26/11/2021
زمونږ پۀ ټولنه کښې چې څنګ د دردونو ګولۍ د جوارو د ډوډۍ غوندې خوړلے کيږي - دغسې چې کله ماشوم ژاړي او خوب نۀ ورځي نو ميندې د ځان خلاصوني له پاره دوي له يو خاص شربت فېنرګان د تبرک پۀ توګه ورکوي - او مطلب ئې دا وي چې ماشوم له خوب ورشي او اودۀ شي - خو دا يو ډېر خطرناک عمل دے - ځکه چې ماشوم خبره نشي کولے او د هر تکليف اظهار صرف د ژړا پۀ ذريعه کوي - د ماشوم پۀ زور اودۀ کول ماشوم ته نورې ډېرې بيمارۍ پېدا کولے شي -
اوله خبره خو دا ده - چې دا شربت د دوۀ کالو نه کم ماشوم له پاره بالکل منع دے - فېنرګان شربت چې پروميتازين لري - دا عموماً د الرجي له پاره لکه پوزه بهېدل ، پرنجي ، د سترګو خارښ يا عام د وجود خارښ له پاره کارولے کيږي - خو استعمال ئې د يوې هفتې نه زيات نۀ دے پکار - د دې نه علاوه چې کومو ماشومانو ته د سفر پۀ وخت زړۀ ويشيږي هغو له هم ښۀ وي او د اپرېشن نه وروستو د درد کمولو او نشې له پاره هم پۀ استعمال کښې راوستے کيږي -
د دې بې ځايه او ډېر استعمال د ماشومانو نظر پۀ ځائے ودرولے شي ، نظر خړ کولے شي پۀ متيازو کښې ورته تکليف کېدے شي ، رپېدل پرې راتلے شي - او د ټولو نه خطرناکه خبره دا ده - چې د دې دوائي اثر نېغ پۀ نېغه پۀ مزغو وي - نو د مزغو ډېر کېميکل عملونه متاثره کوي - چې پۀ نتيجه کښې ئې پۀ مزغو کښې د ساه مرکز متاثره شي - چې respiratory depression ورته وائي - د زړۀ حرکت بند شي او ماشوم مرګ ته وسپاري - دا عمل هر کال د ډېرو ماشومانو سره کيږي - خيال کوئ او د خپل ځان اسانۍ له پاره ماشومان مرګ ته مۀ سپارئ -
ډاکټر ديدار يوسفزےcopy.
بشکریہ Drsaddam Hussain