Aseer Mushwani

Aseer Mushwani Breaking News Aseer Mushwani
(1)

جنرال سمیع سعادت:د باګرام په تړاو د امریکا او کابل ترمنځ د موافقې راپورونه بې بنسټه دي.***د باګرام په تړاو Wakhan Times ...
03/10/2025

جنرال سمیع سعادت:
د باګرام په تړاو د امریکا او کابل ترمنځ د موافقې راپورونه بې بنسټه دي.
***
د باګرام په تړاو Wakhan Times - واخان ټايمز کې ویډیو خپره شوه. که ممکن وي، درسره یې وګورئ.

موږ او نور...سیاسي اختلاف پخپل ځای؛ په دې کې خو یو افغان هم اختلاف نه لري چې باګرام د افغانستان برخه ده. نو بیا ولې د عق...
03/10/2025

موږ او نور...

سیاسي اختلاف پخپل ځای؛ په دې کې خو یو افغان هم اختلاف نه لري چې باګرام د افغانستان برخه ده. نو بیا ولې د عقدې له مخې یو څوک د بهرنیانو راتګ ته خوشاله شي؟
کوم کسان چې مخکې د امریکا په حضور کې خوشاله وو، نو اوس داسې څه ټکه راوغورځېده چې اوس یې حضور ۱شغـ|L ګڼي او مخکې نه و. او نورو ته پیغورونه ورکوي. (جالبه ده)
څوک چې یې مخالف وو. اوس یې هم مخالف دي او بیا به یې هم مخالف وي.
راځم اصلي موضوع ته:
په ویډیو کې بې ثبوته دومره ستره ادعا کول چې ۱۴۰۰ امریکایان باګرام ته پر لاره دي. ته او خدای دا انصاف دی؟ دا د خلکو ذهني شکنجه کول نه دي؟ مایوسي خپرول نه دي؟
او
که زه یې د وطن او د خلکو د مورال قوي کولو په موخه رد کړم، نو بیا د هرې ټاپې مستحق شوم.
ما اصولي خبرې لیکلې وې چې کوم ځای کې ویډیو شوې دا نظامي میوزیم دی، دومره سترې پرېکړې څوک میوزیم کې نه کوي. امریکا چې په لانجو لانجو ووته، حکومت یې له کانګرېس له خبراوي پرته، داسې اقدام کولای شي؟
د امریکا مشهورې رسنۍ او ان د جګړې وزارت/ دفاع وزارت خبر نه دی او ته خبر یې.
په داسې حال کې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې د ډیپلوماتو په یوه غونډه کې په صراحت سره وویل چې، ((اډه خو پرېږده، یو انچ خاوره هم چاته نه ورکوو.)) بیا څه ډول امکان لري چې سره د دومره جنجاله دوی په ازاد زړه راروان دي؟
ښکاره خبره ده چې درواغ دي.
او بیا د هغه امریکايي عسکر د راتګ ټویټ هم لر و بر کیږي چې افغانستان کې یې دواړه پښې او لاسونه په یوه بمي چاودنه کې ختم شوي. وايي شاجور یې ډک کړی...

ګورئ! د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې سیاسي ګوندونه وي، خپلمنځي اختلافات لري خو خبره چې د وطن شي بیا ټول په یو صف کې ولاړ وي. خو بدبختانه موږ عقدو لېوني کړي داسې نه یو. رب دې ورحمیږي.

نوټ: د زړه زور مې نشته، نو له چا سره د بحث نه یم. د دې او مخکنیو پوسټونه کمنټونه بندوم.

یوې رسنۍ لیکلي چې،  ((د امریکا SSG ځواکونو یو غړي ټراوېس میلز لیکلي چې، شاجورونه مو ډک کړي،  وسلې مو پاکې کړي، باګرام ته...
03/10/2025

یوې رسنۍ لیکلي چې، ((د امریکا SSG ځواکونو یو غړي ټراوېس میلز لیکلي چې، شاجورونه مو ډک کړي، وسلې مو پاکې کړي، باګرام ته روان یو او اوس لنډمهاله کېږدیو کې مېشته یو.))
دا عکسونه د 2011 دي خو خپاره شوي په 2014 کې دي.
ټراویس میلز باندې افغانستان کې چاودنه شوې وه، د پښو او لاسونو یو څه برخې یې له لاسه ورکړې وې، (اوس یې پښې او لاسونه مصنوعي دي) بیا یې د نورو پوځیانو سره د مرستې لپاره د Travis Mills Foundation په نوم یو خیریه بنسټ او Travis Mills Group, LLC مشورتي اداره پرانیسته چې خلکو ته مشورې او الهام ورکړي.
دده په ژوند Travis: A Soldier's Story په نوم فلم هم جوړ شوی.
***
اوس خپله سوچ کوئ چې یو ګوډ او شل څنګه جګړې ته ځي؟ دا امکان لري؟

لنک لومړي کمنټ کې

لږ مخکې یوه ویډیو مخې ته راغله چې باګرام ته د امریکا ۱۴۰۰ ځواکونه تللي.لومړۍ خبره خو دا ده چې دا د  Wisconsin Veterans M...
03/10/2025

لږ مخکې یوه ویډیو مخې ته راغله چې باګرام ته د امریکا ۱۴۰۰ ځواکونه تللي.
لومړۍ خبره خو دا ده چې دا د Wisconsin Veterans Museum نظامي میوزیم دی. میوزیم زړو اثارو د نمایش لپاره وي، نه د تصمیمونو لپاره.
2: ویډیو کې ادعا شوې چې ګویا امریکايي ځواکونه باګرام ته تلل نو د امریکا فدرالي حکومت ځکه تعلیق/بند شوی. حالانکه داسې نه ده. د حکومت تعلیق د بودیجې پر سر د دیموکراتانو او جمهوريپالو اختلاف له امله رامنځته شوی. (نورو جزیاتو پسې نه ځم خپله راپورونو ته مراجعه وکړئ)
3: خپله هم باوري نه دی. بار بار وايي چې ویل کیږي. او ویل کیږي هغه الفاظ دي چې زه پرې بیخي یقین نه لرم او ډېر کله چې خبریالان شکمن وي یا معلومات نه لري نو بیا (ویل کیږي) څخه ډېره استفاده کیږي.
4: امریکا کې ډېرې باوري رسنۍ شته لکه فاکس نیوز، CNN, NBC, CBS. نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، وال سټریټ ژورنال او داسې نور. له داسې مهم خبر څخه تر دې لحظې نه دي خبرې او یو افغان استاد ترې خبر دی. (د تعجب خبره ده)
په هر حال.
ماته دا خبر درواغ ښکاري. او تر ټولو مهمه خبره دا چې افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی. باګرام زموږ دی، نه د امریکا. هر څوک چې د بهرنیانو راتګ ته خوشالیږي، په حال یې افسوس پکار دی.

Aseer Mushwani

پوهنې وزارت وایي، ډېر ژر به کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زده‌کوونکو لپاره «د سید جمال‌الدین افغان» په...
02/10/2025

پوهنې وزارت وایي، ډېر ژر به کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ښوونځیو د ممتازو زده‌کوونکو لپاره «د سید جمال‌الدین افغان» په نوم نمونوي لېسه پرانیستل شي.
د پوهنې وزارت په وینا، په دې لېسه کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو مستعد زده‌کوونکي د زده‌کړو د دوام لپاره جذب کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې تراوسه په سیدجمال‌الدین افغان نمونوي لېسه کې ۲۰۰ تنه زده‌کوونکي جذب شوي او تمه ده چې دغه شمېر به ډېر ژر ۶۰۰ تنو ته لوړ شي.
***

سوات ـ شین فتح پور:پولیسو د بختي رحمان په نوم یو ټکټاکر او د هغه ورور نیولی.د سوات امنیه قومندانۍ ویلي چې، د بختي رحمان ...
01/10/2025

سوات ـ شین فتح پور:
پولیسو د بختي رحمان په نوم یو ټکټاکر او د هغه ورور نیولی.
د سوات امنیه قومندانۍ ویلي چې، د بختي رحمان ورور چې سوات کې هوټل لري، غواړي چې پر نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې پیسې وګټي او ناسم یې استعمال کړي.
د بختي رحمان د ورور هوټل مهرلاک شوی او ژمنه ترې اخېستل شوې نور به خپل ورور د ټولنیزو رسنیو په ښيښه نه راولي.
***
Aseer Mushwani

• امریکا قطر ته د امنیت د  تضمین ډاډ ورکړی.• د ټرمپ ادارې د یوه اجرائیه فرمان له لارې ژمنه کړې، چې د هر ډول برید په صورت...
01/10/2025

• امریکا قطر ته د امنیت د تضمین ډاډ ورکړی.
• د ټرمپ ادارې د یوه اجرائیه فرمان له لارې ژمنه کړې، چې د هر ډول برید په صورت کې به د قطر امنیت تضمیوي.
• په فرمان کې راغلي، چې پر قطر هر ډول برید د امریکا د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

د کام ایر هوايي شرکت:زموږ ټول پروازونه به سر له سبا (پنجشنبه) په عادي ډول بېرته پېل شي.
01/10/2025

د کام ایر هوايي شرکت:
زموږ ټول پروازونه به سر له سبا (پنجشنبه) په عادي ډول بېرته پېل شي.

د حکومت عمومي ویاند:هېواد کې د انټرنیټي خدماتو تړلو راپورونه حقیقت نه لري، خو د نوري فایبر مزي زاړه شوي، تخنیکي ډلې یې پ...
01/10/2025

د حکومت عمومي ویاند:
هېواد کې د انټرنیټي خدماتو تړلو راپورونه حقیقت نه لري، خو د نوري فایبر مزي زاړه شوي، تخنیکي ډلې یې په ترمیم بوختې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا درېیمه ورځ ده هېواد کې هر ډول انټرنیټي او مخابراتي خدمات په ټپه ولاړ دي
د ښاغلي ویاند څرګندونې حکومت پورې تړلې ویبپاڼې الا/ماrه خپرې کړي چې، موږ یې په خپلواک ډول تائید نه شو کولای.
***

د کام ایر شرکت نماینده، محمد بشیر:ښايي نن مازیګر بېرته د کام ایر داخلي او نړیوالې الوتنې بیا پېل شي.وايي، پروازونه د انټ...
01/10/2025

د کام ایر شرکت نماینده، محمد بشیر:
ښايي نن مازیګر بېرته د کام ایر داخلي او نړیوالې الوتنې بیا پېل شي.
وايي، پروازونه د انټرنیټ قطع کېدو له امله تړل شوي وو خو دوی اوس د پروازونو بیا پېل لپاره بشپړ چمتووالی نیولی.
بلخوا، د اریانا افغان هوايي شرکت مشر بخت الرحمن شرافت هم پر خپله اکسپاڼه لیکلي چې، "تخنیکي ټیمونه هڅه کوي او له نړیوالو هوايي ډګرونو سره په اړیکه کې دي؛ څو د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې بیا پېل کړي."
***

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر، بخت الرحمن شرافت:تخنیکي ټیمونه مو هڅه کوي او له نړیوالو هوايي ډګرونو سره په اړیکه کې دي؛ ...
01/10/2025

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر، بخت الرحمن شرافت:
تخنیکي ټیمونه مو هڅه کوي او له نړیوالو هوايي ډګرونو سره په اړیکه کې دي؛ څو د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې بیا پېل کړي.
***

🔴 بېړنی: د بودیجې پر سر د جنجال له امله، د امریکا فډرالي حکومت معطل شو.🔴 د شخړې اصلي ټکی دا دی چې ډیموکراټان غواړي په بو...
01/10/2025

🔴 بېړنی:
د بودیجې پر سر د جنجال له امله، د امریکا فډرالي حکومت معطل شو.
🔴 د شخړې اصلي ټکی دا دی چې ډیموکراټان غواړي په بودیجه کې د عامه روغتیایي بیمې لپاره فډرالي مرستې ځای پر ځای شي خو ټرمپ او جمهوري‌پالان یې نه مني.
🔴 د یاد اختلاف له امله امریکا کې دولتي ادارې بندې، شاوخوا ۷۵۰زره کارکوونکي رخصت او دولتي خدمات بند شول.
***

Address

Street No 1
Peshawar
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aseer Mushwani posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Aseer Mushwani:

Share