
18/02/2024
يو دســـــــــــــتار به ځانله وګورو ملنګه!
نوے کـــــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
دلته ټـــــــــول خلق پخپله خېرماران دي
بل روزګـــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
سرۀ کافر دې وي چې سر مو سلامت وي
داسې ښـــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
ځـــــــــــــه چې دواړه د يارانو مقابل شو
يو يو مـــــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
د مــــــــــــــــلا پۀ لاره نور جنت ته نۀ ځو
بله لار بــــــــــــــه ځــــــانله وګورو ملنګه!
دا شــــــــلــیــدلي ګريوانونه به راټول کړو
ستن او تـــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
د دې شــــــــــــــــور او انــګولا نه لرې لرې
چرته غــــــــــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!
د نــقاد پۀ غـــــــــــــــــزلونو به خېر غواړو
يو ســــيـــتـــــــــار به ځانله وګورو ملنګه!