقوط سره سم، افغانستان انټرنشنل جوړ شو، آمو جوړ شو، په تبعید کې د هشت صبح چارې بېلته پېل شوې او دا رسنۍ اوس پوره امکانات لري او په نړېواله ټولنه يې هم ځانونه پېژندلې دي. مګر بر عکس په داسې نړېوالو سټيجونو د پښتنو د رسنیو ځای نشته او دا ځکه چې هېڅ پښتو رسنۍ نشته.
په 2020 کې زموږ یو شمېر دوستانو د هيلې تلويزیون چارې پېل کړې، خو وروسته هغه د سندرو په چېنل بدل شو او همداسې سره وپاشل شو، له سقوط ورسته د ABN تلويزیون چارې پېل شو، تبلیغ ورته وشو، مګر د ولسمشر تر مرکو محدود شو او حتی هغه د فسبوک پېج يې هم فکر نه کوم اپډيټ وي. یو شمېر پښتانه خبريالان په بېلابېلو یوټیوب چېنلونو خپرونې کوي چې د یوې مستقلې رسنۍ په پرتله يې اغېزه ډېره کمه او ساحه محدوده ده.
ولې زموږ دغه برخه کمزورې ده؟ موږ بې مسؤولیته یوو، که کولی يې نه شو؟
کوم بل لامل يې کیدی شي؟
هیله ده ددې پوسټ لاندې دا او دېته نورې ټولې مهمې پوښتنې چې شاید تاسې او نورو دوستانو سره وي، هم ځواب شي او هم دا پوسټ ددې پېلامه شي چې موږ د یوې مستقلې پښتو رسنۍ خاوندان شو.

په پاکستان کې د جمهوریت پر مهال د افغانستان سفیر " د افغانستان- پاکستان د اړیکو لنډه ارزونه" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې...
26/11/2025

په پاکستان کې د جمهوریت پر مهال د افغانستان سفیر " د افغانستان- پاکستان د اړیکو لنډه ارزونه" تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې ویلي چې پاکستان تل خپلو ستراتیژيکو موخو ته د رسېدو لپاره پر ډلو ټپلو تکیه کړې او په خبره یې، د پاکستان دا کار د افغانستان د بې‌ثباتۍ او بربادۍ له مهمو لاملونو شمېرل کېږي.

نوموړې په دغه مقاله کې په ډاګه کړې چې د جمهوري نظام پر مهال، افغانستان تل د دولت- دولت په کچه د مناسباتو په تنظیم ټینګار کاوه خو پاکستان دغه اصل ته پاملرنه نه کوله.

علي‌خېل په دې مقاله کې لیکلي، په لنډ مهال کې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو ترمیم ناممکن دی چې په وینا یې، پاکستان د مختلفو فشارونو پر دوام "په افغانستان کې د ځینو مشخصو افرادو سره د تماس له لارې خپل اهداف تعقیبوي او حتی د «رژیم بدلولو» هڅه هم نه ردوي."

په مقاله کې ویل شوي، چې د سیمې او افغانستان وضعیت ته په کتو، د کومې ځانګړې سناریو پلي کول ناشوني دي او پاکستان په یوازې سر د دې کار وس نه لري.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان یوه بله جګړه تحمیلول، یو منطقي انتخاب نه دی او سیمه او نړۍ د افغانستان د قضایاوو په هکله، یوازې په افغاني حل ټینګار کوي. مقاله کې وړاندې لیکل شوي، "چون د هر ډول« تهاجمي» اقداماتو ریسک ډېر لوړ دی او عواقب یې د ټولې سیمي د ثبات لپاره له خطره ډک دي."

په مقاله کې د افغانانو تر منځ پر یووالي ټینګار شوی او ویل شوي چې د «ګاونډي» لخوا هر ډول ژمنې چې د دواړو هېوادو تر منځ د یو « نوي فصل» هڅه کوي، په حقیقت کې یوې نوې معاملې ته لاره هوارول دي.

پر ډلو ټپلو د پاکستان د تکیې خبره داسې وخت کې مطرح کېږي چې پاکستان تازه د طالبانو د مخالفو ډلو پر ملاتړ لاس په کار شوی دی.
#

25/11/2025

محترم ايمل ولې خان صيب !!!! ۔

سلامونه او احترامات ۔
تاسو چې وسه پورې پې ټې ايم او د پې ټې ايم مشرانو پسې خبرې کولې نو مونږ به هغه د يو پښتون مشر په حثيت ستاسو غصه او تنقيد پازيټيو اخستو ۔
خو نن تاسو د جنوبې پښتونخوا د خپلې پارټې په پروګرام کې د تنقيد سره يو بل اعلان هم وکړو چې نورو پښتنو سره زما هيس تعلق مطلب او کار نشته او زه نوره صرف د خپلې پارټې د کارکنانو خبره کوم ۔

محترم مشره
نو بس تاخو خبره بيخې سپينه کړه چې ستا د نورو پښتنو او د پښتنو د ستونزو سره تعلق پاتې نشو او تاسو د پښتنو مشران نه بلکه د يو ګوند مشر پاتې شوې نو نور ستا په يو پښتون هم د تنقيد حق نه جوړيږې او نه ستا بيا د پښتنو د ګيلې حق شته ۔
اميد دی چې نور به خپلې خلې او الفاظو سره پام کوې ۔
ځکه چې د پښتنو د لاتعلقې اعلان تا اوکړو مونږ نه دی کړی ۔
وسلام

افغان انځورګر حمدالله ارباب، چې د جمهوري نظام پر مهال په هند کې د افغانستان کلتوري اتشه هم و، په کاناډا کې د ارټ بټل انځ...
24/11/2025

افغان انځورګر حمدالله ارباب، چې د جمهوري نظام پر مهال په هند کې د افغانستان کلتوري اتشه هم و، په کاناډا کې د ارټ بټل انځورګرۍ سیالي وګټله.

ارټ بټل هغه هنري مسابقه ده چې انځورګران باید د ټاکل شوي وخت په جریان کې د خلکو مخې ته نقاشي ترسره کړي او په پای کې ګډونوال یا لیدونکي د غوره هنرمند لپاره رایه ورکړي.

حمدالله ارباب له ګټلو وروسته په خپلو څرګندونو کې د سیالۍ له تنظیموونکو مننه کړې او ویلي چې دا بریا ورته د ویاړ وړ ده.

هغه د خپلو ملګرو، هنرمندانو او ټولو هغو کسانو ستاینه او هرکلی کړی چې د سیالۍ په جریان کې یې ملاتړ او رایه ورکړه.

نوموړي ویلي د خلکو تود ملاتړ او د هنر د قدر فضا هغه ته لا زیات الهام او انرژي ورکړه.

هېواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر انځورګرۍ، موسیقي او ټولو هغو ښکلو هنرونو بندیزونه لګول شوي، چې د افغانستان د لرغوني او غني فرهنګ په ژوندي ساتلو کې رول لري.

Address

Hayatabad
Peshawar
POHTOON

Telephone

+923139054929

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ZAWAN posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ZAWAN:

Share